څانګه: ستاسو لیکني نيټه: August 18, 2013
       
د جنت درخته
رالېږونکی: اسدالله غفوري
 
جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل چي په جنت کي یوه درخته ده چي ده هغې په سایه کي به جنتي سل کاله تګ کوي بیا به هم ختمه نه شي.
 
په جنت کي داسي نعمتونه دي چي  نه  د چا سترګو  لیدلي دي نه د چا غوږونو اوریدلي دي نه د چا په زړه کي د هغه تصور شوی دی. 
 
(فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ) یعني هیڅ نفس به علم نه لري چي څه شي پټ شوی دی د دوی د سترګو د یخوالی لپار.
 
په جنت کي د یوې ګوړې ځای تر دونیا و مافیها بهتر دی.