تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وسوسه: ولي ځیني خلګ شتمن ځیني غریب دي؟
  تعلیم الاسلام
  September 29, 2015
  0
ژباړن : نثار احمد صمد
 
دا د یو چا سوال دی او یو تکړه عالم یې ځواب ورکوي چي د موضوع د اهمیت له مخي محترم نثار احمد صمد صاحب ژباړلی دی، هیله ده چي په ښه غور ورته متوجه سو:
 
پوښتنه : د څه مودې راهیسي زما په زړه کي يوه شيطاني وسوسه رالوېدلې ده . هغه دا چي د الله تعالی پر عدالت او انصاف باندي مي يو څه شک راغلي دی . څو څو واره مي د خپل زړه څخه پوښتلي دي چي الله تعالی ولي ځيني خلک خورا ډير شتمن کړي دي خو ځيني يې بيا خورا غريب او مسکين کړي دي . آيا دا به ښه نه وو که ټول برابر وای ؟ د همدې شیطاني وسواس له امله لمونځونه راڅخه پاته دي . نو لطفأ د دغو وسوسو څخه د خلاصون لارښوونه راته وکړﺉ.
 
ځواب : پر هر مؤمن باندي داسي حالت راځي چي شيطان يې غولوي او لمسوي او په وسوسو کي يې راګيروي . نو د چا ايمان چي ټينګ او پوخ وي ژر د دغسي وسوسو څخه ځانته خلاصون ورکولاي سي .تا چي د کومو وسوسو ذکر کړي دي ، هغه اصلأ پر دوو لويو غلط فهميو ولاړي دي :
 
اول ـ لومړنۍ غلطي دا ده چي تا دنيوي مال او دولت هر څه بللی دی . ستا خیال دا دی چي مال او دولت تر بل هر څه لوي نعمت دي . خو باید متوجه اوسې چي د انسان په ژوندانه کي يوازي شتمني هر څه نه ده . وګوره ، څومره شتمن او بډای انسانان سته چي ډول ډول ناروغیو راګیر کړي دي . هغوی په خپلو پیسو روغتیا نسي رانیولای . ځیني بیا د دنیا او دولت د لرلو سره سره د ذهانت له نعمته محروم دي ، یا دا چي په اولاد غوندي نعمت پسي مړه دي . ځيني یې بیا اولاد لري خو معیوب او نیمګړي وي . څومره ډیر شتمن کسان وجود لري چي غواړي د بيوزلو غوندي په ماړه نس هر څه وخوري مګر په خپل ټول ثروت سره دغسي لوږه نسي رفع کولای او تل وږي وي . ځيني یې بیا د چاغېدو له بیري هر څه نسي خوړلای . که یې باالفرض په مړه ګېډه هم وخوري ، نو څومره به وخوري ؟ آیا هغوی په خپله خېټه کي مځکه او آسمان ځایولای سي ؟ آیا هغوی خپل دومره ثروت د ځانو سره قبر ته وړلای سي ؟ دا لا څه ، بل مشکل یې دا دی چي څومره ډیر دولت او ثروت ولري هغومره به په قیامت کي حساب کتاب هم ورکوي . په حدیث شریف کي راغلي چي د قیامت په ورځ به انسان له خپله ځایه و نه خوځي څو چي څلور پوښتني ورڅخه ونسي : په هغه کي به يوه پوښتنه دا وي چي کوم دولت چي تا ته درکول سوي و ، څنګه دې په لاس دروړی و او څنګه دي مصرف کړي دی .نو معلومه سوه چي مال او دولت هر څه نه دی . له دې نه پرته په دنیا کي نور داسي بې شميره نعمتونه سته چي تر هغه هم ګران او ارزښتمن دي . ته خپل ځانته ښه متوجه سه چي د لیدلو هغه قوت چي درکول سوی دی ، آیا هغه په یو لک یا دوو لکو ( ۱۰۰۰۰۰ ـ ۲۰۰۰۰۰ ) روپیو یا ډالرو خرڅوې ؟ دا چي د اورېدلو قوت درکول سوی دی ، په سرو او سپینو زرو یې پلورې ؟ مطلب دا چي لاس ، غوږ ، پزه ، پښه  او نور ټول غړې د الله تعالی هغه نعمتونه دي چي عوض یې سره او سپین زر نسي کېدای . الله تعالی فرمايي « که د الله نعمتونه وشمیرې نه یې سې کولای » ( ابراهیم ـ ۳۴ ) .
 
 
هر څه د مادیت له مخي لیدل د انسان خورا ستره غلطي ده .
 
دوهم ـ بله غلط فهمي دا ده چي تا داسي فکر کړی دی چي د الله تعالی عدالت او انصاف به دا وای چي ټول انسانان یې د مال او دولت له مخي برابر پیدا کړي وای . په خدای قسم چي په برابري کي هيڅ حکمت نسته . حکمت خو په دې کي دی چي ټول برابر نه دي تر څو انسانان امتحان سي او دا معلومه سي چي څوک شکر باسي او څوک هم ناشکره دي ، څوک د مصیبت پر مهال صبر کوي او څوک هم صبر خوشي کوي .الله چي دا مځکه او اسمان پیدا کړي دي ، موږ انسانان یې پیدا کړي یو ، آیا دا هر څه یې بې مقصده خلق کړي دي ؟ آیا موږ یې صرف د دې لپاره جوړ کړي یو چي یوازي یې وخورو او ویې څښو او بیا مړه سو ؟ که یې ټول سره برابر کولای نو  الله تعالی خو دا هم کولای سو چي انسان یې بېله نس او ګیډې څخه پیدا کړي وای . نه به د لباس اړتیا وای او نه هم د اوسېدو لپاره کور ته ضرورت وو . په دې صورت کي به د شتمن او غریب جګړه هم نه وای . مګر یا ؛ د حکمت او مصلحت تقاضا دا ده چي د انسان سره د هغه انساني اړتیاوی هم پیدا کړه سي ، او د ازمویني په خاطر په انسانانو کي توپیر هم شتون ولري . که څوک احسان او ښېګڼه کونکی وي نو بل څوک بیا باید داسي وي چي همدغه احسان او نیکي ورسره وسي . که څوک صابر وي  نو یو بل څوک باید داسي وي چی هغه ته په کتو سره دﺉ هم صبر غوره کړي . نو که ټول یو برابر وای په دې ژوندانه کي به هیڅ کیف او مزه نه وه . کومي منډي ترړي او کوښښ به هم نه وو . بلکي د ژوند ټول رونق به له منځه تي . د ورځي او روڼا د اهمیت او ګټې احساس خو د همدې لپاره دی چي تیاره او شپه یې هم ورسره پیدا کړې ده . که تیاره نه وای نو د روښنایي څه احساس به مو لرلي ؟ دا خبره هم د غور وړ ده چي موږ انسانان د خدای حکمت څنګه ټاکلی سو؟ یو ناروغ ټوله شپه له درده لټ پر لټ اوړي او غواړي چي له درده ډکه دغه شپه په څو دقیقو کي پای ته ورسیږي ، خو هلته بیا د واده په لومړۍ شپه ناوې او زوم غواړي چي دا شپه هیڅ ختمه نسي . نو اوس ته پخپله ووایه چي الله جل جلاله له دغو څخه د چا آرزو او تمنا پوره کړي ؟ په کوم عمل کي یې حکمت نغښتی دی ؟ پس حق خو دا دی چي الله تعالی دغه کاینات د یو نظام پر اساس پیدا کړی دی او هغه ذات په خپل حکمت ډیر ښه پوهیږي .
 
په دې ارتباط یوه قصه هم د یادولو وړ ده : په یو باغ کي پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چي ما ته خو په دې کي د خدای هیڅ حکمت نه ښکاري چي د خرما غوندي یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې په دومره غټه او درنه ونه کي پیدا کړې ده خو د خټکي غوندي درنه او غټه میوه یې بیا په یو داسي نازک او کمزوره جُړنګ کي پیدا کړې ده چي هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلري . پلار یې ورته وویل چي الله تعالی په هر څه کي خپل حکمت او مصلحت لري خو موږ او تاسي نه پوهیږو .څه ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندي بیده سول . څو شیبې وروسته یوه دانه خرما راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له  خوبه راویښ سو . پلار یې ورته وویل چي د خدای شکر پر ځای کړه چي په دې دومره غټه ونه کي یې خټکی نه دی پیدا کړی ، که نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! که څه هم دا یوه قصه ده ، خو فکر کونکو ته د عبرت یو درس پکښي موجود دي .
 
مؤمن بنده ته لازمه ده چي که په يو شي کي د الله حکمت او مصلحت ورمعلوم وي یا نه ، په هر حال کي باید هغه څه ووایي چي فرشتو ویلي دي : ژباړه « ته څومره عظمت لرونکی یې ، موږ خو دومره پوهه لرو څومره چي تا راعطا کړې ده » ( البقره ـ ۳۲ ) . 
 
یا باید داسي ووایي څنګه چي په قرآن کي درج دي : ژباړه « ربه ! دا هر څه دې ناحقه او بې مقصده نه دي پیدا کړي ؛ دا ستا د عظمت څخه لیري ده چي عبث کار وکړې . نو اې ربه ! موږ د دوږخ له اوره وژغوره » ( آل عمران ـ ۱۹۱ ) .
 
نو تا ته لازمه ده چي کومه شیطاني وسوسه چي په فکر کي درپیدا سوې ده ، ډیر ژر یې ایسته وغورځوه . خدای ته توبه وکړه ، خپل ایمان بیرته اعاده او پیاوړی کړه ، د لمونځونو کول پیل کړه ، او کله چي په ذهن کي کوم شک در پیدا سي بېله ځنډه علماوو ته مراجعه وکړه ، والسلام .
 

سرته