تازه سرليکونه
د عدې د پیل وخت
 
  April 11, 2014
  0
د طلاق عده د طلاق ورکولو څخه وروسته سمدستي پیلیږي ، که څه هم ښځه په طلاق ناخبره وي ، دغه ډول د وفات عده هم د ښځي د مېړه د مړيني څخه وروسته سمدستي پیل کیږي . که څه هم ښځه د خپل خاوند د مړیني څخه ناخبره وي .

که ښځه د خپل مېړه په مرګ د څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه وروسته خبره سي نو د دغي ښځي عده پای ته رسیدلې ده پدې شرط چي حامله نه وي په فاسده نکاح کي د ښځي عده د هغه مهال څخه پیلیږي چي یا یې قاضي تر منځ د بیلتون پرېکړه وکړي یا یې خاوند د جماع پرېښودلو قصد وکړي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 

سرته