تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د صلات التسبیح په اړه معلومات
 
  May 27, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۵۸)

نوم: عزت الله پوپل

سوال :  د صلات التسبیح لمونځ په باره کي معلومات غواړم( حکم او طریقه ئې)؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

صلوة التسبیح مستحب دی، څلور رکعته دی په هر رکعت کي الحمد الله او سورة او ۷۵ واره سبحان الله والحمد لله و  لا اله الا الله  والله اکبر ویل کیږي، د الحمد الله څخه مخکي پنځلس(۱۵)  ځله ویل کیږي، او تر قرائت وروسته  او په رکوع کي، په قومه کي، په د وو سجدو او  په جلس کي  بیا ۱۰ واره ویل کیږي، چي جمله ئې ۳۰۰ واره ویل کیږي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): صلاة التسبيح: وفضلها عظيم، وفيها ثواب لا يتناهى... وهي أربع ركعات يقرأ في كل ركعة فاتحة الكتاب، وسورة، بتسليمة أو تسليمتين...الخ، الفقه الاسلامي: ج۲، ص۴۹، المندوب اوالسنن غیر المؤکد.
(۲): فتاوی الهندیة: ج۱، ص۱۱۲، التاسع فی النوافل.
(۳):والطعن في ندبها بأن فيها تغييرا لنظم الصلاة إنما يأتي على ضعف حديثها فإذا ارتقى إلى درجة الحسن أثبتها. الشامي: ج۱، ص۵۰۸، مطلب فی صلوة التسبیح.


جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسیني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
------------------------
د صلات التسبیح په اړه نور معلومات: لږ تکليف لويه ګټه - صلاة تسبیح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته