تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په متصل ډول د طلاق الفاظ استعمالول
 
  October 13, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۱۶)

نوم: محب الله

سوال : که سړی و خپلې ښځي ته ووايي چي ته پر ما طلاقه يي په هر ډول سره چي وي یا هم درې واره متصل د طلاق لفظ ورته ووايي ددې رقم وینا څه حکم دی؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په یاده سوي وینا سره چي:( ته پر ما طلاقه ئې په هر ډول سره چي وي) درې سره طلاقه پر ښځي باندي واقع کیږي( واقع سول) نور نو ښځه په دغه ډول وینا کولو سره پر خپل خاوند باندي حرامه سول. 

داچي درې واره متصل د طلاق لفظ ورته ووايي په دې ډول چي: ( ته طلاقه ئې، طلاقه ئې او طلاقه ئې) په دغه ډول وینا سره هم درې سره طلاقه واقع کیږي او ښځه مغلظه ګرځي البته که د عدې د تیرولو وروسته د بل سري سره نکاح وکړي او هغه ورته طلاق ورکړي، او وروسته بیا عده تېره کړي او پخپله خوښه وغواړي چي د اول میړه سره نکاح وکړي نو کولای يې سي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَلَوْ قال كُلَّ الطَّلَاقِ فَوَاحِدَةٌ وَلَوْ قال أنت طالق الطلاق أو أنت کله فهی ثلاث و کذا اذا قال کل طلقة. بحرالرائق: ج۳، ص۲۹۰، رشیدیة فصل فی اضافة الطلاق. 
(۲): وطلاق البدعة أن يطلقها ثلاثا بكلمة واحدة أو ثلاثا في طهر واحد فإذا فعل ذلك وقع الطلاق وكان عاصيا. الهدایة: ج۲، ص۵۰، کتاب الطلاق باب طلاق السنة، مکتبة حبیبیة. 
(۳): ولا یتزوج مطلقة بثلاث حتی یطاها غیره بزواج صحیح بعد مضی عدة الاول واشتراط الدخول بها ثابت بالاجماع فلا یکفی مجرد العقد. الفقه الحنفی في ثوبه الجدید: ج۲، ص۲۰۴. دارالقلم دمشق.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته