تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکر او عبرت
 
  November 3, 2013
  0

لیکنه: مولوي عبدالهادي حماد 

درنو لوستونکو!مؤمنان ټول عمر دخپلو اعمالو په اړه دځان سره حساب کوي او تل دالله جل جلاله  په دربار کي ددوزخ څخه پناه غواړي. په داسي صورت کي چي څوک  ددوزخ پر سختو احوالو د صحت عقيده ولري ايا دغه کس به ددنيا په لذتونو  او خوندونو  باندي اخته سي؟ او يا به ددې فاني دنيا په کسب ، چوکۍ او  منزلت باندي اخته سي؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دوزخ ددنيا په خوندونو او لذتونو باندي پټ دئ ، جنت په تکليفونو او زحمتونو باندي پټ دئ.

څوک چي ددنيا په خوندونو باندي مشغول  وي په حقيقت کي دغه سړى په داسي کارونو باندي اخته دئ چي تر شا يې دوزخ پټ دئ او څوک چي ددين لپاره تکليفونه پر ځان تېروي او دالله جل جلاله  درضا لپاره  ټولي نېکي کړني  ترسره کوي نوموړى کس په داسي  کارونو باندي اخته چي ددغه کارونو تر شا جنت پټ دئ.
 
دهغه کسانو پر حال باندي افسوس دئ چي ددوزخ په حالاتو باندي خبر نه وي او ددنيا دتکليفونو په وجه ځان خپله وژني په دې فکر چي دتکليفونو څخه ځان خلاص کړي حال داچي په اخرت کي چي کوم تکليفونه سته ددنيا تکليفونه ورته هيڅ دي.

څوک چي په دنيا کي دتکليفونو له وجهي تر پوزي رسېدلى وي نو په بې عقلۍسره وايي: ايا دالله جل جلاله  په وړاندي زما لپاره په دوزخ کي ځاى نسته؟!

حقيقت دادئ که څوک داخرت په عذابونو باندي خبر سي او ددوزخ پر مارانو ، لړمانو ، خوراکونو ، جامو او ډول ، ډول عذابونو باندي دچا علم راسي نو هيڅکله به ددې فاني دنيا په خوندونو پسي ولاړ نسي ، نه به په ښاري عضويت پسي وځغلي ، نه به دپارلمان غړيتوب وغواړي، نه به ښايستى ودانۍ په جوړولو بوخت سي او نه به ددنيا تکليفونه پر تکليفونو باندي وبولي ، بلکي داخرت په کارونو باندي به اخته وي او ددنيا تکليفونه به په خوند ، خوند باندي تيروي هيڅ پروا به يې نه کوي او نه به دغه کس دلويو ګناهونو په کولو کي جرئت وکړي بلکي په کلکه به پرهيز ځني کوي او دتقوا لپاره به يې ليڅي رانغښتي وي.
 

-که څوک ددوزخ دلوږي څخه خبر سي ايا دغه کس به روژه پريږدي؟
 
-که څوک ددوزخ دسختو تکليفونو او نااراميو څخه خبر سي ايا دغه کس به ددې فاني دنيا دلږ ارام او خوب په وجه لمونځ قضا کړي؟
 
-که څوک ددوزخ دمارانو او لړمانو دسختو چيچلو څخه خبر سي ايا دغه کس به خپله ږيره په دې خاطر وخروي چي زما ږيره بخار کوي زه ځني په عذاب يم؟
 
څوک- چي دجب الحزن په عذاب خبر سي  ايا دغه  کس به  دريا لپاره  عبادت وکړي؟
 
-څوک چي دتصوير په عذاب باندي خبر سي ايا بيا به دتصوير په جوړولو باندي جرئت وکړي؟
 
-که څوک په دې خبر سي چي په دوزخ کي شراب څيښونکو ته ددوزخيانو دزخمونو ژړي او به او زوي ورکول کيږي ايا بيا به شراب څيښلو ته ورنژدي سي؟ هيڅکله نه ، هيڅکله نه.

حقيقت دادئ چي ددوزخ او جنت حالات يوازي پر ژبو باندي حصر سوي دي ديقين درجې ته نه دي رسيدلي ځکه که ديقين درجې ته ورسيږي کبيره ګناه خو پرځاى پرېږده صغيره ګناه ته به لاهم سترګي نه ور واړوي.

حضرت علي رضي الله عنه  فرمايي: که دوزخ او جنت زما مخ ته کښېښودل سي زما يقين به پر دوزخ او جنت باندي نور زيات نه سي.

يعني زما پر جنت او دوزخ باندي په غيبو سره دومره ټينګ يقين دئ چي که يې په سترګو ووينم لا به مي تردغه يقين نور يقين زيات نه سي.

کوم کسان چي ددوزخ پر حالاتو باندي علم لري هغه هيڅکله په دې دنيا کي نه خاندي او نه خوشالي کوي ، ګناه کول  خو لاڅه کوي؟

په الترغيب والترهيب کي راغلي دي چي يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  دجبرائيل علیه السلام  څخه پوښتنه وکړه چي دا څه وجه ده چي تراوسه ما ميکائيل علیه السلام  نه دئ ليدلي چي خندلي دي يې وي؟ جبرائيل علیه السلام  په جواب کي وفرمايل : دکومي ورځي څخه چي دوزخ جوړ سوى دئ ميکائيل علیه السلام  نه دي خندلي.

دمسلم په يوه روايت کي راغلي دي چي يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: که تاسو هغه منظره ووينئ چي ما ليدلې ده نو ډېر کم به وخاندئ او ډېر به ژاړئ. اصحابانو رضي الله عنهم  پوښتنه وکړه چي تاڅه شي  ليدلي دي ؟ يارسول ا لله صلی الله علیه وسلم ! رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: ما جنت او دوزخ ليدلي دي.( ترغيب)

ابوسعيد رضي الله عنه  فرمايي: يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  دباندي تشريف راوړئ خلګو په قهقه خندا سره خندل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: که تاسو دهغه  شيانو يادونه وکړئ چي ددنيا لذتونه هيروي نو بيا به هيڅکله زه تاسو  په داسي حالت کي نه ووينم.( مشکوة)

خلاصه دا چي هوښيار سړى هغه کس دئ چي داخرت دژوند په فکر کي سي او داخرت دژوندون لپاره کارونه وکړي ، دمال ، عزت ، چوکۍ او دڅو ورځو دمنصب لپاره کوشش نه وکړي څو دآخرت په عذاب اخته نه سي او که داخرت په عذاب اخته سو بېله پښېمانۍ بل هيڅ شي ده ته ګټه نه کوي فقط دومره به وايي: 

يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ ﴿ ٢٧ ﴾ مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ ﴿٢٨﴾ هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ ﴿٢٩﴾   (سورة حاقة الايات ٢٧ الي ٢٩)
ژباړه : کاشکي مرګ زما خلاصونکى واى زما مال ماته فايده نه وکړه اوزما واکمني  له منځه ولاړه.

دجنت غوندي ارام ځاى دطلب څخه بې پروايي او ددوزخ غوندي دسختو عذابونو دنجات څخه بې پروايي يوازي دبې عقلانو کار دئ په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
څو چي مو توان وي  دجنت غوښتنه کوئ او څو چي مو توان وي ددوزخ څخه نجات غواړئ ځکه څوک چي جنت غواړي او  ددوزخ څخه نجات غواړي هغه هيڅکله په دې فاني دنيا کي په ارامۍ سره خوب نه کوي.( الترغيب والترهيب)
 
حضرت يحيي بن معاذ رضي الله عنه  فرمايي: که څوک فقط دومره ددوزخ څخه وبيريږي لکه دمسکنت څخه چي بيريږي سيده به جنت ته ولاړ سي.

حضرت  محمد بن منکدر رحمة الله علیه  چي به کله ژړل نو خپله  خوله اوږيره به يې په اوښکو لندول او دليل به يې دا وايه چي ما ته دا روايت رسېدلى دئ چي څوک  دالله جل جلاله  دويري څخه اوښکي  توى کړي دغه اوښکي چي هرځاى ته ورسيږي هغه ځاى ددوزخ اور نه سي سوځلاى.

يو انصاري يوه شپه دتهجد لمانځه لپاره راپورته سو ډېر يې وژړل او وې ويل : ددوزخ داور دويري له وجهي الله جل جلاله  ته فرياد کوم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه انصاري وليدئ او ورته وې فرمايل: تا نن ملايکي په ژړا راوستلې.

يوه ورځ زين  العابدين رحمة الله علیه  پر  لمانځه باندي ولاړ وو خوني اور واخيستى دى مبارک ځني بې پروا سو، کله چي دلمانځه څخه فارغه سو خلګو پوښتنه ځني وکړه چي په دغه اور بلېدو باندي خبر نه سوې؟ ده په جواب  کي ورته وويل: داخرت اور زه ددنيا داور څخه غافله کړى وم.

ديوه بزرګ په اړه قصه راغلې ده چي دشپې پر بستره پرېوتى هر څومره کوشش چي يې وکړئ خوب نه ورتلئ ولاړ سو پر لمانځه باندي ودرېدئ او الله جل جلاله  ته يې عرض وکړ: اې الله جل جلاله ! تاته معلومه ده چي دجهنم داور دويري له وجهي زما څخه خوب الوتى دئ. بيا دغه بزرګ تر سهاره پوري په لمانځه باندي بوخت سو.

حضرت ابويزيد ټول عمر ژړل يو چا پوښتنه ځني وکړه چي ته ولي دومره ډېر ژاړي؟ ده په جواب کي ورته وويل: که الله جل جلاله  داسي وعده کړي واى چي هرڅوک ګناه وکړي نو زه به هغه کس دتل لپاره په حمام کي بندي کوم لا به هم زما اوښکي نه واى  درېدلى داچي دګناه کولو په وجه ددوزخ داور وعده الله جل جلاله  کړې ده داسي اور چي درې زره کاله ګرم سوى دئ اوس به زما اوښکي څنګه ودريږي؟

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، اتمه ګڼه

 

سرته