څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: June 27, 2016
       
د درو ځوانانو د سیاحت عبرتناکه قصه!!!
ژباړه: نوید احمد
ماخذ: د درالعلوم دیوبند ګروپ

درې ځوانان د هیواد څخه بهر د سیل او تماشې لپاره ووتل،
او هلته په یو داسي تعمیر کي مقیم سول چي ۷۵ منزله وو،
او دوی ته د اوسېدو اطاق هم تر ټولو په هغه لوړ منزل کي ورکول سو،

دوی ته ددې تعمیر ناظم دا خبر ورکړی چي زموږ د هیواد نظام ستاسو د هیواد د نظام څخه یو څه مختلف دی...

زموږ د اصولو مطابق دلته د شپې د لسو بجو بعده د لیفټ (برقي زینې) دروازې بندیږي نو ځکه تاسو ډېر کوښښ وکړی چي د شپې د لسو بجو څخه مخکي خپل اطاق ته حاضر سی ځکه که دروازې بندي سي نو په هیڅ صورت کي به د لیفټ دروازې خلاصول ممکن نه وي.
 په اوله ورځ درې سره ځوانان د سیل او سیاحت لپاره بهر وځي مګر د شپې د لسو بجو څخه مخکي خپل اطاق ته راځي.

مګر په دوهمه ورځ پر دوی ناوخته سو او د شپې پر ۱۰:۰۵ دقیقو تعمیر ته داخل سول نو اوس خو د لیفټ دروازې بندي سوي وې، نو دوی درو ته بله لاره نه معلومېده چي تر خپلي کوټې څنګه ځان ورسوي حال دا چي کوټه هم په ۷۵ منزل کي ده!

اوس نو درو واړو ځوانانو دا فیصله وکړه چي د زینو ماسېوا بله لاره نسته نو ځکه د زینو د لاري به اطاق ته خيژو لیکن په دومره اوږده لاره پریکولو سره به ډېر زیات ستړي سو نو ددې لپاره به موږ اوږدې اوږدې قصې یو بل ته اوروو تر څو د لاري په اوږدوالي پوه نه سو.
 
نو تر ۲۵ منزل پوري به اول ملګری قصه ووایه، بیا تر راتلونکي ۲۵ منزل پوري به دوهم ملګری قصه ووایه او تر اخري ۲۵ منزل پوري به دریم ملګری قصه ووایه. نو په دې ډول به موږ د ستړیا احساس هم ونه کړو او لاره به هم ژر تیره سي.

اول ملګری وویل چي زه تاسو ته د ټوکو او ټکالو قصې اوروم، نو درې سره ځوانان په خندا او ټوکو اورېدلو سره روان وه،
 
کله چي ۲۵ منزل راورسېدی نو دوهم ملګری وویل چي زه اوس قصې درته اوروم خو زما قصې به د سنجیده ګۍ او حقیقت قصې وي.
 
نو تر ۲۵ منزله پوري هغه د سنجیده او حقیقت قصې واورولې او روان وه، اوس چي کله ۵۰ منزل راورسېدی نو دریم ملګري وویل اوس زه تاسو ته یو څه غمګیني او دردونکي قصې اوروم او په دې غمګینو قصو اورولو سره يې پاته منزلونه هم طی کړل.

تر دې چي درې واړه ځوانان په ساه وهلو سره تر دروازې پوري ورسېدل نو یوه ملګري په دوی کي وویل چي زما د ژوند تر ټولو غمګینه قصه خو اوس همداده چي موږ د دروازې کیلۍ په لاندني منزل کي د استقبالې سره پرې ایښي دي! په دې اورېدلو سره پر درو سرو ځوانانو د غم آثار ښکاره سول.


مګر.....................................اودرېږئ! 

اوس لا زما خبره نه ده پوره سوې:

د انسان اوسط عمر د ۶۰ څخه تر ۷۰ کلونو پوري وي، ډېر کم خلګ تر ۷۰ کالو اوړي.
او موږ خو خپل د ژوند ۲۵ کاله په خندا، ټوکو، بازیو او لهو لعب کي ضایع کوو،
او پاته ۲۵ کاله په واده، اولاد، د رزق په لټه، دنده او داسي نورو سنجیده ژوند کي راګیر یو، 
او کله چي د خپل ژوند ۵۰ کاله پوره کړو نو د پاته ژوند ۲۵ کاله د سپین ږر توب، کمزورۍ، بوډاتوب، مریضۍ د اولادو په غم او د خپل صحت په مشکلاتو او داسي نورو بې شمېره مصیبتونو سره تیروو ترداسي اندازې چي کله د مرګ تر دروازې پوري ورسيږو نو موږ ته را یاد سي چي....
 

کیلي! اصلي کیلي خو موږ هیره کړې ده!!!

د هغه جنت کیلي چي موږ يې خپل منزل ګڼو او د هغه لپاره ژوند تیروو، هغه مو هیره سوې ده!
او بیا په ډېر سخت افسوس سره لاسونه موږو لیکن هغه افسوس بیا هیڅ ګټه نه کوي.

نو ولي سر د نن څخه د جنت د کیلۍ  د لاس ته راوړلو لپاره کوښښ ونکړو تر څو منزل ته په رسېدو سره ارمان ونه کړو؟!
 
------------------------------------------------------------------------
یادنه: ددې قصې نقلول د سرچینې په یادولو سره جواز لري.
په دې اړه جالب کتاب: یو ځلي بیا ژوندون هم مطالعه کولای سی: یو ځلي بیا ژوندون