څانګه: محدثين (رحمهم الله) نيټه: August 19, 2015
       
د امام محمد رحمة الله علیه ژوند

           د امام محمد کنيت ابوعبدالله نوم او نسب يې محمد بن الحسن بن الفرقد الشيباني دي . د محمد پلار په اصل کي د دمشق د حرستا د کلي دى بيا د هغه ځاى څخه عراق ته راغلى دئ د عراق د واسط په ښار کي محمد په ١٣٢ سنه کي زېږېدلى او د کوفې په ښار کي را لوى سوئ دئ .


       امام محمد رحمه الله د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د خصوصي شاګرد‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎انو څخه دئ او حديث يې د مسعر بن کدام ، سفيان الثوري ، عمرو بن دينار ، مالک بن مغول ، امام مالک بن انس ، امام الاوزاعي ، ربيعة بن صالح ، بکير او امام ابويوسف رحمة الله علیهم څخه اورېدلي دي .

        امام محمد په بغداد کي اوسېدلى دئ او هلته يې حديث تدريس کړي دي ، د امام محمد رحمه الله څخه امام شافعي محمد بن ادريس ، ابوسليمان موسي بن سليمان الجوزاني ، هشام بن عبيدالله الرازي ، ابوعبيد القاسم بن سلام ، علي بن مسلم الطوسي ، ابوحفص الکبير او خلف بن ايوب رحمة الله علیهم روايت کړئ دئ.

 
         هارون رشيد په الرقه ښار کي قاضي وټاکئ هلته يې د الرقيات په نامه کتاب هم تصنيف کړئ دئ د قضا څخه د معزوله کېدلو وروسته بغداد ته راغلى څه مهال چي هارون رشيد د لومړي ځل د پاره د الري ښار ته ولاړئ دى يې هم هلته د ځان سره بوتلى او  په ١٨٧ هجري سنه کي د ٥٨ کلونو په عمر په الري کي وفات سو .

             امام محمد رحمه الله دوه کلونه د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه په تعليمي مجلسونو کي ګډون کړئ دئ او وروسته يې پر امام ابويوسف رحمه الله فقه ويلې ده .

امام محمد رحمه الله  ډېر کتابونه تصنيف کړي او د امام ابوحنيفه رحمه الله علم همده خپور کړئ دئ .  

      امام شافعي رحمة الله علیه  وايي : حملت من علم محمد وقر بعير . ما د محمد د علم څخه د اوښ د بار په شان علم لاس ته راوړئ دئ .

 
 
 
موطا محمد
             د  امام مالک رحمة الله علیه د موطا د مختلفو نسخو او راويانو اړوند څه معلومات مخته درکول سو ه. موطا محمد د امام مالک رحمة الله علیه د موطا هغه نسخه ده چي امام محمد رحمة الله علیه يې روايت ځني کړى دئ . البته د امام مالک رحمة الله علیه څخه علاوه د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه او ځينو نورو ائمه و څخه يې هم يو شمېر روايات پکښي را نقل کړي دي . د يادوني وړ ده چي امام محمد رحمة الله علیه  درې کلونه د امام مالک رحمة الله علیه شاګرد اوسېدلى دئ .

          شيخ محمد عابد سندي مدني رحمة الله علیه وايي د امام محمد رحمة الله علیه په روايت کي د موطا پر مشهوره روايت څه زياتوب سته او بل دا چي يو شمېر داسي حديثونه پکښي نسته کوم چي په نورو موطاوو کي راغلي دي .
 
            امام محمد رحمة الله علیه په موطا کي د يو حديث يا څو حديثونو د بيانولو څخه وروسته د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه دريځ يا په عمومي ډول د احنافو دريځ او همدا راز خپل دريځ او موقف که د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه  څخه بيل وي هم بيانوي .

           د مثال په ډول د موطا لومړۍ حديث يې د لمانځه د وختونو په هکله د حضرت ابوهريرة رضي الله عنه  څخه داسي رانقل کړى : 

 

باب وقوت الصلاة  قال محمد بن الحسن : أخبرنا مالك بن أنس عن يزيد  بن زياد مولى بني هاشم عن عبد الله بن رافع مولى أم سلمة رضي الله عنها زوج النبي صلى الله عليه و سلم عن أبي هريرة أنه سأله عن وقت الصلاة فقال أبو هريرة أنا أخبرك : صل الظهر إذا كان ظلك مثلك والعصر إذا كان ظلك مثليك والمغرب إذا غربت الشمس والعشاء ما بينك وبين ثلث الليل فإن نمت إلى نصف الليل فلا نامت عيناك وصل الصبح بغلس 

 


ژباړه : عبدالله بن رافع  رضي الله عنه د ابوهريرة رضي الله عنه  څخه د لمانځه د وختونو پوښتنه وکړه ابوهريرة ورته وويل زه دي په خبروم تر څه مهاله چي سايه دي د ځان په اندازه وي د ماپښين لمونځ اداء کوه ، د مازيګر لمونځ هغه وخت اداء کوه چي سايه دي دوه چنده وګرځي او د ماښام لمونځ چي څه مهال لمر ولوېږي اداء کوه او د ماخستن لمونځ دي بيا د شپې تر دريمي برخي اداء کوه ، که تر نيمي شپې بيده سي ( يعني د لمانځه مخته ) نو سترګي دي مه بدېږه او د سهار لمونځ په تياره کي اداء کوه .

         پدې موقوف حديث کي د مازيګر د لمانځه وخت مثلين يعني د شي د سايې د دوه چندي وخت ذکر سوئ دئ او د سهار د لمانځه وخت غلس يعني تياره ذکر سوې ده د حديث په پاى کي امام محمد رحمة الله علیه وايي : 
هذا قول أبي حنيفة رحمه الله في وقت العصر وكان يرى الإسفار في الفجر 

ژباړه : دا د مازيګر په وخت کي د ابوحنيفه رحمة الله علیه وينا ده او د سهار لمونځ يې په روښنايي کي ښه باله يعني د ابوهريرة رضي الله عنه په موقوف حديث کي چي د مازيګر او د سهار د لمونځونو وختونه ذکر سوي دي د مازيګر د لمانځه په وخت کي د ابوحنيفة رحمة الله علیه قول د ابوهريرة رضي الله عنه د وينا موافق دئ او د سهار د لمانځه په وخت کي ځني مخالف دئ .

 

               د مازيګر د لمانځه په وخت کي امام ابويوسف او محمد د ابوحنيفة رحمة الله علیهم  د قول څخه مخالف دي بلکي دوى دوه هم د مالک شافعي او احمد بن حنبل رحمة الله علیهم  په شان وايي چي د مازيګر د لمانځه وخت د يو چندئ څخه وروسته پيل کيږي نو د ابوهريرة د حديث په پاى کي د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه د دريځ د بيانولو وروسته يې خپل دريځ بيا داسي بيان کړى دئ : وأما في قولنا فإنا نقول : إذا زاد الظل على المثل فصار مثل الشيء وزيادة من حين زالت الشمس فقد دخل وقت العصر . وأما أبو حنيفة فإنه قال: لا يدخل وقت العصر حتى يصير الظل مثليه . 

 

 

 

               اما زموږ په وينا نو موږ ( ابويوسف او محمد ) وايو د يو شي سايه چي تر هغه شي زياته سي يعني د زوال د وخت څخه د يو شي سايه د هغه شي په اندازه او يو څه لا زياته سي نو د مازيګر د لمانځه وخت داخليږي او هر څه چي ابوحنيفه رحمة الله علیه دئ د هغه په آند د مازيګر وخت تر هغه مهاله نه داخليږي چي د شي سايه د هغه دوه چنده سوې نه وي .

          د موطا محمد تر ټولو وروستى حديث دا دئ : 

 

أخبرنا مالك عن عبدالله بن عمر أن رسول الله {صلى الله عليه وسلم} قال إن أجلكم فيما خلى من الأمم كما بين صلاة العصر إلى مغرب الشمس وإنما مثلكم ومثل اليهود والنصارى كرجل استعمل عمالا فقال من يعمل لي إلى نصف النهار على قيراط قيراط فعملت اليهود ثم قال من يعمل من نصف النهار إلى العصر على قيراط قيراط فعملت النصارى على قيراط قيراط ثم قال من يعمل لي من صلاة العصر إلى مغرب الشمس على قيراطين قراطين ألا فأنتم الذين تعملون من صلاة العصر إلى مغرب الشمس على قيراطين قيراطين قال فغضب اليهود والنصارى وقالوا نحن أكثر عملا وأقل عطاء قال هل ظلمتكم من حقكم شيئا قالوا لا قال فإنه فضلي أوتيه من أشاء .

 


ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ستاسو د ژوند ميعاد د مخکنيو امتونو په پرتله لکه د مازيگر د لمانځه څخه بيا تر لمر لويدو پوري دئ . ستاسو او د يهودو او نصاراوو مثال په اجوره او ثواب کي داسي دئ لکه يو سړى چي کاريګر پر کار ودروي او ووايي : څوک د ورځي تر نيمايي په يوه يوه قيراط کار کوي ؟ نو يهودو کار وکړ . بيا ووايي څوک د نيمي ورځي څخه تر مازيګر پوري په يوه يوه قيراط کار کوي ؟ نو نصاراوو په يوه يوه قيراط کار وکړى . بيا ووايي : څوک د مازيګر د لمانځه څخه تر لمر لويدو په دوه دوه قيراطه کار کوي ؟ اګاه اوسئ تاسي هغه کسان ياست چي د مازيګر د لمانځه څخه تر لمر لويدو په دوه دوه قيراطه کار کوئ  .

            رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و فرمايل : يهود او نصار په غضب کي سول او ويې ويل : موږ کار زياد کړى دئ خو بخششي مو کمه ده . الله جل جلاله  ورته وويل : ايا ستاسو په حق کي مي د يو معمولي شي ظلم در سره کړى دئ؟ هغو وويل : يا نو الله وويل چي دا زما فضل دى چا ته چي وغواړم هغه ته يې ورکوم .

د همدې حديث په پاى کي امام محمد رحمة الله علیه  وايي :

 

هذا الحديث يدل على أن تأخير العصر أفضل  من تعجيلها ألا ترى أنه جعل ما بين الظهر إلى العصر أكثر مما بين العصر إلى المغرب في هذا الحديث ومن عجل العصر كان ما بين الظهر إلى العصر أقل مما بين العصر إلى المغرب فهذا يدل على تأخير العصر وتأخير العصر أفضل من تعجيلها ما دامت الشمس بيضاء نقية لم تخالطها صفرة . وهو قول أبي حنيفة رحمه الله والعامة من فقهائنا رحمهم الله تعالى 

 


ژباړه : دا حديث پر دې دلالت کوي چي د مازيګر د لمانځه ځنډول تر وختي  اداء کول افضل دي ته نه وينې ؟

  پدې حديث کي د ماپښين او مازيګر تر منځ وخت تر هغه وخت زيات بلل سوئ دئ چي د مازيګر او ماښام تر منځ دئ نو که څوک د مازيګر لمونځ وختي اداء کړي نو بيا د ماپښين او مازيګر تر منځ وخت د مازيګر او ماښام تر منځ د وخت څخه کميږي .
           نو دا د مازيګر پر ځنډولو دلالت کوي د مازيګر لمونځ تر هغه مهاله ځنډول چي لمر لا ځلانده ، صفا وي او ژړتيا په ګډه سوې نه وي تر وختي اداء کول افضل دي او دا د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه او زموږ د عامو فقهاوو وينا ده . 
پورتنى حديث يوازي د امام محمد او ابن قاسم په موطا کي را نقل سوئ دئ .

ملا علي القاري  رحمة الله علیه د امام محمد پر موطا شرح ليکې ده او زموږ په ښارونو همدا موطا هم رواج او شهرت لري .
=================
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي