تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام مالک رحمة الله علیه ژوند
 
  August 18, 2015
  0
         امام مالک رحمة الله علیه د مشرتوب او علمي مقام لکبله پکار وه چي تر ټولو مخته ذکر سوئ واى خو مخته مو ځکه ذکر نه کړئ چي موږ د الصاح السته او د دورې د کتابونو په ترتيب د دې سترو محدثينو او د هغو د هغو کتابونو چي د دورې په نصاب کي تدريس کيږي لنډ تعارف کوو نو ځکه د صحاح سته وروسته امام مالک رحمة الله علیه  او د هغه موطا در پېژنوو .

         د امام مالک کنيت أبو عبدالله دى نوم او نسب يې مالك بن أنس بن أبي عامر بن عمرو بن الحارث دئ مالک په ٩٥ هجري سنه کي زېږېدلى دئ البته يحي بن بکير چي د مالک د ځانګړو شاګردانو څخه دئ وايي په ٩٣ سنه کي زېږېدلى دئ .
           د ابن خلکان په وينا د ربيع الاول په مياشت کي په ١٧٩ هجري سنه کي د ٨٤ کلونو په عمر په مدينه منوره کي وفات سوئ دئ او د جنة البقيع په هديره کي ښخ کړل سوئ دئ د امام مالکرحمة الله علیه  د زېږېدني او مړيني په نېټه کي يولړ نور قولونه هم را نقل سوي دي .

        امام مالک رحمة الله علیه د تبع التابعين څخه دئ د امام الزهري او د ابن عمر د مولا يعني ازاد کړي مريي نافع ، جعفر بن محمد الصادق ، يحي بن سعيد ، عبد الله بن دينار رحمة الله علیهم څخه يې حديث اورېدلي دي د ربيعة الرأي څخه يې هم زده کړه کړې ده امام الأوزاعي اويحيى بن سعيد د مالک څخه روايت کړئ دئ .

          د امام مالک رحمة الله علیه  څخه بې شمېرو  کسانو علم حاصل کړى دئ د شاګردانو په جمله کي يې دا ستر اشخاص هم دي : سفيان الثوري ، سعيد بن منصور ، عبد الله بن المبارک ، الشافعي ، محمد بن إبراهيم بن دينار ، ابن عبد الرحمن المخزومي ، عبد العزيز بن أبي حازم همدا ډول د بخاري ، مسلم ، أبو داود ، ترمذي ، احمد بن حنبل او د يحيى بن معين استاذانو هم د مالک رحمة الله علیه څخه زده کړه کړې ده لکه معين بن عيسى القزاز ، عبد الملك بن عبد العزيز الماجشون ، يحيى بن يحيى الأندلسي ، عبدالله بن مسلمة القعنبي ، عبدالله بن وهب ، اصبغ بن الفرجرحمة الله علیهم   او د دوى څخه علاوه د احاديثو امامانو د مالک رحمة الله علیه  څخه زده کړه کړې ده .

امام ترمذي رحمة الله علیه د أبو هريرة  رضي الله عنه  څخه روايت کوي او وايي چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : يوشك أن يضرب الناس بأكباد الإبل يطلبون العلم فلا يجدون أحدا أعلم من عالم المدينة (الترمذي) 
ژباړه : ژر به خلک د علم په تلاښ کي اوښان په پندو په ډډي کي وهي خو د مدينې تر عالم به بل ستر عالم پيدا کولاى نسي .  عبد الرزاق اوسفيان بن عيينه رحمة الله علیه  وايي چي د مدينې د عالم څخه مالك بن أنس مراد دئ .

        عبدالله بن المبارك رحمة الله علیه وايي زه د مالک سره وم هغه حديث بيانول د مالک رنګ به تغيير وخوړئ ، مخ به يې ژړ سو خو حديث يې نه قطع کول . د مجلس څخه وروسته چي خلک سره ولاړل ما ورته وويل : اې ابوعبد الله ! نن مي ستا يو عجيب حالت وليدئ مالک راته وويل هو ! شپاړس ځلي لړم وچيچلم خو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حديثو د احترام لکبله ځان ټينګ کاوه او پر خوږ به مي صبر کاوه .

          مالک رحمة الله علیه  د ديني علم زيات تعظيم کاوه د حديثو د بيانولو د پاره به يې اودس تازه کاوه ږيره به ږمونځول عطر به يې په ځان وهله او بيا به ډېر په سنګنۍ تدريس ته کښېناستئ پر لاري په ولاړي او تلوار به يې د حديثو بيانول خوښ نه لرل .

         د مالک رحمة الله علیه  وينا ده : علم نور دئ چيري چي الله جل جلاله  وغواړي هلته يې پيدا کوي او علم په زيات روايت کولو سره نه دئ .

        د مالک رحمة الله علیه  علم په اخلاص د الله  جل جلاله  د پاره وو د ده د اخلاص د پاره د امام شافعي رحمه الله دا حکايت بسنه او کفايت کوي چي وايي زه د امام مالک سره وم ٤٨ مسئلې ځني وپوښتل سوې مالک د ٣٢ پوښتنو په جواب کي ورته وويل : لا أدري يعني د دې پوښتني جواب نه راته معلوميږي څوک چي په علم کي مخلص نه وي نو د هغه نفس به کله هم د پوښتني په جواب کي لا ادري قبول نه کړي بلکي هرومرو به څه په جواب کي د ځان څخه ورته وايي .

           امام مالک رحمة الله علیه  د چا څخه طمع نه لرل تر هر شي علم ورته د احترام وړ وو د مالک څخه حکايت دئ وايي يو ورځ هارون رشيد ته ورغلم هغه را ته ويل : اې ابوعبدالله !  تا ته پکار ده چي موږ ته راځې ترڅو زموږ کوچنيان ستا څخه موطا واوري دى مبارک وايي ما ورته وويل : الله  جل جلاله  دي زموږ امير په عزت لري دا علم ستاسو څخه را وتلى دئ که تاسو يې قدر او درناوى کاوه علم به قدرمن وي او که تاسو يې سپکاوى وکړ ئ نو علم به بې قدره وي ، خلک په علم پسي ځي او علم په خلکو پسي نه ځي .

          هارون رشيد ورته وويل : رښتيا دي وويل خپلو کوچنيانو ته يې حکم وکړئ : مسجد ته ور وځئ ترڅو د نورو سره يو ځاى حديث واورئ . 
 
 

 

موطا مالک : 

 

       موطأ د مالك بن أنس رحمة الله علیه  تاليف دئ په حديثو کي البته د احکامو په برخه کي تر ټولو لومړنى تصنيف دئ . د موطا صحت ، شهرت او مقبوليت ټولو ته منل سوي دئ، وايي : هر چا چي صحيح احاديث را جمع کړي دي هغه د مالک رحمة الله علیه  پر لاره تلى او د هغه پر پله يې پل ايښى دئ او  الفضل للمتقدم فضيلت مخکني کس ته دئ .

          ابو القاسم بن محمد بن حسين الشافعي رحمة الله علیه  وايي : د مالک څخه روايت سوي مشهوري او په معنا کي سره نژدې موطا وي (١١ ) يولس دي البته مستعملي کومي چي کار ځني اخيستل کيږي (٤) څلور موطاوي دي .
(١) د يحيى بن يحيى موطا (٢) د ابن بكير موطا (٣) د ابو مصعب موطا (٤) د ابن وهب موطا . وروسته د ابو مصعب او ابن وهب د موطاوو استعمال هم کم سوئ دئ .

مولانا عبد العزيز الدهلوي رحمة الله علیه په بستان المحدثين کي وايي : د زرو په شاوخوا کي محدثينو ، فقهاوو ، صوفيانو ، اميرانو ، پاچانو او خليفه ګانو د تبرک لکبله د امام مالک په زمانه کي د هغه څخه د موطا روايت کړئ دئ چي د هغو څخه نن ورځ په عربي نړۍ کي يو لږ شمېر نسخي موندل کيږي .
 

 په موجوده نسخو کي تر ټولو زيات شهرت او رواج لرونکې د يحيى بن يحيى المصمودي الاندلسي رحمة الله علیه  نسخه ده او څه مهال چي فقط د موطا نوم ياد سي نو د هغه څخه همدا د يحيى بن يحيى المصمودي الاندلسي رحمة الله علیه  نسخه مراد ده .

د يحي بن يحي د نسخې په پيل کي داسي راغلي دي :

بسم الله الرحمن الرحيم وقوت الصلاة مالك عن ابن شهاب أن عمر بن عبد العزيز أخر الصلاة يوما فدخل عليه عروة بن الزبير ..... .

دوهمه : نسخه د عبدالله بن وهب بن سلمة الفهري المصري رحمة الله علیه  ده د دې نسخې په پيل کي راغلي دي : 
أخبرنا مالك عن أبي الزناد عن الأعرج عن أبي هريرة رضي الله تعالى عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال أمرت أن أقاتل الناس حتى يقولوا لا إله إلا الله وإذا قالوا لا إله إلا الله عصموا مني دماءهم وأموالهم وأنفسهم إلا بحقها وحسابهم على الله .

دريمه : نسخه د عبدالله بن مسلمة القعنبي رحمة الله علیه  په روايت ده .
څلورمه : نسخه د ابن القاسم الفقيه المالكي رحمة الله علیه  په روايت ده .ابن القاسم لومړى کس دئ چي د امام مالک رحمة الله علیه  مذهب يې تدوين کړئ دئ .
پنځمه : نسخه د ابويحي معن بن عيسى المدني القراز رحمة الله علیه  په روايت ده .
شپږمه :  نسخه د عبدالله بن يوسف التنيسيرحمة الله علیه  په روايت ده . 
اوومه : نسخه د يحيى بن بكير رحمة الله علیه  په روايت ده
اتمه : نسخه د سعيد بن عضير المصريرحمة الله علیه  په روايت ده .
نهمه : نسخه د ابو مصعب الزهري رحمة الله علیه  په روايت ده .
لسمه  : نسخه د مصعب بن عبدالله الزهري رحمة الله علیه په روايت ده .
يولسمه : نسخه د محمد بن مبارك الصوري رحمة الله علیه  په روايت ده .
دولسمه : نسخه د سلمان بن يزيد په روايت ده .
ديارلسمه : نسخه د يحيى بن يحيى التميمي رحمة الله علیه  په روايت ده .
څوارلسمه : نسخه د أبو حذافة أحمد بن اسماعيل السهمي رحمة الله علیه  په روايت ده .
پنځلسمه : نسخه د سويد بن سعيد الهروي الحدثاني رحمة الله علیه په روايت ده .
شپاړسمه : نسخه د امام محمد بن الحسن الشيباني رحمة الله علیه  په روايت ده .

ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي
--------------
د موطا یوه مشهوره شرحه د شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا رحمه الله تالیف په دغه ادرس کښته کولای سی: أوجز المسالك إلى موطأ مالك
 

سرته