تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا عمرې ته په تګ سره حج فرضیږي؟
 
  October 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۰۱)

نوم: ارمان 

د اوسېدو ځاى: (کابل افغانستان )

سوال : زه  غواړم چي دعمرې له پاره سعودي ته ولاړسم ، تراوسه مي حج لانه دى کړى  اوس مي پوښتنه داده چي که زه مړسم زماغاړي به بندي وي اویا؟  او که زه ونه توانیږم چي حج وکړم نوپه هغه صورت کي به بیاڅه کوم ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د حج په مياشتو کي يعني د شوال ، ذوالقعدې او ذوالحجې په اولو لسو (١٠) ورځوکي که څوک د حج کولو توان پيداکړي حج پر فرض کیږي ، که ناوسه کس  د حج په مياشتوکي عمرې ته ولاړ سي او هلته د حج تر ادايني پاته کېدلاى سواى او خرڅ يې هم درلودی، پر هغه حج فرضیږي . 

پر يوه کس چي حج فرض سي او ادايې نه کړي پر هغه د حج کولو وصيت لازمیږي . 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): و من وجب عليه الحج فلم يحج حتى افتقر تقرر الحج فى ذمته ولايسقط عنه بالفقر الطارى عليه . ( الفقه الحنفى فى ثوبه الجديد :ج،١:ص،٤٥٢) 

(٢) عن الباب و شرحه او الفقير اذا وصل الى ميقات فهو کالمکى فى انه ان قدرعلى المشى لزمه الحج ولاينوى النفل على زعم انه فقير... الخ   شامى: ج،٢:ص،٢٦٢ 

(۳): اگر حج کى دنوں مى آدمى مکه مکرمة پهنچ جائے اورحج تک وہاں ٹهيرنا ممکن بهى ہو تو حج فرض ہوجاتاہے اور اگر يه دونوں شرطيں نه پائیں توحج فرض نہىں ہوتا . ( آپ کى مسائل اور ان کاحل : ج،٥:ص،٢٤٢) 

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته