تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: مېرمن نه قبلول، طلاق ورکول او نفقه
 
  December 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۸۹)

نوم: حمید پوپل

د اوسېدو ځاى: (کابل )

سوال : یوه ښځه د کور په نامه د مېړه له کوره ځکه راوستل سوه چي هلته  د ښځي لخوا پر مېړه د بداخلقیو تور پوري سوی وو، بیا چي د مېړه لخوا هڅه کیده خپله میرمن د خسر له کوره بوزي هغوی په لاس نه ورکول وروسته خبره دې نتیجې ته ورسېده چي هلک بله کوزده په دې شرط کوي چي مخکینۍ هغې ته به طلاق ورکوي، هلک ورته امادګي ښيي او د شاهدانو په مخ کي خط لیکي چي مخکینی ښځه مي ماشوم لري کله چي ماشوم پیداسو بس له همدې پیدایښت سره مخکینۍ هغه پر ما طلاقه ده.کله  چي ماشوم د پلار په کور کي پیداسو نو هغه ماشوم د هلک د خسرګنۍ لخوا د هلک کورته راوړل سو.اوس د هلک خسر ګنۍ وايي چي یایې  مېرمن  که او یایې هم طلاقه کړه ( یعني د هلک خسر ګنۍ نه په نوې کوزده او نه هم په لیکلي طلاق خبر دي ) خو هلک بیا وایې چي نه یې طلاقوم او نه یې هم مېرمن کوم  او که یې طلاقوم نو زما مصارف به راکول کیږي،  نو اوس پوښتنه داده چي دا طلاق رجعي دی او که باین؟۲. ایا پر لیکلي طلاق چي دمیړه لخوا واقع سوی دی مېړه حق لري چي خپل مصارف واخلي؟۳. او یا هم دی بیرته دا خپلي ښځي ته ورګرځیدلاى سي او که یا؟ هیره دي نه وي چي د ماشوم د پیداکیدو پر مهال د هلک د خسر ګنۍ لخوا 50000 افغانۍ مصرف سوی دي دغه  مصرف به څوک پرې کوي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په دې سره رجعي طلاق واقع دى(١). که په عده کي يې رجوع ونه کړل بيا بائن طلاق واقع سو(٢)، نو د دواړو په رضايت سره نوي نکاح کيږي، په واقع سوي طلاق مصرف نه اخيستل کيږي د کوچني نفقه، جامه او دوا پر پلار ده او اضافه مصرف که سوی وي هغه پر پلار نه دى هغه بيا د خسرګنۍ تبرع او احسان دى.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  فالصريح قوله أنت طالق ومطلقة وطلقتك فهذا يقع به الطلاق الرجعي لأن هذه الألفاظ تستعمل في الطلاق ولا تستعمل في غيره. الهدایه: ج۲، ص۵۲. 
(۲): ولا بد من قيام العدة لأن الرجعة استدامة الملك. الهدایه: ج۲، ص۸۹.
(۳): ونفقة الأولاد الصغار على الأب لا يشاركه فيها أحد...الخ، وَيَشْتَرِي لِلصَّغِيرِ خَادِمًا إنْ كَانَ يَحْتَاجُ إلَى الْخَادِمِ ؛ لِأَنَّهُ مِنْ جُمْلَةِ مَصَالِحِهِ ، وَكَذَا كُلُّ مَا كَانَ مِنْ الْمَصَالِحِ. الفتاوي الهنديه: ج١، الفصل الرابع في نفقه الاولاد.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته