تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر پور ګټه اخیستل څنګه ده؟
 
  June 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸٧۲)

نوم: انیل بخش 
                                                     
سوال :که زه د یو کس څخه په پور(۳۰۰۰۰۰) واخلم او امانت ورته کښیږدم او زه هره میاشت(۴۰۰۰) کالداري ورکوم تر هغه وخته پوري چي زه دده دغه پور ذکر سوي پیسې ورکوم دغه(۴۰۰۰) چی و ده ته یې  هره میاشت  ورکوم دغه و ما او د ته څنګه دي. حرامي دي او که حلالي، په داسي حال کي چي زه به  بیرته دده پیسې  ورکوم او هره میاشت به( ۴۰۰۰) هم ورکوم؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 تاسو چي څومره اندازه پیسې په پور اخیستي دي، هغومره اندازه پیسې  به ورکوئ، تر پور زیاتي که څه هم هغه يوه روپۍ وي، هغه سود دی، ستا لپاره ئې ورکول حرام او د هغه لپاره ئې اخیستل حرام دي. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن علی امیرالمؤمنین مرفوعا: کل قرض جر منفعة فهو ربا. اعلاء السنن: ج۱۴، ص۵۶۶، طبع بیروت.
(۲): وقال ابن مسعود: آكل الربا وموكله وكاتبه وشاهده إذا علموا به ملعونون على لسان محمد صلى الله عليه وسلم إلى يوم القيامة. جوهرة النیرة: ج۱، ص۲۵۸. باب الربا.
(۳): عَنْ جَابِرٍ قَالَ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم آكِلَ الرِّبَا وَمُوكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَقَالَ هُمْ سَوَاءٌ. مسلم: ص۶۲۰، طبع: بیروت

جواب: مولوی عبدالهادي اغا
الجواب صحيح:  و مولوي عبدالغفار حسيني، مولوی سید عبدالباري و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته