څانګه: خاتم النبيين نيټه: October 12, 2014
       
د نبوي مرقد پر ضد توطیه
لیکوال: نثار احمد صمد، کاناډا
سرچینه: تعلیم الاسلام راډيو ویب پاڼه

 
درنو لوستونکو ، روانه میاشت ربیع الاول ده چی د رویاتو له مخی رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په همدې میاشت کي دنیا ته تشریف راوړی دی. نو په همدې مناسبت د پند او عبرت دغه قصه درته ډالۍ کوم ( ن . صمد )
 

 
د تاریخ کتابونه د یوې داسی حیرانونکي او زړه بوږنونکي پیښی یادونه کوی چی د بشر په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نلری . دا پیښه په ۵۵۷ هجری قمری کال کی رامنځته سوې ده . هغه مهال عباسی سلطنت خورا کمزوره او د ګډوډۍ په غیږ ورغلی و . نو ځینو عیسویانو د موقع څخه په استفاده یوه دسیسه طرح کړه . هغوی داسی پلان جوړ کړ چی د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  مبارک جسد به د خپل قبر څخه راباسي او خپلی سیمی ته به یې وړي تر څو په دې ډول د مسلمانانو روحیات او معنویات سخت خوږمن ، دردمن او زیانمن کړی . 
 

 
هغوی د دې شیطانی دسیسې د عملی کولو لپاره دوه کسان مؤظف کړل . هغوی ته یې ډیری پیسې او هر څه ورکړل . هغوی هم دواړو مراکشي جامې واغوستلې او په ظاهره یې داسی ښودل چی موږ د مغرب ( یعنی اندلس ) زایرین او مسافرین یو او راغلي یو چی حج او د سپیڅلو اماکنو څخه لیدنه وکړو .
 

 
هغوی دواړه مدینې ته ورسیدل او هلته یې نبوي مسجد ته نږدې د قبلې خوا ته یو ښه غټ کور کرایه کړ . د دې لپاره چی هغوی ځانونه د محیط سره ښه تطبیق کړي وی ، نو په غولونکې توګه به یې د عبادت اېکټونه ( یعنی ظاهری اعمال ) کول . هغوی کوښښ کاوه چی ځانونه ډیر په خلکو ووینی تر څو خلک ګومان وکړی چی دوی ډیر ښه متقی او عابد مسلمانان دي او باور په وکړی . خو په باطن کی هغوی یوه ډیره خبیثه دنده لرله او هغه دا چی د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د مبارک جسد وړل يې هدف و .
 

 
دغو دوو کسانو پسله څه مودې خپل شوم او کثیف پلان راپیل کړ .  هغوی د خپل کرایه کړي کور څخه په پټه د یو تونل کیندل شروع کړه . دغه کیندلو ته یې هره ورځ دوام ورکاوه او هدف یې دا و چی باالاخره د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  مبارک قبر ته ورسیږی .
 

 
هغوی دواړو به هره ورځ تونل لږ لږ کیندﺉ او خاوره به یې  په چرمي کڅوړو کی اچول . وروسته به یې په ډیر احتیاط سره د خاورو کڅوړي په نږدې څاه کی اچولې یا به یې د ځانو سره د مدینې لویی هدیری ( البقیع ) ته ورسره وړلې او کوښښ به یې کاوه چی څوک یې کشف نکړی . هغوی به د خاورو دغه کڅوړي تر خپلو اوږدو کمیسونو ( یعنی عباګانو یا چپنو غوندی ارت جامو ) لاندی نیولي وې . هغوی به  ظاهرأ د خلکو په سترګو کی ځانونه د خورا متقی او زاهدانو په توګه ورښوول تر څو خلک دا ګومان وکړی چی هغوی ځکه هره ورځ هدیرې ته ځی چی مرګ یې په یاد وی او د قیامت د ورځی څخه غافل نسي . 
 

 
کله چی به په قبرستان کی تیرېدل ، نو دغه خاوره به یې  کرار کرار پاشله . کوم وخت چی به خاوره ډیره سوه ، نو هغه به یې د خپل کور تر خوا په یو غټ څاه کی هم اچوله . خو په دې کرغیړن پلان او مرموز فعالیت یې هیڅوک هم نه پوهیدل .
 
 
دغو دواړو عیسویانو ښه ډیره موده خپل دغه پټ کار ته دوام ورکړ څو چی تونل یې باالاخره د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  قبر ته نږدې ورسیدئ . هغوی دواړه نور نو ډاډه سول چی پلان یې ښه سم پر مخ روان دی . مابعده ګام یې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د مبارک جسد راکښل او وړل و .
 

 
دوی خو خپل پلان جوړ کړی و او په هغه ډیر نازېدل ، خو الله  جل جلاله  د هغوی لپاره یو بل پلان درلود ، او څنګه چی هغه ذات  جل جلاله  اراده وکړی ځای پر ځای هغسی کیږی .
 

 
دا مهال د مدینې څخه ډیر لیری سلطان نورالدین محمود زنګي یو ډیر بیرونکی خوب ولیدئ .هغه په خوب کی ولیدل چی رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دوو داسی کسانو ته اشاره کوی چی سور رنګه څیرې لری او نورالدین ته وایی چی دغه دوه ( ظالمان ) یې په عذابوي او د ژغورنی ږغ یې پر وکړ . واکمن یعنی نورالدین یو دم له خوبه راویښ سو چی ډیر وبیرېدﺉ او هم له قهره سور او شین سو . هغه د دې لپاره چی اعصاب یې یو څه آرام او قهر یې لږ سوی وی ، نو ولاړ سو اودس یې تازه کړ او نفل لمونځ یې وکړ . تر هغه وروسته بیرته بیده سو . خو هغه په همدې یوه شپه کی دا خوب درې واره ولیدئ ، نو ځکه یې د هغوی دواړو څیرې ښه وپیژندلې . کله چی تر درېیم وار خوب لیدو وروسته راویښ سو ، سمدلاسه یې خپل وزیر راوغوښت تر څو مسأله ورسره شریکه کړی . دغه وزیر جمال الدین موصلی نومیدﺉ چی ډیر عابد ، متقی ، هوښیار او ځیرک انسان و .
 

 
کله چی واکمن هغه ته د خوب لیدلو ټوله قصه وکړه ، نو جمال الدین داسی ورته وویل : « د دې معنا دا ده چی دلته نه بلکی په مدینه کی یو څه پیښیدونکي دي . ښه به دا وی چی همدا اوس د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ښار ته ولاړ سو . دلته به څوک په خپل تګ نه خبروو او هلته به هیچا ته هم دا قصه نه کوو . »
 

 
پاچا هم په هماغه شپه کی مدینې ته د تګ ترتیبات ونیول . شل بارونه یې وتړل او شل کسان ورسره ملګري سول چی جمال الدین هم پکښی شامل و . هغوی د شام څخه تر مدینې پوری لاره په شپاړس ورځو کی ووهله . کله چی د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ښار یعنی مدینې ته ورسیدل ، نو واکمن نورالدین د نبوي مسجد په ریاض الجنة کی لمونځ ادا کړ او بیا یې د نبوي قبر زیارت وکړ . خو پاچا نه پوهیدﺉ چی د خپل خوب په باره کی باید څه اقدام او عمل وکړی .
 

 
وزیر یعنی جمال الدین موصلي ورته وویل چی آیا د هغو دوو کسانو څیرې پیژنې چی تا په خوب کی لیدلي دي ؟ نورالدین ورته وویل چی هو ، د هغوی څیرې می باالکل په یاد دي او که یې ووینم نو وبه یې پیژنم . 
 
 

 
جمال الدین هم د نوموړو دوو کسانو د میندلو او نیولو لپاره یو پلان جوړ کړ او هغه یې بیله ځنډه پسی عملی کړ . کله چی د مدینې اوسیدونکي په نبوي مسجد کی را غونډ سول ، جمال الدین داسی اعلان وکړ : خبره دا ده چی واکمن د ځان سره خورا ډیر مال او دولت راوړی دی چی د صدقې او بسپنی په ډول به هر چا ته ورکول سی . نو ښه به دا وی چی که تاسو نور مستحق کسان هم پیژنیً ، لطفأ یې نومونه ولیکیً یا یې راولیً چی د هغوی برخه هم ورکړو .
 

 
 
هر نفر چی به راتلی او خپله برخه به یې اخیستله ، نو سلطان به په یو کونج کی پټ ورته کتل تر څو هغه یو یا دواړه کسان یې پیدا کړي وای چی په خوب کی یې لیدلي وو . په دې ډول خورا ډیر خلک راغلل او مال یې واخیست مګر هماغه دواړه کسان رانغلل . ځکه نو پاچا او وزیر ډیر خپه سول . واکمن داسی فریاد وکړ « یا رب العالمینه ! زه به ستا محبوب  صلی الله علیه وسلم  ته په کومو سترګو ګورم ؟ » 
 

 
پاچا او وزیر  وروسته اعلان وکړ چی آیا نور داسی څوک هم پاته دي چی حق یې نه وی اخیستی ؟ یو کس داسی ځواب ورکړ : صرف دوه کسان پاته دي چی د مغرب اوسیدونکي دي ؛ هغوی دا و نه منله چی دغه کومک واخلی ، ځکه هغوی دواړه ډیر متقی او صابر انسانان دي .
 

 
سلطان نورالدین هم امر وکړ چی هغوی دواړه همدا اوس زما حضور ته راولیً  . کله چی هغوی حاضر سول نو پاچا بیله ځنډه وپیژندل چی رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په خوب کی ورښوولي وو . واکمن ورڅخه وپوښتل چی تاسو د کوم ځای اوسیدونکي یاست ؟ هغوی ورته وویل چی موږ د مغرب ( اندلس ) څخه یو او دلته د حج لپاره راغلي یو . خو کله چی دلته را ورسیدو ، نو فیصله مو وکړه چی همدا کال همدلته تیر کړو .
 

 
مشکل دا و چی د هغوی پلان او دسیسه دا مهال پاچا ته نه معلومیده خو پوه سو چی یوه مرموزه طرح لری . نو ځکه یې د هغوی څخه خپلو ګرویږنو ته پایښت ورکاوه تر څو پر خپل جُرم ( هر څه چی وی ) اقرار وکړی . خو هغوی هماغه یوه خبره ورته کول او هغه دا چی موږ حج ته راغلي یو او سږ کال همدلته پاته یو . ځکه نو واکمن د هغوی پر ضد هیڅ ثبوت نه درلود او کومه سزا یې هم نسوه ورکولای .
 

 
سلطان نورالدین وروسته امر وکړ چی د هغوی کور تلاښي کړﺉ . د تلاښۍ پر مهال د هغوی په کور کی هیڅ داسی شی پیدا نسو چی د هغوی پر جرم دلالت وکړی ، بس ښه ډیری پیسې او مال ورسره موجود وو . ټول مؤظف کسان پخپله د پاچا په شمول د هغوی په کور کی لګیا وو تلاښي  یې کول او هر څه یې پلټل .
 

 
دا مهال الله  جل جلاله  د نورالدین په زړه کی دا خبره ورکړه چی د کور لرګین فرش هم باید تر نظر تیر کړي . کله چی واکمن کمبله ټوله کړه او فرش ته ښه ځیر سو ، نو یوه تخته یې سُسته ولیده . پاچا هم ورته کوږ سو تر څو له نږدې یې ښه لیدلې وای . پاچا دغه سسته سوې تخته پورته کړه . په دې سره د مدینې خلکو یو دم ټکان وخوړ . ځکه هغوی د یو تونل ننوتوځی ( یعنی مدخل ) ولید او هغه مهال ښه پسی ټکاني سول چی د دغه تونل اوږدوالی یې ولید په تیره بیا دا چی دغه دواړه کسان په ظاهره ډیر پرهیزګاره او صالح انسانان معلومیدل . د یو روایت له مخی هغوی دواړه یهودیان وو .
 

 
د خښمیدلي پاچا لخوا تر ډیرو وهلو وروسته هغوی دواړو اعتراف وکړ چی موږ د مغرب مسلمانان نه یو ، بلکی دواړه عیسویان یو چی د خپلو مشرانو لخوا د ډیرو پیسو سره رالیږل سوي یو او  هدف مو دا و چی د حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  مبارک جسد له قبره راوباسو او د ځانو سره یې خپل ټاټوبی ته یوسو او مسلمانان سپک او ذلیل کړو . 
 

 
د یو روایت له مخی دغه تونل په مطهره روضه کی آن د حضرت عمر  رضي الله عنه  د قبر تر پښو پوری رسیدلی و ، خو الحمدلله چی ژر کشف سو .
 

 
نورالدین هم امر وکړ چی دواړه مجرمان اعدام کړﺉ او تونل بیرته له خاورو ډک کړﺉ . هغوی دواړه اعدام او بیا وسوځول سول او ټول مسلمانان آرام ، خوشحاله او ډاډمن سول . سلطان هدایت وکړ چی د نبوي حجرې پر شاوخوا دې د اوبو تر سطحی پوری خندق وکیندل سی او بیا دی سرب ویلی او پکښی توی سی او ټول خندق دی ډک سی . همداسی هم وسول او واکمن بیرته شام ته ولاړ .
 

 
هو ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  هر څوک په خوب کی نسي لیدلای او هغه  صلی الله علیه وسلم  پخپله داسی فرمایلی دي : « هر څوک چی ما په خوب کی ووینی ، لکه زه چی یې پخپله ولیدلم . ځکه ، شیطان هیڅکله زما صورت نسي اختیارولای » ( بخاری او مسلم ) . 
 

 
نو دا چی نن کفار د مسلمانانو د روحی ځورولو لپاره د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  جعلی کارتونونه جوړوی ، یا پر هغه نازل سوﺉ کلام سوځوي ، یا مزخرف فلم ورباندی جوړوی.... کومه نوې خبره نه بلکی منشأ یې همدغو پورتنیو وختونو ته رسیږی . خو الله  جل جلاله  فرمایی چی که هغوی هرڅومره مِکر او چل وکړي ، الله بهتر د ماکرینو دی ؛ یعنی د هغوی مِکر به خنثی کوی  ( آل عمران : ۵۴ ) . نو الله سبحان و تعالی دې د کفارو مرمزی توطیې او دسیسې تل همدغسی شنډی او خنثی لری .

منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ؛ ناچاپه ) .