تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فكري جګړه
 
  April 18, 2014
  0
ډاكټر جميل مصري دفكري جګړې په اړه وائي: اروپائيانو چي كله د اسلام د نظامي جګړي په وړاندي ماته وخوړه او د صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه او نورو واكمنانو ضربي وخوړې نو دا نوی فكر ورته پيدا سو چي د مسلمانانو پر دين او فرهنګ باندي يرغل ګټور او ښـه پايله لرونكی دی نو له همدې امله ئې خپل د دښمنۍ غشي ئي د اسلامي مفكورو او فرهنګ پر لوري وتوغاوي. 

په اسلامي هيوادو كي ئې د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو په موخه او پر اسلامي نړۍ باندي د برلاسۍ په موخه اسلامي عنعنات او فرهنګ تر بريد لاندي راوستل او اسلامي اثار ئې په اروپائي ژبو وژباړل همدغي رويې ته فكري جګړه ويل كيږي.

په لنډ عبارت فكري جګړه د لويديځ د هغه غير نظامي رويو څخه عبارت ده چي د اسلامي ارزښتونه د منځه وړلو، مسلمانان د اسلامي تمسك څخه د ليري كولو د اسلامي ايډولوژۍ او اسلامي فكر څخه د مسلمة امت د خلاصولو لپاره كارول كيږي.
 
 

استاذ محمد قطب د فكري جګړې په اړه وائي: د فكري جګړې منظور د غير نظامي وسائلو آلاتو څخه دي چي د دښمنانو د صليبي جګړو وروسته مسلمانانو په منځ كي يې غوره رويي او د مسلمانانو د مذهب څخه ليري كول ، كوم څه چي په عقيده، افكارو، تقاليدو او نورو اړخونو پوري اړه لري په كار واچول. ددغي فكري جګړې د راوستلو پر بنسټ صليبانو د مسلمانانو په وړاندي يو نوې تګ لاره خپله كړې دا وروسته تر دې چي دوی په ټولو مسلمانه جګړو كي ماته وخوړه. 

استاذ محمد قطب وائي: 
 
لمړی كس چي د بلونكي په عنوان ئې خلګ ددې اغيز منتيا ته متوجه كړل (لويس) د فراسې نهم پاچا چي يو څه وخت د مسلمانانو سره د مصر د المنصوره زندان كي بندي وو، وروسته د پيسو په بدل كي خوشي سو نوموړي د زندان په اوږدو كي د نظامي وسائلو د مخامختيا پرته يو نوې لاره پيداكړه او پدې باور سو چي پر مسلمانانو باندي برلاسي د نظامي لاري شوني نه ده! بايد د مسلمانانو سره په عقيده، افكارو او تقاليدو كښي وجنګيږو. كله چي دی د زندان څخه خوشي سو د پاريس د ستنيدو وروسته ئې ملت او خپلو خلګو ته وويل: 

" كه غواړي چي مسلمانانو ته ماته وركړی نو د مسلمانانو سره يواځي په اوسپنيزه اسلحو مه جنګيږئ! ځكه د مسلمانانو په وړاندي مو په جګړو كي ماته خوړلې ده نو د مسلمانانو په مهمه ساتنځاي كي وجنګيږئ چي دعقيدې څخه عبارت ده."  (تاسو كولاي سي په عقيدوي او مذهبي دودو كي پر دوی برلاسي سي.)
 
ان شاءالله نور بیا.....

ماخذ: فکري جګړه
 -------------------------------
یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي نوري علمي مقالې د ارشیف څخه په دغه پیوند لوستلای سی: چاڼ شوي مضامين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته