تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: معیوبه کس ته د موسیقۍ کاروبار کول
 
  August 25, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٤١)


نوم : محمد

 د اوسېدو ځاى: (افغانستان)

سوال : یو څوک دی چي تر ملا لاندی شل دی او هیڅ کاروبار نسي کولاى خود  موسیقی آله (مثلا رباب) ږغولاى سي ، نو اوس دا شخص ته دوه کاره ور ترمخ دی یابه سوال کوي  خیر به ټولوي او یا هم کولای سيچي په کوم ځای کی رباب وږغوی، نو اوس به دی شخص ته کوم کار غوره وي؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

موسيفي ږغول او پر موسيقۍ اجوره اخيستل ناجائزه ده، په پښو شل يا په سترګو ړوند يا بل دا ډول معلول چي خواري نه سي کښلاى که غني نه وي نفقه او خرڅ ئې پر قريبانو لازم دى البته که د معلوليت سره ئې جائزه خواري کښله او هغه ئې د خرڅ  له پاره کفايت او بسنه کوله بيا ئې خرڅ پر قريبانو نه لازميږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  قال الله تعالى: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ. سورت البقره، ايت١٨٨.
(٢):قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَهْوُ الْمُؤْمِنِ بَاطِلٌ إلَّا فِي ثَلَاثٍ : تَأْدِيبِهِ فَرَسَهُ وَفِي رِوَايَةٍ مُلَاعَبَتِهِ بِفَرَسِهِ ، وَرَمْيِهِ عَنْ قَوْسِهِ ، وَمُلَاعَبَتِهِ مَعَ أَهْلِهِ. 
(٣):قال ابن مسعود صوت اللهو والغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الماء النبات. کفاية و فتح القدير: ج٨، ص٤٥٠.
(۴): (و ) تجب أيضا ( لكل ذي رحم محرم صغير أو أنثى ) مطلقا ( ولو ) كانت الأنثى ( بالغة ) صحيحة ( أو ) كان الذكر ( بالغا ) لكن ( عاجزا ) عن الكسب ( بنحو زمانة ) كعمى وعته وفلج زاد في الملتقى والمختار أو لا يحسن الكسب لحرفة. درالمختار علی هامش ردالمحتار: ۷۴۰
(۵): فَإِنْ قُلْت : إنَّ مَنْ ذُكِرَ قَدْ يَكْتَسِبُ ، فَالْأَعْمَى يَقْدِرُ عَلَى الْعَمَلِ بِالدُّولَابِ ، وَمَقْطُوعُ الْيَدَيْنِ عَلَى دَوْسِ الْعِنَبِ بِرِجْلَيْهِ أَوْ الْحِرَاسَةِ ، وَكَذَا الْأَخْرَسُ . قُلْنَا : إنْ اكْتَسَبَ بِذَلِكَ وَاسْتَغْنَى عَنْ الْإِنْفَاقِ فَلَا وُجُوبَ وَإِلَّا فَلَا يُكَلَّفُ. ردالمحتار: ج۲، ص۷۴۰

جواب: مولوي رفيع الله 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته