تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوې فرضي روژې کفاره څو ده؟
 
  June 6, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٢٩)

نوم: شفيع الله

د اوسېدو ځای: (کندهار افغانستان)

سوال : د يوې فرضي روژې کفاره په پيسو څومره ده؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 د يوې روژې کفاره شپيته٦٠ روژې پرلپسې نيول دي، که ئې د دائمي مرض د وجهي يا د سپين ږيروالي د وجهي د روژې نيولو طاقت نه وو ، بيا دي  فديه ورکړي. د کفارې په فديه کي به يو سل شل(١٢٠) کيلو غنم و شپيتو مسکينانو ته ورکوي، او  هر مسکين ته دوه دوه کيلو غنم هم ورکولاى سي.

يا دې يوه مسکين ته ٦٠ ورځي دوه دوه کيلو غنم ورکړي، د غنمو قيمت هم په فديه کي ورکولا ى سي. يو سلو شل(١٢٠) کيلو غنم تقريباً زموږ  د افغانستان ٢٧ منه غنم کيږي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ثم قال والكفارة مثل كفارة الظهار لما روينا ولحديث الأعرابي فإنه قال يا رسول الله هلكت وأهلكت. الحديث: الهداية: ج١، ص٢٠١. 
(٢): فَيَعْتِقُ أَوَّلًا فَإِنْ لَمْ يَجِدْ صَامَ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ أَطْعَمَ سِتِّينَ مِسْكِينًا لِحَدِيثِ الْأَعْرَابِيِّ الْمَعْرُوفِ فِي الْكُتُبِ السِّتَّةِ. ردالمحتار: ج٢، ص١١٩، هدایة: ج۱، ص۲۰۱
(٣): الجواب: آپ صحت يابى کے بعد قضا کريں گے، اور قضانه کرنے کى صورت ميں فديه ديں گے فديه کى مقدار انگريزى سرسے پونے دوسير گندم يا اس کى قيمت ہے اور دينے کا وقت شيخ فانى ہونے کا وقت ہے يا زندگى سے نا اميدى کا وقت ہے يا بعد الموت. فتاوى فريدية: ج٤، ص١٨٢.


جواب: مولوي رفيع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني او مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته