تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر بوټو او جراپو مسح کول څنګه ده؟
 
  August 7, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۵۲)

نوم: محمد بصير

د اوسېدو ځاى: (  کاناډا)

سوال: کله چي موږ کمپنى د کار کولو ځاى ته ځو نو په کور کي اودس وکړو او بيا بوټونه په پښو کړو او هغه بوټونه بيا د پښو څخه نه باسو او بيا هغه وخت چي کله اودس مو مات سي نو بيا کي کله نوى اودس کوو بيا پر بوټو باندي او بعضي خلګ پر جرابو باند مسح کوي هغ په دې خاطر چي دا د کمپنۍ خلګ يا مالکان موږ ته په دوشى کي د پښو د پريوللو اجازه نه راکوي نو آيا دا اودس صحيح دى او که يا؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

پر بوټو او عادي جرابو مسح نه صحيح کيږي ځکه نو ستاسو اودس نه صحيح کيږي البته پر موزو يا د څرمني پر جرابو کومي چي ځني کسان ئې استعمالوي مسح روا ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): (منها) أن يكون الخف مما يمكن قطع السفر به وتتابع المشي عليه ويستر الكعبين. الفتاوي الهندية: ج١، ص٣٢.

(٢): (شرط مسحه) ثلاثة أمور الأول (كونه ساتر) محل فرض الغسل (القدم مع الكعب). الدرالمختار: ج١، ص١٩١.

(٣): والحق ما عليه مشايخ بخارى ؛ لأن المذهب أنه لا يجوز المسح على الخف الذي لا يستر الكعبين. شامي: ج١، ص١٩٢.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني، مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته