څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: December 10, 2016
       
د دارالعلوم دیوبند پېژندنه

   لیکنه: نوید احمد

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 ماخذ: د دارالعلوم دیوبند د رسمي ویب پاڼي او نورو کتابونو څخه

  هندوستان ته د انګريزانو راتګ اوپه مقابل کې د ديوبند تاسيس : 

  کله چي په هندوستان کي د اسلامي حکمرانانو په پاچاهيوکي خپل منځي جګړې شروع سوې نو د موقع څخه په استفاده انګرېزانو خپل د تجارتي کاروانو لړۍ راپیل کړه او د چايو مشهوره کارخانه ايسټ انډيا  کمپني قايمه سوه، چي انګرېزانو د همدې لاري جنګ ته تيارى نيوئ. بالآخره د تجارت په پلمه راغلي انګرېزان د جنګ ميدان ته را ووتل  او د هندوستان اکثره ځايونه يې غصب کړه. په همدې اساسو شېبو کي امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه نابغه زامنو مبارزه شروع کړه او د دد ديوبند دمدرسې بنياد ايښودونکي حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه او د دوئ نور وفادارو ملګرو په خپل وار سره د دوی خلاف مبارزه شروع کړه. خو د پلويانو او اسبابو د نشتون لکبله هدف ته ونه رسېدل، چي په نتيجه کي يې ځيني ملګري  شهيدان او ځيني په بند محکوم سول. وروسته انګرېزانو پر عامو مسلمانانو ډول ډول ظلمونه او تيري شروع کړل، چي په نتيجه کې په لکونو مسلمانان شهيدان سول چي په دوئ کي په زرګونو علماء کرام هم موجود وه.


انګريزانو په خپلو شيطاني چلونو سره د هندوستان په سياسي، تعليمي او نظامې چارو کي لاس وهنه پيل کړه. او د دې ملک په مختلفو ساحو کي يې د عيسوي دين تبليغات شروع کړل. د بلي لوري د ايسټ انډيا کمپنى توطئه داوه، چي مسلمانان جاهل او مفسد کړي او د اسلامي زدکړو څخه يې په مختلفو طريقو ليري وساتي. همداسي وسول! مسلمانان د انګريزانو په چل او فريب کي راګير او د خپل دين څخه ليري پاته سول او په عامه توګه پر مسلمانانو باندي د کفري تهذيب اثرات ښکاره سول؛ حتا چي ځيني مسلمانانو د دنيا د حرص په خا‌‎‎طر مرتد سول، چي دا د هندوستان په تاريخ کي د مسلمانو يو ډېر بد او خطرناکه حالت وو. د دغو ناخوالو سره سره په هندوستان کي پاته مدرسې هم د سقوط سره مخامخ سوې. داسي ښکارېده چي نور اسلامي علوم د هندوستان څخه کډه کوي. انګريزانو مخکني ديني مرکزونه د منځه يوړل نو په دي وخت کي نه يواځي د ديني علومو او اسلامي ثقافت د بقاء لپاره بلکي د مسلمانانو د ايمان د ساتني لپاره يو ستر ديني مرکز ته ضرورت وو چي مسلمانان د کفر او بي دينۍ د لوي فتنې څخه وساتي. په همدغو نازکو حالاتو کي حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علي هاو دده ملګرو د انګريزانو د شيطاني مقاصدو د شنډولو او د مسلمانانو د ديني حالت د سمون په موخه د يوې داسي ستري ديني مدرسې د جوړولو هوډ وکړ، چي د اسلامي علومو د ساتني تر څنګ د مسلمانانو د ايمان ساتنه هم پکښي وسي. 

د محرم ۱۵مه او۱۲۸۳هجري شمسي کال (می، ۳۰، ۱۸۶۶م) د پنجشنبې ورځ وه، چي د هندوستان د اتراپرادېش ایالت د دیوبند پر مځکه د اسلامي زده کړو د تجدید او بیا را ژوندي کېدو او د مسلمانانو د ديني حالت  د سمون په موخه د دارالعلوم ديوبند مدرسې د تأسیس ډبره په چهته مسجد کي کښېښودل سوه . په دې حساسو شرايطو کي د دارالعلوم دیوبند مدرسې ابتداء د الله جل جلاله یو څو مخلصو بنده ګانو په ډیره بې سر او سامانه حالت کي شروع کړ؛ نه یو خاص تعمیر وو، نه کومه بودیجه وه بلکی یو استاد او یو شاګرد د انارو تر درختي لاندي په خاشوکي سره کښېنستل. دا د همدغو پربوریا کښېنستونکو فیض او برکت وو، چي مسلمانان تر دو  سوو کالو پوري د کفري استعمار لاندي د خپل دین او ایمان په سلامتیا کي کامیاب سوه.ددې مدرسې د شروع پر وخت چا دا تصور کولاى سواى  چي د يوه استاذ ملا محمود او يوه شاګرد محمود حسن (شيخ الهند) لخوا دغه مدرسه دي په لږ وخت کي د اسلامي نړۍ يو ممتاز ديني پوهنتون وګرځي او د نبوي باغ دغه باغچه دي ټوله اسيا خوشبويه کړي او د طالب العلمانو علمي تنده دي پرې ورماته کړي.

د دارالعلوم ديوبند ځانګړتياوي :  د علم او تحقیق په اعتبار سره په نړۍ کي په اعلی درجه نور ډېر دیني مرکزونه هم سته مګر د دارالعلوم دیوبند ښکاره ځانګرتیاوي دا دي، چي هغه داسي دیني مرکز نه دئ چي دیني علوم یواځي په نظري ډول پکښي تدرسيږي بلکه ددې سره سره هغه یو تربیت ځای هم دئ، چي د علم د ظاهري ښودلو څخه عمل او کردار ته زیاته ترجیح ورکول کېږي او بل د اولي ورځي څخه بيا تر اوسه پوري د سياسي اړيکو څخه پاک او بې طرفه دي. 

 د تيري يوې پيړۍ راهيسي يې داسي علماء روزلي دي، چي له یوه اړخه يې د علم او تحقیق په میدان کي د کامیابۍ بیرغ جګ کړئ او له بله اړخه یې د جهد و عمل، سیرت و کردار، عبادت و زهد، اخلاص او تقوا یې داسي نادره مثالونه وړاندي کړي دي، چي د هغو نمونه په نژدې زمانه کي په مشکل سره لیدل کیږي.د دیوبند مدرسې د تاسيس د ورځي څخه بيا تر اوسه پوري د عامو مسلمانانو د خيراتو او صدقاتو پرته د حکومت يوه پيسه يې هم نه ده اخيستې، ځکه چي دا د دارالعلوم ديوبند د اصولو لومړنۍ ماده ده. پوښتنه داده چي تر اوسه پوري د ديوبند مدرسې د کاميابۍ او پرمختګ راز څه دئ؟  

د ديوبند علماء کرامو چي د اخلاص او اللهي بيري پر اساس د مدرسې لپاره کوم اصول ټاکلي دي؛ ديوبند تر اوسه پر هم هغو اصولو روانه ده. يعني په ديني احکامو کي د وخت او حالاتو په بهانه د تحريف او بدلون څخه په پوره توګه پر هېزکوي او د سلفو صالحینو پر قدم روان دي. 

نړۍوال ديني دعوت او تعیلمي تحريک: د دغو ځانکړتیاوو لکبله د ديوبند نوم په ډېر لږ وخت کي لوړ سو، او ډېر ژر دغه دارالعلوم نه يوازي د هندوستان بلکي د افغانستان، منځنۍ اسيا، انډونيزيا، ماليزيا، برما، تبت، سيلون او د ختيځ او لويديځ افريقا د مسلمانانو لپاره يو نړيواله ديني مدرسه وګرځېده. اوس هر کال  د داخل او خارج څخه ورته تقريباً تر ٣٠٠٠ زيات شاګردان د دینی زده کړي لپاره راټوليږي او هر کال د ۹۰۰ په شاوخوا کي فارغین لري . دارالعلوم دیوبند د اسيا په لويه وچه کي تر ټولو لويه ديني مدرسه ده. هر کال  ددې مدرسې په سلګونو طلبا تر فراغت وروسته د ديني علم د درس او تدريس، وعظ او تبليغ، تصنيف او تاليف وظيفه سرته رسوي، چي اوس دا لړۍ الحمدلله تر اروپا، انګستان او امريکا پوري رسېدلې ده. 

دارالعلوم ديوبند د اسيايي هيوادو د مسلمانانو د ديني ژوند په لوړولو سره ډېره ستره کارنامه وکړه. دا چي دارالعلوم دیوبند د ذهني پرمختګ او لوړو اخلاقو یو نړۍ وال مرکز دى نو، ځکه مسلمانان همېشه باور او فخر په کوي. 
 

دارالعلوم ديوبند چي د اولي ورځي څخه بيا تر اوسه پوري کوم عظيم خدمتونه کړي دي هغه د لاندي جدول څخه اندازه کېداى سي، چي څرنګه يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپل راشيده اولادونه استولي دي چي په هر ځاى کي د لمر په څير ځلېدلي او د الله جل جلاله مخلوق يې د ظلم او ناپوهۍ څخه د علم په نور منور کړى دئ. د دارالعلوم ديوبند د ١٣٨ کلنو فارغو علماء کرامو فهرست په لاندي ډول دئ، چي په دې فهرست کي هغه طلبا کرام نه دي شامل، چي تر اوسه د فراغت مرحلې ته نه دي رسېدلي.

 

د دارالعلوم ديوبند دفارغينو علماوو شمېر ١٢٨٣هـ تر ١٣٢١هـ پوري:

 

 

 



 
 

د ديوبند د ځینو مشهورو علماء کرامو نومونه

 

 

 

حجة الاسلام مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله عليه
قطب عالم مولانا رشيد احمد ګنګوهي رحمة الله عليه
شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي رحمة الله عليه
امام الفقها مولانا مفتي عزیزالرحمن رحمة الله عليه
حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه
امام العصر مولانا انور شاه کشمیري رحمة الله عليه
شیخ الاسلام علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله عليه
شیخ الاسلام مولانا حسین احمد مدني رحمة الله عليه
مبلغ اسلام مولانا محمد الیاس کاندهلوي رحمة الله عليه
شیخ الاسلام مولانا ظفر احمد عثماني رحمة الله عليه
شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس کاندهلوي رحمة الله عليه
مفسیر القران مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله عليه
محدث العصر علامه محمد یوسف بنوري رحمة الله عليه
شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا کاندهلوي رحمة الله عليه
مفکر الاسلام مولانا سيد سليمان ندوي رحمة الله عليه
شمس العلماء علامه شمس الحق افغاني رحمة الله عليه
 
د دیوبند د علماوو مکمل لیست دلته کلیک کړئ: د دیوبند علماء

دارالعلوم ديوبند څخه په زرګونو فارغه علماوو تر فراغت وروسته په مختلفو ملکونو کي خپلي مدرسې تآسيس کړې، که چيري د ديوبند د علماوو د مدرسو څخه فارغه علماء هم بالواسطه د ديوبند علماء وشمېرل سي او هغوئ واقعاَ هم د ديوبند علماء دي، نو شمېر به يې لکونو ته ورسيږي. داسي بې شمېره ځوانان او ماشومان سته، چي د دیني زده کړو شوق لري خو مالي مصارفو يې مخه نیولې ده. د همدغه مجبورۍ په نظر کي نیولو سره د دارالعلوم دیوبند زده کړي په وړيا  ډول حاصليږي او ترڅنګ يې د خوراک، چيښاک او اوسېدو ځايونه هم په وړيا ډول دي تر څو د دیني زده کړو مینه والو ته په دې لاره کي کوم خنډ پېښ نه سي. 

د دارالعلوم ديوبند مسلک :  د علمي نقطه نظره دغه جماعت د اهل سنت والجماعت د جملې څخه دئ، چي اساس يې پر قران کريم، احاديثو، اجماع او قياس باندي بنا سوى دئ. او ټول مسائل يې په اوله درجه د نقل و دريات او د سلفو الصالحینو د آثارپه دايره کي راګرځي. د ټولو صحابو رضي الله تعالی عنهم، تابعینو، فقهاوو، مجتهیدینو، ائمه محدیثینو او علماء راسیخینو رحمة الله علیهم اجمعين محبت، احترام او اتباع د دوئ د مسلک جوهر دئ او په فرعي او فقهي مسائلو کي د امام ابوحنيفهرحمة الله عليه د مذهب تقليد کوي. د نفس پاکي او د باطن اصلاح هم د دوئ په مسلک کي ضروري ده. د دیوبند علماء کرام د تنګ نظرۍ او د افراط او تفریط څخه په پوره توګه پاک دي او د علم د لوړوالي ترڅنګ په تواضع او عاجزۍ سره ښايسته سوي دي، نه د علم په وجه د تکبر او غروره ښکار کيږي او نه د نفس د ذلت او مسکيني په وجه ګرفتاره کيږي بلکي د دين په هر دايره کي اعتدال د دوئ د مسلک يو ستر امتياز دئ. دلته د محدث کېدو معني د فقيه سره جنګېدل او د  فقيه کېدو معنی محدث بېزاري، د نسبت احساني (تصوف) معني د متکلم سره دښمني يا د علم الکلام څخه تصوف بېزاري مراد نه ده، بلکي ددې مرکز تر مسلک لاندي يو فاضل په تدريج سره په يوه وخت کي محدث، فقيه، مفسر، مفتي، متکلم، صوفي (محسن) حکيم او مربي ثابت سوی دئ. په دې ديني مدرسه کي د شدت او تعصب هيڅ نښه نسته، د ديوبند علماء څلور مذهبه د اهل السنت والجماعت د ډلي څخه شمېري او يو ډول عقيدت او محبت ورسره ساتي. 

د ديوبند د علماووتصنيفي خدمات :  د دارالعلوم دیوبند په غېږه کي، چي کوم زړه وړونکي علماء تیار سول، هغو د ژوند په هره شعبه کي داسي ارزښنتناکه خدمتونه ترسره کړل، چي د هغه مثال په تیرو پیړیو کي د هیڅ  ادارې په تاریخ کي نه لیدل کیږي. د دیوبند علماء کرامو د کتاب ليکني يا تصنيف و تاليف په برخه کي چي کومه ستره کارنامه کړې، هغه نه يواځي د هند د نيمي وچي د مسلمانانولپاره بلکي د ټولي اسلامي نړۍ د مسلمانانو لپاره د فخر وړ علمي سرمايه ده. د وخت د کفر او نفاق هيڅ څېره د ديوبند د علماوو څخه پټه سوې نه ده، چي د هغو د ترتيد لپاره دي د دوئ کتابونه د مآخذ حيثيت اختيار کړئ نه وي.  د هغو د جملې څخه ډېر ضخيم ضخيم کتابونه هم سته چي ځیني کتابونه يې تر ۳۰ جلدو پوري رسېږي او کوچني کتابونه او رسالې هم سته، چي اکثره يې په عربي، فارسي او اردو ژبه ليکلي سوي دي خو د شهرت اواعتبار لکبله نورو ژبو ته هم ژباړل سوي دي چي الحمدلله نن ورځ په پښتو ژبه هم اکثره کتابونه ترلاسه کېدلاى سي. 

د قران کریم په ترجمه او تفسیر کي د شیخ الهندرحمة الله عليه ترجمه او حواشي (کابلى تفسير)، د حکیم الامت رحمة الله عليه بیان القران ، فوائد عثماني، احکام القران او معارف القران هغه کتابونه دي، چي د تفسیر څخه يې هیڅ طالب العلم مستغني کېدلای نه سي. او د حديثو د علم يې داسي خدمت کړي، چي د کارنامو څخه يې د تاريخ صفحې شاهدي ادا کوي دا صرف دعوه نه بلکي حقيقت دئ؛ د مصر د  مشهوري علمي رسالې المنارکتنپلاوى علامه سيد رشيد رضا ليکي: که زموږ د وروڼوهندوستاني علماوو توجو په اوس وخت کي د علم حديث طرف ته نه واى نو په ختيځو ممالکو کي به دا علم ختم سوى واى، ځکه چي په مصر، شام، عراق او حجاز کي د لسمي هجري پيړۍ څخه تر ١٤ پيړۍ پوري دغه علم د ضعف اخري حد ته رسيدلى وو. دغه ستر ديني مرکز د تاسيس د ورځي څخه بيا تر اوسه پوري د علم حديث ٢٥٠٠٠ علماء د اسلامي نړۍ مختلفو ملکونو ته استولي دي .په حدیثو کي فتح الملهم، فیض الباري، معارف السنن، اعلاء السنن، العرف شذي، ترجمان السنة او معارف الحدیث غوندي کارنامې د همدې دیني مدرسې د جلیل القدرعلماوو په لاسو لیکل سوي دي، چي ددې زمانې هغه عظیم علمي تصنیفونه دي، چي انشاء الله تر څو دنیا اباته وي د دیني علم د طلباوو او محقیقینو د پاره به رهنمايې کوي. په فقه کښي فتاوای رشیدیه، امدادالفتاوای، فتاوای دارالعلوم دیوبند، امداد الاحکام، کفایت المفتي،بهشتي زېور او جواهر الفقه هم ديادوني وړدي. په تصوف کي که چیري د حکیم الامت رحمة الله عليه التکشف، تربیت السالک، تعلیم الدین او د هغه مواعظ او ملفوظات نه وي نو د اوس وخت د انسانانو لپاره به تصوف داسي یو مشکله موضوع سي، چي د هغه حل به ناممکنه وي. همدارنګه په عقايدو او کلام کښي د حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله عليه حجة الاسلام، تقرير دل پذير، د حکيم الامت الانتباهات المفيد، اشرف الجواب، سائنس او اسلام او د حضرت مولانا محمد ادريس کاندهلوي رحمة الله عليه علم الکلام که چيري د نظره وغورځول سي نو د موجوده زمانې په نظرياتي ګمراهيو باندي پوهېدل به مشکل سي. دا صرف د مثال په توګه ذکر وسول، چي د ځانګړي افاديت لپاره دي؛ علاوه پر دې د تيري پيړۍ څخه بيا تر نن ورځي پوري چي د مسلمانانو د ديني ضرورت کومه مسئله رامنځته سوې ده پر هغو باندي د دارالعلوم ديوبند فضلاوو چي کوم ارزښتناکه کتابونه ليکلي دي د هغو څخه پوره کتابتون جوړېدلاى سي. د شام يو جليل القدر عالم علامه شيخ ابوالفتاح اوبوغده رحمة الله علیه د ديوبند د علماوو په اړه داسي فرمایلي: د علم او فتوا د ستري ادارې د علماء کرامو څخه دا درخواست کوم، چي خپل بې بها علمي فیوضات او تحقیقات دي عربي ژبي ته و ژباړي، دا د دې لپاره چي کله یو شخص د هندوستان د علماء کرامو کوم تصنیف وايي نو هغه ته به هغه منفردانه تحقیق په لاس  ورسي چي دلوړ علم او ژوري مطالعې ترڅنګ په تقواى او روحانيت په زور لیکل سوی دئ. 

د مشهورو تصنیفو شمېر:  د قران کريم مشهور تفاسير، ترجمې، حاشيې، قران پېژندنه او د قران کريم په اړوند د نورو تحقیقي تالیفاتو شمېر يې تقريباً ٨١ ته رسيږي. د علم حديث د تخريج، شرحو، حاشيو، ترجمو، حديث پېژندني او نورو مشهورو څېړنيزو تاليفاتو شمېر يې ٩٥ ته رسيږي.    

د فقهي مسائلو مشهور تصنيفات، تالیفات، فتاواوي، ژباړي، شرحي، حاشې او نورو اړوند څيړنيزو کتابونو شمېر يې ۹۳ ته رسیږي. همدارنګه د عقايدو او کلام ۱۱، د احسان او تصوف ۱۵، د ژبي ادب او لغات ۲۷، د تاریخ او سیرت ۶۸، د رد قایدیانیت ۳۴، د رد شعیت ۱۰، د رد عیسائیت ۸، د رد بدعت ۳۶ تالیفات لري.  دلته په لنډه توګه صرف د یو څو علومو د کتابو یادونه وسوه که نه نو د یوې اندازې له مخي د دیوبند د علماووکرامو د ټولو کتابونو تقریبي تعداد ۱۲۰۰۰ ته رسېږي. دارالعلوم ديوبند چي د کتاب ليکني په ميدان کي کومه کارنامه کړېده هغه يوازي د يوه بزرګ عالم حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه د کتابو څخه ښه معلوميږي، چي د کتابو شمېريې تر ١٠٠٠ زرو هم زيات دئ. په هندوستان، پاکستان او بنګله دېش کي د ۶۰ په شاوخوا کي مطبعې سته، چي د دیوبند د علماوو کتابونه چاپوي، چي د هغو احاطه کول مشکل کاردئ.

 د ځينو کتابو شهرت دې کچي ته رسېدلی دی، چي په یوه وخت کي د څو مطبعو لخوا چاپېږي لکه بهشتي زېور او تعليم الاسلام چي د مسلمانانو ډېر لږ کورونه به داسي وي، چي دا کتابونه پکښي نه وي. د ديوبند د تاريخچې په حواله دا صرف هغه اندازه ده، چي دوى ته معلومه ده که نه نو د ١٣٨ کلونو په اوږدو کي، چي د ديوبند په زرګونو علماوو د نړى ګوټ ګوټ ته کوچ کړئ د هغو د ټولو خدماتو دقيق معلومات کول ناممکن کار دئ. 

 
د دارالعلوم ديوبند د مدرسې جوړښت  : داچي دارالعلوم دیوبند یو ستره جامعه ده نوځکه پر ۲۷ شعبو وېشل سوېده، چي هره شعبه د یوې مستقلي ادارې حیثیت لري او د خپل ناظم لخوا اداره کیږي. د دغو شعبو د جملې څخه لاندي شعبې د یادوني وړ دي لکه دارالافتاء، کمپیوټر، د دارالعلوم میاشتنۍ مجله(مجلة الداعي) شیخ الهند اکاډیمي، نشرواشاعت، د تبلیغ، کتابتون، دارالاقامه، عظمت روغتون، دارالصنایع، دارالعلوم مطبعه او داسي نور چي د ځینو شعبو لنډ تفصیل به په لاندي کرښو کي تشریح کړو:

دارالافتاء: چي د مهمو شعبو څخه شمېرل کیږي او د نړی د مختلفو ملکو څخه مسلمانانو ته پر مختلفو ديني مسائلو فتواوي ورکول کیږي، چي د ۱۳۲۹ هـ څخه تر ۱۴۱۹ هـ پوري یې تر(۷۰۰،۰۰۰) زیاتي فتواوي ورکړي دي خو اوس د کاله تقریباً ۲۵۰۰۰ فتواوي پکښي جاري کیږي او د خوښي وړ خبر خو لا داده، چي اوس مسلمانان کولای سي هر چيري چي وي د انټرنیټ د لاري د دیوبند څخه فتواى و اخلي. د دیوبند د دارالافتاء رسمي ویب پاڼه: www.darulifta-deoband.org

 کتابتون: یو ډېر ستر قدیمي کتابتون لري، چي د کتابو شمېر يې (۱۵۰،۰۰۰) ته رسیږي. دا کتابونه ځینو مسلمانانو ورته خریداري کړي، ځیني کتابونه د کتاب خانو لخوا ورکول سي خو ځیني کتابونه د علمي کورنیو او د اسلامي نړۍ امیرانو ورته ډالۍ کړي دي. دا ستره کتابخانه د کمیت او کیفیت په لحاظ د هند یوه ستره علمي کتابخانه شمېرل کیږی چي علماء کرام او پوهان د تحقیق او څېړني لپاره ښه استفاده ځني کولای سي.  

میاشتنۍ مجلې: د دارالعلوم دیوبند څخه ۳ مجلې د چاپه راوځي، چي یوه يې الداعي په عربي ژبه او پاته دوې په اردو ژبه د ماهنامه دارالعلوم او آئینه دارلعلوم په نامه یادیږي.  

دارالعلوم دیوبند ویب پاڼه: یوه ډېر په زړه پوري هراړخیزه معلوماتي ویب پاڼه ده، چي د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه مسلمانان استفاده ځني کوي. په دې ویب پاڼه کي د دارالعلوم دیوبند مدرسې اړوند مفصل معلومات، مجلې، مختلف کتابونه، مختلف مضامین، عصري مسائل، د دیوبند اړوند خبرتیاوي او فتواوي پر لیکه سوي دي. او د همدغي ویب پاڼي د لاري مسلمانان کولای سي، چي مالي مرسته ورسره وکړي. د دیوبند رسمي ویب پاڼه: www.darululoom-deoband.com
 
 

ځیني مهمي څانګي:

 

 
د هري څانګي لنډ تعرف د دوی په ویب پاڼه کي کتلای سی.
 
 

د دارالعلوم دیوبند ځیني خدمات:

 

 
د د ارالعلوم دیوبند او د هغو د علماو سره د نړۍ د علماوو لیدنه: دا چي دارالعلوم دیوبند یوه پېژندل سوې نړۍ واله اسلامي اداره ده او د تیري یوې نیمي پېړۍ څخه يې د اسلام نه هیرېدونکی خدمت کړی دی نو ځکه وخت په وخت د نړۍ مشهور معاصرو علماوو ددې د لیدني لپاره د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه سفرونه کړي دي او ددې ادارې څخه يې لیدنه کړې ده چي د هغو جملې څخه لاندي علماء د یادوني وړ دي:

۱: شیخ عبدالرحمن السدیس صاحب- د مکې معظمې د مسجدالحرام امام
۲: شیخ سعود بن ابراهیم الشوریم صاحب- د مکې معظمې د مسجدالحرام امام او مکې معظمې د ستري محکمې مخکنی قاضي
۳: شیخ محدث علامه عبدالفتاح ابوغده رحمة الله علیه، د نړۍ مشهور معاصر عالم او په ریاض کي د امام محمد بن سعود په پوهنتون او په معاهد العالي للقضاء کي استاذ.
۴: دوکتور شیخ محمد احمد الخضیري صاحب د حرم نبوي د مدرسې مدیر او شیخ الحدیث
۵: شیخ دوکتور عبدالمجید صاحب د حرم نبوي د مدرسې مفسر القران
۶: شیخ دوکتور عبدالله صاحب د حرم نبوي د مدرسې استاذ
۷: دوکتور شیخ عایض القرني صاحب، د عربي نړۍ مشهور لیکوال
۸: علامه دوکتور محمد عوامه صاحب، د عربي نړۍ مشهور عالم او داسي نور...
ددې ترڅنګ د اسلامي نړۍ مختلفو پاچاهانو هم ددې مدرسې څخه لیدنه کړې ده او د دوی د خدمتونو ستاینه يې کړې ده. (وګوری تاریخ دارالعلوم دیوبند).

همدارنګه د نړۍ مشهورو معاصرو علماء کرامو د دیوبند د علماوو پر خدمتونو باندي تقریظونه لیکلي دي چي د دوی د حدیثو په شروحاتو کي لیدل کیږي او ددې خدمتونو يې ډېر ستاینه کړې ده.

د دیوبند د علماوو ځیني تحقیقي او علمي تصنیفاتو د نړۍ د علماوو خاصه توجه راجلب کړې ده (او ځینو خو لا دا تصنفات د پېړۍ او عصر تصنفات بللي دي)، هغه په لاندي ډول دي:

۱:
فیض الباري شرح صحیح البخاري: د امام العصر محدث علامه محمد انور شاه کشمیري رحمة الله علیه د بخاري شریف تقریر دی چي دده یوه ممتاز شاګرد ترتیب کړی دی.

۲: فتح الملهم شرح صحیح امام مسلم: تقریباً په ۱۵ جلدونو کي د شیخ علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه (د کابلي تفسیر مؤلف) د مسلم شریف شرحه ده چي تکمله يې شیخ الاسلام علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب لیکلې ده او د اوس عصر تر ټولو اعلی شرح بلل سوې ده.

۳: معارف السنن شرح جامع الترمذي: په ۶ جلدونو کي د محدث علامه محمد یوسف بنوري رحمة الله علیه د ترمذي شریف شرح ده (چي په وروستیو کي ددې شرحي پاته جلدونه هم تکمیل سوه).

۴: بذل المجهود في حل أبي داود: تقریباً په ۲۰ جلدونو کي د محدث علامه خلیل احمد سهارنپوري رحمة الله علیه د ابوداود شریف تر ټولو جامع شرحه ده.

۵: اوجزالمسالک الی موطا امام مالک: تقریباً په ۲۰ جلدونو کي د امام مالک رحمة الله علیه  د مشهور کتاب موطا شرحه ده چي مشهور حنفي عالم شیخ الحدیث علامه محمد زکریا کاندهلوي رحمة الله علیه لیکلې ده او ویل کیږي چي مالکي مذهبه علماء یې ډېر متاثره کړي دي.

۶: أعلاء السنن: تقریباً په ۲۰ جلدونو کي د محدث علامه ظفر احمد عثاني رحمة الله علیه حیرانونکی کتاب دی چي د حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه په مشوره لیکل سوی دی، ټول حنفي مذهب يې په نبوي احادیثو او آثارو ثابت کړی دی او د نړۍ علماوو دا د حنفی مذهب یو منفردانه تصنف بللی دی. او د دوی ټول دا ډول کتابونه د حنفي مذهب ستره علمي ذخیره ده.
(کولای سی ځيني شرحي د تعلیم الاسلام ویب پاڼې د کتابتون څخه کښته کړی.)
 
شیخ دوکتور عبدالمجید سلیمان صاحب د مدیني منورې د حرم نبوي د مدرسې استاذ د دارالعلوم دیوبند مدرسې د لیدني پر وخت ددې ستر دیني پوهنتون په مدح کي یو ښایسته شعر هم ولوستی چي په لاندي ډول دی:
 
 
د علامه اقبال لاهوري څخه یو چا پوښتنه وکړه چي ایا دیوبندي کومه ډله ده؟ هغه ورته وویل: یا
 
(هر معقول پسند دیندار کا نام دیوبندي هی)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، پنځمه ګڼه (د نوي زیاتونو سره)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

ددې مقالې نقلول د ماخذ په یادولو جواز لري.