تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حیاء
 
  February 1, 2014
  0

 لیکنه: احسان الربي انفال


د اسلام دراتګ سره سم و انسانانوته بېلا ، بېل سوغاتونه راوړل ، چي په هر سوغات کي يې د انسانانو د دينوي او اخيروي ژوند بې شمېره ګټي نغښتي دي ، چي د هغو دجملې څخه يوه تحفه د حياء جامه ده ، چي و انسانانو ته يې ورکړې ده ، ترڅو انسانان دا پتمنه جامه په تن کي او ځانونه په وپسولي د بې حيايي او د فحشاء د هلاکونکو زهرو څخه ځان وساتي او پر ځاى يې د حياء ، غيرت ، پت او عزت پياله پر سر پورته کړي . 
 
            اسلام په هر ځاى او په هروخت انسان حياء ته را دعوتوي او د بې حيايي او فحشاء څخه يې منع کوي ، چي د همدې حياء په برکت سره انسان خپل ځان او ټولنه د حيوانانو څخه بېلوي او ځان ته نړۍ جوړوي . او همدا حياء ده ، چي د ساليمي ټولني د جوړول سر چينه جوړوي په حديث شريف کي راځي :
 
 عن عِمْرَانَ بْنَ حُصَيْنٍ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ وفي رواية الحياء خير کلهُ .(بخاري مسلم ) 
 
 ژباړه : حضرت عمران بن حصين  رضي الله عنه وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : حيا له خير او نېکۍ څخه ماسيوا بله خبره نه پيدا کوي . او په بل روايت کي بيا داسي ويل سوي دي : د حياء ټول شکلونه ښه دي . ( بخاري او مسلم )
حياء او ايمان 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  حياء د ايمان يوه برخه ګڼلې ده :
 الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ ».( بخاري او مسلم )
 
ژباړه :  ايمان څه د پا سه اويا (٧٠ ) ښاخونه لري خورا ښه يې لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ويل ، او ادنا (کښته ) يې د خلکو د لاري څخه د ضرري شيانو ليري کول دي او حياء د ايمان يو ښاخ دئ . 

 د مشکواة شريف په څلورم جلد (٤٨٥٦) نمبر حديث کي راځي : 
 

عن ابي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم الحياء من الإيمان والإيمان في الجنة والبذاء من الجفاء والجفاء في النار . 

ژباړه : حضرت ابو هريره  رضي الله عنه  وايي : چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : حياء د ايمان يو برخه ده او ايمانداره به وجنت ته ځي او بې حيايي د بدۍ څخه ده او بدکاره سړى به ودوږخ ته ځي . ( احمد او ترمذي)

 

 
کفار او د حياء په وړاندي د هغو مبارزه 


           دا د لمر په شان روښانه ده ، چي د اسلام د سپېڅلي دين د اعلانېدو سره سم د اسلام دښمنانو په شومو او کرغېړنو د سيسو او توطيو لاس پوري کړئ او تر خپله وسه يې هڅه کړې ، چي په مختلفولارو سره د اسلام د خپرېدو مخه ونيسي نو د هيڅ ډول ذلالت او سپکاوي څخه يې لاس نه دئ اخستئ او تر خپله وسه يې د ذلالت څخه ډکي د سيسې د اسلام پر ضدکارولي دي ، چي يوه د هغو څخه  د حياء له منځه وړل او پر ځاى يې د بې حيايۍ تخم کرل دي . 

 دا چي حياء د ايمان يوه بر خه ده نو د اسلام دښمنان تل په دې هڅه کي دي ، چي د حياء په له منځه وړلو سره د مؤمن مسلمان ايمان ته ضرر  ورسوي ، د ټولني څخه يې حياء ، اسلامي دود او دستور پورته کړي او پر ځاى يې مسلمان ملت ته فحشاء ، بې حيايي او شهوت پرستي ډالۍ کړي ، چي دا د کفارو يوه ستره وسيله ده . 
 
            حجاب ، چي د اسلام د سترو اواميرو څخه شمېرل کېږي او د حياء په قايمه ولو کي ستره ونډه لري ، د اسلام دښمنانو په ښکاره يرغل پر وکړ ، چي څرګند ثبوت يې د فرانسې د ولس مشر سرکوزي هغه ويناده ، چي ويل يې : اسلامي حجاب بايد له منځه ولاړسي دا ځکه چي دا دښځو په ازادۍ کي ستر خنډ دئ .

          ډېر د تعجب خبره ده ، چي د ښځي عزت ساتل ، ټکرى يې پر سر ور اچول دوحشي سترګو څخه يې خوندي ساتل د ښځي په ازادۍ کي خنډ ګرځي خو هغوته د حيوانانو په څېر ژوند ورکول يعني بربنډ ګرځېدل ، بې عصمته کول په نړۍ والو بازارونو کي د لالۍ ته وړاندي کول ، د هغوئ څخه خپلي وحشي ، شهواني او حيواني غوښتني پوره کول د ښځي حق او ازادي بولي ، د دې څخه يې بل هيڅ مطلب نه دئ بېله دې څخه ، چي مسلمان امت کمزورى کړي . 

            د کلسيا د پردو ترشا پټ رازونه  چي ( د اشوک کولن يانګ ) د کلسيا د نړۍ والي اتحاديي د پخواني منشي  چي وروسته يې اسلام قبول کړ ، ويناوي دي او بيا وروسته په پښتو د يوې رسالې غوندي  خپورسوئ دئ ديوې پوښتني په جواب کي وايي ( موږ چي به د يو دينداره مسلمان وعسايت ته اړول غوښتل نو د نفسي غوښتنو ، شهرت ، مقام او ښځي څخه مو کار اخستى . 

           جلال العلم په خپل کتاب کي (د لوېديځ مشران وايي اسلام او مسلمانان له منځه يوسى ) د غزې د لوېځي غاړي د يوکس د کيسې له مخي ليکي : د صهونيستو واکمنو د پلان سره سم عرب ځوانان د سيند پر غاړه د يهودو ښځوسره ناستي ته را بلل کېږي او يهودي ښځي دا ځوانان زناته هڅوي او همدا رنګه په همدې کتاب کي راځي ( دغزې لوېدېځ طرف ته بربنډ او بې حياء فلمونه ورته ښودل کېږي او د هغو سترو کار ځايونو سره ، چي عرب ځوانان کار پکښي کوي هلته يې د بې حياء او فاحشو ښځو له پاره ځايونه او کورونه جوړ کړي دي ، چي دا بد لمني او فاحشې ښځي و عربو ځوانونوته ځانونه په واک کي ورکوي . 

 

 بې حيايي او د هغه تاوانونه


               لکه څنګه ، چي يوه کورنۍ د حياء په جامه پټه او سنګار وي نو د ژوند خوند او مزه يې هم زياته وي ، عزت او ابرويې پر ځاى پاته وي ، دميني او محبت په خاورينه نړۍ کي د ژوند شپې سباکوي  خوکله ، چي يې پرځاى د بې حيايي مزى ټنګېږي هغومره يې عزت له منځه ځي او د ميني او محبت څخه محرومه کيږي ، سوکالي او ارامي ورڅخه کوچ کوي او پر ځاى يې حيوانيت ورته غيږ پرانيزي او د حيوان غوندي ژوند غوره کوي او د حيواناتو غوندي ، مور ، خور ، عمه او خاله ور باندي فرق نه کوي ، چي څرګند مثال يې موږ په غربي نړۍ کي وينو ، چي داسي اعمال سرته رسوي چي انسانيت خوڅه حيوانان يې لا هم په ليدلو له شرمه څخه سترګي پټوي . يو شاعر وايي :                                    
                                         ښــــايسته سترګي هغه چـــــــي باحياء وي 
                                        بې حياء سترګي به څه کړې چي زيبآوي 

 

 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  او حياء 


               علامه شبيلي نعماني  رحمة الله علیه  په خپل ( نبوي اخلاق ) نومي کتاب کي د حديثونو د صحيحو کتابونو په حواله ليکي ، چي ( رسول الله صلی الله علیه وسلم  د پيغلونجونو څخه هم زيات حياء ناک وو . ) او سيد سلمان ندوي په خپل کتاب ( سيرة النبي شپږم جلد د اخلاقو په برخه ) کي ليکي : رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يو سترمني پيغلي انجلۍ څخه زيات حياء ناک وو. د چا سترګوته يې د شرم او حياء څخه نه کتل او چي کله به تکليف پر راغى هم به يې د حياء څخه څه نه ويل ، د ضرورت د رفع کولو له پاره خاص ځايونه نه وه نو دى مبارک به د مکې څخه په درې ميله فاصله ليري تله او ده مبارک به ويله بايد که مسلمان يوازي هم وي نو بايد د حياء لمن پرېنږدي ، د لڅوالي او بر بنډوالي څخه ځان وژغوري ، ځکه چي ستاسي سره داسي ملايکي سته ، چي هغه ستاسي څخه يوازي د اوداس ماتولو او مباشرت کولو په وخت کي جلاکېږي ، نو دهغو څخه حياء وکړئ او د هغو خيال وساتئ دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حياء يوه نمونه وه نو د هغه د حياء د ټولو بيلګو د راوړلو څخه عاجز يو او هم دومره کفايت کوي . 

          لمونځ چي د اسلام د عظيمو عبادتونو څخه شمېرل کېږي او داسلام دوهمه بناء او بنسټ دئ ، د حياء په قايمولوکي ستره ونډه لري کله ، چي يو مسلمان د الله جل جلاله  په حضور کي د رېږي يعني لمونځ کوي نوپر ده واجب ده ، چي خپل عورت پټ کړي دا ځکه د عورت پټول د لمانځه د شرطونوڅخه يو شرط دئ ، که چيري په لمانځه کي د چا عورت لڅ سي نو لمونځ يې فاسد دئ او بايد راوې ګرځوي . 

 

ايا په دين کي شرم سته؟


          دا چي حياء د انسان د فطرت څخه ده ، خو په ځينو ځايو نو لکه د ديني علم په حاصلولوکي بايد د انسان خنډ ونه ګرځي ، ځکه  چي دا شرعي حياء نه بلل کېږي او نه هم بايد د حياء له مخي د حق د ويلو څخه وګرځي . 
 

          سيد سليلمان ندوي د سيرة النبي د اخلاقو په برخه کي د بخاري شريف په حواله ليکي
 
: إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحِي مِنَ الْحَقِّ. 
 

 ژباړه : الله  جل جلاله  د حق په څرګندولو نه شر مېږي . او په همدې کتاب کي را ځي ، چي حضرت عايشه رضي الله عنها  وايي : د انصارو ښځي څومره ښې ښځي وې ، چي د دين د حاصلولو د لاري څخه به هغه حياء نه سواى منع کولاى .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته