تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:د سپرې، سینټ او عصري عطر استعمال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۹۵۳)
 
نوم: ذبيح الله افغان
              
سوال : عطر نن ډېر خلګ  استعمالوي چي هغه ياد سپري په نامه او ياهم د عطرو په نامه وارديږي له بده مرغه پر بعضو عطرو په ترکيباتو کي کي نويشته وي چي (متايل الکول ) چي اصلا د شرابو کيمياوي نوم دى ، نو اوس پوښتنه داده چي دداسي عطرو استعمال شرعي جواز لري که يا ؟ او که چيري جواز نه لري او په تير وخت کي چا استعمال کړي وي نو دهغه لمنځونه او نور عبادات څنګه سول ؟
 
جواب :  
 
د هغو عطرو او سينټونو استعمال چي الکول پکښي ګډسوي وي اختلافي دی ليکن د امام ابى حنيفه رحمة الله عليه په آند که د انګور او خرما څخه نه وي جوړ سوي استعمال ئى جائز دى ، او دا اوسني الکولات اکثره د نور کيميائي موادو څخه جوړيږي چي د امام صاحب په مذهب ئې استعمال جائز دى ، خو بياهم احتياط کول او نه استعمال ئي افضل دى . والله اعلم
 
------------------------
(۱): البحوث والقضايا:  ص٣٤٠ للعلامة المفتي محمدتقي عثماني العثماني
 
جواب : مولوي احمد سعيد 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا، مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
----------------------
په دې اړه دوهمه تفصیلي فتوا دلته کتلای سی: الکول لرونکي فشاري عطر استعمالول
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته