تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
واقعي خدمتګار
 
  August 25, 2013
  0
ليکول: عبدالحميد ارغندابى 

انساني اخلاق اواسلامي غوره اداب دسړيتوب په زړه پوري بېلګي دي، هر مومن مسلمان په دې مکلف دئ، چي ددغو اصولو پوره مراعات وکړي خيال يې وساتي او د الله  جل جلاله  درضاء د حاصلولو په موخه ترې ګټه پورته کړي او په ټولنيز ژوند کي د خپل حيثت، اعتبار او شخصيت  د لوړولو له پاره ترې کار واخلي، ځکه  د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغوره صفتونو څخه يوهم دهغه مبارک د نورو په وړاندي غوره اخلاق لرل، د تکبر څخه ځان ژغورنه او تواضوع وه، کله چي انسان خصوصاً دغه اصل ته متوجه  سي او خپل ورځنى چال چلند د الله جل جلاله  د لارښوونو او د نبوي ارشاداتوسره سم عيارکړي  نو د دواړو جهانو نو نېکمرغي به يې په برخه سي د ټولني دوګړو په زړونو کي به ځاى ونيسي او د ګرانښت کچه به يې لوړه سي، که څوک دغو اسلامي اصلو ته پوره پاملرنه وکړي دهغو څخه په استفادې سره به دخپل ژوند اغاز او انجام وپېژني او دخپل فکري تحليل  په  نتيجه کي  به دغه اصل ته ښه پام وکړي اوپه دغه به ځان وپوهوي، چي د انسان انجام اخير څه دئ؟

 نو جواب يې هم دادئ، چي مرګ دئ د مرګ اوځکندن مزه به هرڅوک څکي، نه د قدرت خاوندان او نه هم بېوزلان تل په نړۍ کي د ټول ژوند سند په لاس کي لري هرڅوک به په خالي لاس له ارمانه ډک زړه  داجل داعي ته لبيک وايي هرمومن مسلمان په دې عقيده لري، چي اخر به مري اوهرڅه ، چي په لاس کي لري  هغه به خپل اصلي کور ته له ځان سره وړي اوکه چيري يې ټول ژوند په غفلت اوناپوهۍ تېرکړئ وي نو دى به له توښي پرته له دي نړۍ سترګي پټوي، ځکه نوانسان او بالخصوص مسلمان ته په کارده، چي دبې بقا نړۍ دعيش اوعشرت په لو مه کي ځان راګيرنه کړي، ځکه په ژوند کي داسي طرزالعمل د خپل ځان غولونه ده، مسلمان بايد اصلو اواساساتو ته پوره متوجه واوسي، تل هڅه وکړي، چي دژوند يوه شيبه بې ځايه تېره نه کړي دخپل پيدايښت علت اوځان وپېژني او د الله جل جلاله  و اوامرو ته غاړه کښېږدي له نواهيوڅخه ځان وژغوري ددغواصولودعملي کېدو په وجه که چيري دلوى خداى جل جلاله  په دربارکي دمسلمان توبه قبوله سي نودقيامت په ورځ به دخپل خالق په وړاندي دشرمنده ګى احساس نه کوي، مسلمانانوته په کارده چي په دنيا کي خپل وظايف اووجايب و پېژني هغوته په درنه سترګه وګوري او داسلامي عالي اخلاقو په رڼاکي يي په صداقت سره ترسره کړي ترڅوهم خداي راضي سي اوهم دهغه د خدمتکارانوپه قطارکي وشميرل سي . 

 په دنيا کي هر چاته په کار دي چي له تکبر څخه ځان وژغوري اود تواضع لاره خپله کړي دانسانانو پلار حضرت بابا ادم  علیه السلام الله  جل جلاله  له خاوري څخه پيداکړئ دئ دهمدغه اصل په رڼاکي هيڅ مسلمان ته تکبراولوي نه ده پکار ، له بلي خواتکبراولوي دخداى  جل جلاله  خاصه ده نوځکه بل چاته نه ده پکار ، چي دغه حق خپل کړي، همدارنګه متکبر په ټولنه کي محبوبيت نه سي پيداکولاى، دخلګوپه زړونوکي ځاى نه لري، دټولني وګړي په کرکه اونفرت ورته ګوري، داځکه کوم اعمال چي الله جل جلاله  و مسلمانانوته غندلي منفور بللي دي نتايج يې منفي وي انسان دهلاکت لوري ته ورټيل وهي داسي انسانان په ژوند کي اسلامي اوانساني اصول نه سي مراعت کولاى، ځکه چي دوي دخداى جل جلاله  د اوامرو څخه په سرغړونه مرتکب دي، مادياتوته پر معنوياتو ترجيح  ورکوي او خپله  نېکمرغي  په مادي ژوندکي نغښتې ګڼي داسي وګړي بياداسلامي قوانينوخيال نه ساتي دنورو پرحقوقوتيرى اوتجاوز کوي او داکار دځان حق ګڼي. 

 که چيري څوک په ژوند کي خپل فرايض او وجايب وپېژني خپل ټول اعمال دقرآني احکامواونبوي ارشاداتو سره عيار کړي اسلامي سپيڅلي اخلاق اوغوره اداب سره ملګري دځان لپاره سرمشق وګرځوي ژوند ته معنوي رنګ ورکړي او د خپل  پيدايښت اصلي علت ته په اصلاحي   نظر وګوري ، نو نه يوازي د اسلام ،بلکي د ټولني ، خلکو ، ولس او د وطن خدمت به يې په ښه توګه تر سره کړئ وي . 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، لسمه ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته