تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په لمانځه کي د امام څخه مخي تلل
 
  July 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۰۲)

نوم: عبدالرحمن
                     
سوال : ايا په لمانځه کي د امام له مخه و رکوع او يا هم سجدې ته تلل ګناه لري که يا؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 و رکوع او سجدې ته د امام څخه مخکي تلل يا د رکووع او سجدې څخه د امام څخه مخکي را پورته کېدل، زياته ګناه لري، دا  ډول کړنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره خطرناکه بللې ده چي کېدلاى سي سر ئې د خره په سر بدل سي يعني که په حقيقي ډول خر ترې جوړ نه سي په معنوي لحاظ به   ئې د حماقت او خرتوبۍ اثر پر دماغ ښکاره سي. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : أما يخشى الذي يرفع رأسه قبل الإمام أن يحول الله رأسه رأس حمار.( متفق عليه) مشکوة باب ما على  الماموم من المتابعة.
(٢): و قد نقل الملا على  القاري في شرحه واقعة بعض المحدثين انه رحل الى دمشق لاخذ الحديث... الخ، الى ان قال فلما طالت ملازمته له ورائ حرصه على الحديث کشف له الستر فراى وجهه وجه حمار... الخ. مرقاة: ج٣، ص٩٨، مکتبه امداديه ملتان.


جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله غريب
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته