څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: October 12, 2014
       
د الله عزوجل د لعنت مستحق کوم کسان دي؟
الله عزوجل فرمایي: وَمَنْ يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا. سورت النساء: ۵۲

ددې آیت څخه معلومیږي چي پرچا د الله جل جلاله  لعنت وي د هغه هیڅوک کومکي نه وي ، اوس د فکر کولو قابله خبره داده چي د الله جل جلاله د لعنت لایق کوم خلګ دي؟ 

۱: په یو حدیث کی ارشاد دی چي نبی کریم صل الله علیه وسلم  پر سود ورکونکي سود خوړنکي او سود لیکونکي او پردې د شاهدي ورکونکي پر ټولو باندي لعنت کړی دی او دوی ټوله په ګناه کی برابردي (مسلم په حواله مشکوة ).

۲: په یوه بل حدیث کی نبي اکرم صل الله علیه وسلم فرمایي: مَلْعُونٌ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ( راوه رزین ، بحواله مشکوة) یعني کوم سړۍ چی لوط علیه السلام د قوم د کار په شان کار کوي ، هغه لعنتي دی ، (یعنی د سړۍ سره بد کار کوونکی).

۳: بیا فرمایي چي الله جل جلاله پر غله باندي لعنت لیږي ، کوم چي د هګۍ او رسۍ په شان د کوچني شي د غلا څخه هم منع نه کوي چي په بدله کی یې دده لاس پرې کیږي. (متفق علیه بحواله مشکوة )

۴: په یوه بل حدیث کی ارشاد دی: ولعن آكل الربا وموكله والواشمة والمستوشمة والمصور. رواه البخاري عن مشکوة)، الله جل جلاله لعنت کړي دی پر سود خوړونکي او پر سود ورکوونکي اوپر هغه ښځو چي پر خپل جسم خالونه ایږدي یا نورو ته خالونه وراږدي او دغه ډول پر تصویر جوړنکو.

(۵): په یوه بل حدیث کی فرمایي چي الله جل جلاله لعنت لیږي پر شرابو ، ددې پر چیښونکو او په بل چا باندي چیښوونکو پر خرڅوونکو د شرابو او ددې پراخیستونکو ، ددې پر نښتیځونکو ، ددۍ پر وړونکو او ددۍ پر راغوښتونکو پر ټولو باندي (ابو داؤد ابن ماجه بحواله مشکوة ).

(۶): په یوه بل حدیث کی نبی کریم صل الله علیه وسلم ارشاد فرمایي چي شپږ کسان داسي دي چي پردوی باندي ما لعنت کړی دی او الله جل جلاله هم پر دوی لعنت کړی دی هغه شپږ کسان :

۱: د الله جل جلا له په کتاب کي زیادت کول . ۲: او هغه سړۍ چی په زور سره قدرت حاصل کړي ، دی هغه چا ته عزت ورکوي څوک چی الله جل جلا له ذلیل کړي ۳: او د الله جل جلا له د تقدیر درواغجن کونکي وي ۴: د الله جل جلا له د حرامو کړو شیانو حلال ګڼل ۵: هغه سړۍ چی د حرامو حلالونکي وي ۶: او زما د سنتو پاته کونکي (رواه البیهقی فی المدخل بحواله مشکوة).

(۱۲): په یوه بل حدیث کی نبی کریم صل الله علیه وسلم فرمایي لعن الله الناظر والمنظور الیه یعني څوک چی نا محرم ته په بد مظر وګوري د حضرت ابوه هریره رضی الله عنه څخه روایت دی (لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ، وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ) یعنی نبی کریم صل الله علیه وسلم پر داسي سړۍ لعنت کړی دی چی د ښځي جامي اغوندي او پر داسي ښځي یی لعنت کړي دي چي د سړي‎ جامي اغوندي (مشکوة).

(۱۳): عن عائشه رضی الله عنها: إِنَّ امْرَأَةً تَلْبَسُ النَّعْلَ. قَالَتْ: لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَةَ مِنَ النِّسَاءِ. (ابوداؤد بحواله مشکوة)
 
حضرت عائشه رضی الله عنها ته یو چا عرض وکړی چي یوه ښځه د نارینه وو چپلکي په پښو کوي نو حضرت عائشې رضي الله عنها وفرمایل چی د الله جل جلاله رسول صل الله علیه وسلم پر داسي  ښځي باندي لعنت کړی دی چي د نارینه وو طریقه اختیاروي .

(۱۴): عن ابن عباس رصی الله عنه قال لَعَنَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمُخَنَّثِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالْمُتَرَجِّلَاتِ مِنَ النِّسَاءِ، وَقَالَ: أَخْرِجُوهُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ. (رواه البخاری بحواله مشکوة)
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صل الله علیه وسلم لعنت کړی دی پرهغو نارینه وو باندي چي د ښځو په شان شکل او صورت جوړوي ، نر ښځو کي ځان جوړوي او ښځي چي د نارینه په شان ځان جوړوي او ارشاد یی فرمایې چی دوی د خپلو کورونو څخه وباسئ. 

(۱۵): په بخاری شریف کي حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایلي دي (لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ، وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ، وَالْمُتَنَمِّصَاتِ، وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ، الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ)
یعنی د الله جل جلاله لعنت دي وي پر خالونو ایښونکو او څوک چی خالونه ايږدي او څوک چی د ورځو څخه وریښتان باسي او نرۍ کوی یی او لعنت دي وي پر هغه ښځو چي د ښایست دپاره د غاښو مینځونه  پراخوي چي د الله جل جلاله خلقت بدلونکي دي.

د لعنت ویلو حکم:

لعنت چي څومره بد شئ دی دغومره ددې پر کولو پابندي هم لګیدلې ده پر یوه مسلمان لعنت کول حرام دي او پر کافر باندي هم یوازي هغه وخت کول کیږي کله چی دده پر کفر باندي مرګ یقیني وي د نبی کریم صل الله علیه وسلم ارشادات ددې اړوند په حدیث کی داسي دي: (قال رسول الله صل الله علیه وسلم: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ، وَلَا بِاللَّعَّانِ وَلَا الْفَاحِشِ، وَلَا الْبَذِيءِ. (رواه الترمذی بحواله مشکوة)

حضرت ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي چی ما د نبي کریم صل الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي دي چي هغه مؤمن نه دی چي طعنه کوونکی ، لعنت کوونکي او نه بد ګویه وي .
(عن ابی دردآء رضی الله عنه قال سمعت رسول الله یقول: إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا لَعَنَ شَيْئًا صَعِدَتِ اللَّعْنَةُ إِلَى السَّمَاءِ، فَتُغْلَقُ أَبْوَابُ السَّمَاءِ دُونَهَا، ثُمَّ تَهْبِطُ إِلَى الْأَرْضِ فَتُغْلَقُ أَبْوَابُهَا دُونَهَا، ثُمَّ تَأْخُذُ يَمِينًا وَشِمَالًا، فَإِذَا لَمْ تَجِدْ مَسَاغًا رَجَعَتْ إِلَى الَّذِي لُعِنَ، فَإِنْ كَانَ لِذَلِكَ أَهْلًا، وَإِلَّا رَجَعَتْ إِلَى قَائِلِهَا. (ابوداؤد بحواله مشکوة)
حضرت ابودرداء رضی الله عنه فرمایې چی ما د نبي کریم صل الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چي کله یو بنده پر یوه شي باندي لعنت کوي نو هغه لعنت آسمان ته خیژي نو داسمان دروازې بنديږي (یعنی مځکه یی نه قبلوي ) بیا هغه راسته او چپه طرف ته ګرځي نو چي هیڅ ځای لاره پیدانکړي نو چي پر چا لعنت سوی وي هغه ته ولاړسي نو که هغه په رښتیا د لعنت قابل وي نو پر هغه پریوزي که نه وي نو بیرته دې ویونکي ته راواپس سي او پرده پریوزي .

عن ابن عباس رضی الله عنه:  أَنَّ رَجُلًا نَازَعَتْهُ الرِّيحُ رِدَاءَهُ فَلَعَنَهَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:  لَا تَلْعَنْهَا فَإِنَّهَا مَأْمُورَةٌ، وَإِنَّهُ مَنْ لَعَنَ شَيْئًا لَيْسَ لَهُ بِأَهْلٍ رَجَعَتِ اللَّعْنَةُ عَلَيْهِ). (رواه الترمذی بحواله مشکوة)
د حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چی هوا د یوه سړۍ پټو پورته کې نو ده پر هوا لعنت وکړی نو نبي کریم صل الله علیه وسلم وفرمایل چي ته پردې لعنت مه کوه ځکه چي د الله جل جلا له د طرفه څخه دې ته امر سوی دی په یاد ساته کوم  سړي چی هغه لائق نه وي نو دا لعنت بیرته پردې ویونکي باندي پریوزي .  

مسئله : د یوه معین سړي  په باره کي تر څو چي دا نه وي معلومه چي  دده مرګ پر کفر باندي سوي دی ، لعنت پر ویل جائز نه دي که څه هم دی فاسق وي ، ددې اصولو پر بنا پر یزید د لعنت کولو څخه علامه شامي رحمة الله علیه (د حنفي مذهب مشهور محقق عالم) منع کړې ده لیکن پر یوه معلوم کافر چي مرګ یې پر کفر باندي یقیني وي مثلا پر ابو جهل او ابو لهب باندي جائز دی (رد المحتار ج۲ ، ص۲ ۷۳۶)

مسئله : د یو چا د نوم اخیستو څخه بغیر داسي لعنت کول جائز دي چي پر ظالمانو یا درواغجنانو دي د الله جل جلاله لعنت وي .

 ---------------
ماخذ: معارف القران: ج۲، ص۶۸ دوهمه برخه
مؤلف: مفسرالقران حضرت مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه (د دارالعلوم دیوبند مخکنی مفتي)
 
 
د همدې برخي نور توکي

شيخ قاري طبلاوي