تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نارینه او ښځو اسلامي ویډیو نشرول
 
  December 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۰۸)

نوم: عبدالکبیر

د اوسېدو ځاى: (   کابل افغانستان       )

سوال : زه غواړم په انټرنیټ کي اسلامي سایټ ته اسلامي عکسونه او ویډیوګاني او  اوازونه پورته کړم چي په هغو کي هم نارینه او هم ښځينه سته ، او پکښي ښکاري او د اسلام زده کړه پکښي سته ایا دا جواز لري که یا؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ژوندي شیانو عکسونه او ویډیوګاني جوړول یا ئې نیټ ته پورته کول جواز نه لري، د اسلامي ښووني  د پاره ږغیږي خپروني کفایت کوي، یا د ږغ سره د کتاب متن او لیکنه پورته سي همدومره کفایت کوي. والله اعلم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  عَنْ نَافِعٍ أَنَّ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : إِنَّ الَّذِينَ يَصْنَعُونَ هَذِهِ الصُّوَرَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُقَالُ لَهُمْ أَحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ. صحیح البخاري: ج۲، ص۸۸۰، طبع قدیمي کتب خانه.

(۲): قال العلامة البدرالدین العیني رحمه الله في شرحه:
أصحابنا وغيرهم تصوير صورة الحيوان حرام أشد التحريم وهو من الكبائر وسواء صنعه لما يمتهن أو لغيره فحرام بكل حال ... وسواء کان فی بساط او ثوب او دینار او درهم او فلس او اناء او حائط و سواء فی هذا کله ماله ظل ومالا ظل له و. عمدة  القاري شرح البخاري: ج۱۱، ص۷۰، بیروت.


جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته