تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوږه قصه
 
  March 29, 2014
  0
د ادارې خوښونه 

د مَرو د ښار مشر  قاضي نوح بن مريم وو ، ده ډېر مال او دولت درلود او الله جل جلاله  ډول  ډول  او بې شمېره نعمتونه وركړي وه .قاضي صاحب  ډېره ښكلې او د كمال څښتنه لوركۍ درلوده ، د ډېرو مالدارانو ، سردارانو او لوړو كورنيو لخوا مركې ورته كېدلې ، ده و هيچا ته  خپله لور په نكاح ور نه كړه بلكي په حيرت كي پاته وو ، چي څه وكړي كه د يوه سره دوستي وكړي هغه بل به ځني ناراضه سي.

         نوح بن مريم د مبارك په نامه يو هندى متقي مريى درلودئ ، نوح  خپل مريى  مبارك د انگورو  پر باغ  و دروئ ترڅو د باغ ساتنه يي وكړي .

           يوه ورځ قاضي صاحب خپل مريي ته وويل : اې مباركه ! د انگورو يو واښكى راكړه ، هغه د انگور واښكى ور وشكاوه قاضي صاحب چي يې خوند وكتئ ،  واښكى تريو وو  نو ورته و يې ويل : بل خوږ واښكى را كړه ، مبارك بل واښكى ور وشكوى هغه هم تريو وو ،نوح ورته وويل : ولي په دا دوني زياتو انگورو كي يو خوږ  واښكى نه راكوې ؟ هغه ورته وويل : ماته نه معلوميږي چي كوم واښكى خوږ او كوم واښكى تريو دئ . قاضي صاحب ورته وويل : سبحان الله تا پوره مياشت په دې باغ كي تېره كړه بيا هم خوږ او تريو واښكى نه درته معلوميږي ؟ مبارك ورته وويل : ما يې تر اوسه خوند نه دئ كتلئ ، نو ځكه يې خوږ  او تريو نه را ته معلوميږي قاضي ورته وويل : نو تا ولي تر اوسه د انگورو خوند نه دئ كتلى ؟ مريي ورته وويل : دا ځكه چي تا زه پر دې باغ ددې لپاره درولى يم چي ساتنه يې وكړم ، ما ته دي د خوړولو امر نه دئ كړى او زه داسي څوك هم نه يم چي خيانت در سره وكړم او ستا د اجازې پرته ستا د باغ انګور وخورم .قاضي حيران سو او ورته وې ويل الله جل جلاله  دي تا همداسي امانت ساتونكى ولري . 

                قاضي پوه سو چي دا مريى ډېر هوښيار او ذهين هلك دئ نو هغه ته يې وويل چي زه يو مشوره در سره كوم ، صحيح نظر راكړه  مريي ورته وويل : زه د الله جل جلاله  د دين له كبله ستا د حكم تابع يم قاضي ورته وويل : زه يوه ښكلې لور لرم او ډېرو كسانو مركې را ته كړي دي خو زه نه پوهېږم ، حيران يم چي چا ته يې په نكاح وركړم ؟ مريي (مبارك) ورته وويل : د جاهليت په زمانه كي كفارو د خپلوۍ له پاره د لوړ نسب او لوړي كورنۍ تلاښ كاوه او يهود او نصارا بيا حسن او جمال غواړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زمانه كي خلگو خپلوۍ د ديانت او تقوا پر بنسټ كولې او په نن زمانه كي خلګ د مال په تلاښ كي دي نو ته د همدغو څلورو لارو څخه چي هره تگ لاره د خپلي لور د دوستۍ د پاره انتخابوې هغه ستا خوښه ده .
 
قاضي ورته وويل : زه د خپلي لور له پاره د ديانت او امانت  نفر انتخابوم او ستا پاك لمني او امانت داري په تجربه را ته ثابته سوې ده ، نو ځكه زه خپله لور تا ته په نكاح دركوم  مريي ورته وويل : زه يو تور هندى مريى يم  تا ، په پيسو رانيولى يم څرنگه زما سره په دوستۍ كولو خوښ او راضي يې ؟ قاضي ورته وويل همداسي به كوو .قاضي د خپلي ښځي سره مشوره وكړه چي دا هلك كه څه هم مريى دئ خو د عفت او تقوا څښتن دئ نو زه دا خوښه لرم چي خپله گرانه لور  په نكاح وركړو ، ښځي يي ورته وويل : ستا خوښه ده خو د نجلۍ سره هم بايد مشوره وسي چي هغه څه وايي او څه نظر لري . ښځه يې و لور ته ورغله او د پلار پيغام يې ور ورساوه ، لور يې ورته وويل : چي ستاسو دوو څه مشوره وي هغه زما پر سر او سترگو قبوله ده .
 
قاضي صاحب د نجلۍ او  د مور د مشورې وروسته خپله گرانه او ښكلې لوركۍ د ديانت او تقوا لكبله و خپل مريي( مبارك)ته په نكاح  وركړه خو د دې سره يې وخپلي لور او زوم ته ډېر مال او دولت هم وركړئ .الله  جل جلاله  و همدغي نجلۍ ته د مبارك څخه زوى وركړئ چي د قاضي صاحب نوح بن مريم   لمسى كيږي ، پر دې هلك يې د عبدالله نوم كښېښودئ . 

           درنو لوستونكو ! تاسو پوهيږى چي دا زوى يې عبد الله څوك دئ ، ځكه د عبد الله په نامه ډېر كسان تېر سوي دي ؟ دا يو ډېر لوړ شخصيت دئ ، د زهد او تقوا څښتن دئ ، د اسلام د لوړو ائمه  وو او مخكښانو څخه دئ ، د حديثو داسي يو كتاب به نه وي چي د هغه كتاب د حديثو په سند كي دي ددې عبد الله نوم ياد سوئ نه وي نو دا څوك دئ ؟دا عبد الله د قاضي صاحب نوح د هندي مريي مبارك زوى دئ ، د عبد الله د نامه سره چي يې د پلار نوم واخيستل سي نو د نړۍ ټول علماء يې پېژني (عبد الله بن المبارك  رحمة الله علیه ).

             مسلمانه وروره ! د دوستۍ لپاره ترهر څه وړاندي بايد ديانت او تقوا ته وكتل سي ، لكه څه ډول چي قاضي صاحب نوح  د خپلي لور د پاره د مالدارانو او ريسانو تر زامنو خپل هندى تور مريى د تقوا ، عفت او ذهانت لكبله غوره وباله او په نتيجه كي د همدې مريي داسي زوى پاته سوو چي په اسلامي نړۍ كي  به  ان شاء الله تر قيامته د هغه علمي فيوضات خلگو ته رسيږي . بې دينه او فاجر كه هر څونه شهرت او مال ولري او همدا راز بې دينه ښځه چي هر څونه د ښكلا څښتنه او د مشهوري او بډايي كورنۍ څخه وي بيا هم د خپلوۍ وړتيا نه لري .

ددې خوږې قصې په پاى كي د پاك رسول  صلی الله علیه وسلم  مشورې ته هم غوږ سه :عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاكَ ( متفق عليه )ژباړه : ښځه د څلورو صفاتو له كبله په نكاح كيږي : د مال له كبله ، د لوړي كورنۍ لكبله ، د ښايست له كبله او د ديانت لكبله خو ته د دين داري ښځي په نكاح ځان كامياب كړه ، لاسونه دي سپېره  مه  سه .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
 

سرته