تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای په دارینو کي سعیده ای قاري د قران!
 
  December 26, 2013
  0

د ادارې له خوا

شاعر: قاري محمد نسیم نسیم

سرچینه: د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه

 

 

 ای په دارینو کي سعیده ای قاري د قران!

 ای د هـجاء په ملـغلرو کي راهـي د قـران!

ته څومره ښه یې وحي لولې په ترتیب د نزول
ستا په رګونو کي الفت او روښنايي د قران

ته چي نن مل يې ددې داسي ښه ملګري سره
سبا به تا ته درمعلومه سي دوستي د قران

څوک چي مشعل د قبر نه لري غریب دی هغه
د چا د زړه خونه چي ټوله وي خالي د قران


ای لارویه د دین لږ دي لاس راوغځوه!
ما ته هم وښیه تګ لاره او یاري د قران

نسیم کړیو د نفرت ستومانه کړی یمه
دا مي ارمان دی ګوندي زه سمه فوجي د قران
 
 
 
یادونه: که غواړی پورته شعر د تعلیم الاسلام راډيو د یوه همکار په ښایسته دیکلومه کي واوری نو دلته کلیک وکړی: ای په دارینو کي سعیده ای قاري د قران!
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته