تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کمال دوه عنصره اخلاص او تخصص
 
  September 19, 2015
  0
 په ندوة العلماء لکنهو کي د (مشهور نابغه عالم علامه سید) ابوالحسن ندوي رحمة الله علیه  وينا په ١٩٦٧ م سنة کي د نومبر د مياشتي پر ٢٨ نېټه باندي.

اخلاص او تخصص:
 
ګرانو طالبانو! نوى تعليمي کال راغلى او او س پيليږي ، په تاسو کي به يو شمېر طالبان زاړه دلې وه او يو شمېر په سږ کال راغلي وي ، تاسو فرض کړئ چي ټوله اوس نوي راغلي ياست ددې لپاره چي دعمل ميدان ته دراوتلو لپاره ټينګ او پياوړى عزم وکړئ.

تاسو ټوله دنوي کال په شروع سره دژوند نوې پاڼه اړوئ او نوى سفر پيلوئ، له  همدې وجهي څخه زه ويلاى سم چي داددې ځاى دئ چي تاسو دخپلو استاذانو او غمخوارانو څخه غوښتنه وکړئ او دا ستاسو حق دئ.

خبري خو ډيري دي مګر زه يوه خبره د نصحيت په ډول درته کوم هغه داچي هڅه وکړئ تر خپله توانه د ګټو او علومو دزده کړو سره يوځاى ولاړ سئ تل دګټي احساس ژوندى وساتى ځکه  څوک چي داستفادې احساس نه لري هغه دحيوانانو سره برابر دئ همدا احساس دئ چي انسانان دملايکو ځاى او يا تر هغه لوړو ځايونو ته رسوي.

يو جالب مثال

تاسو فرض کړئ يو سړي خزانه پيدا کړه دغه خزانه يې دجواهراتو يو متخصص ته يووړه ورښکاره يې کړه ، متخصص ورته وويل : دا دالماسو يوه ټوټه ده خورا زيات ارزښت لري مګر درې شرطونه لري که دغه درې شرطونه پکښي موجود سي  ارزښت لري او که پکښي موجود نسي هيڅ ارزښت نه لري:

١ : دغه الماس بايد ښه پاک او وځلول سي ټول کونجان يې بايد پاک سي که داسي ونسي هيڅ ارزښت نه لري.
٢  : ډېر نازک دئ که ولوېدئ له منځه ځي.
٣ : که مات سو بيا نه جوړيږي.

اوس نو دغه کس  مکلف دئ چي دغه شرطونه به پوره کوي څو دغه الماس پوره قيمت پيدا کړي او زيات ارزښت لرونکى سي.

ګرانو عزيزانو ! دالله جل جلاله  په کور کي په منبر ناست يم قسم کوم چي تاسو همدغه الماس ياست. دغه الماس دژوند، درس ويلو او فرمانبردارۍ دصلاحيتونو او نيکوکارۍ څخه عبارت دئ. له همدې امله تاسو ددغه صلاحيتونو څخه کار واخلئ څو وتوانېږئ چي لوړ مقام ته ورسېږئ هغه مقام چي په اړه يې ويل سوي دي:
ما لا عين راْت ولا اذن سمعت ولاخطر علي قلب بشر 
ژباړه : داسي نعمتونه دي چي نه سترګو ليدلي دي ، نه غوږونو اورېدلي دي او نه دانسان پر زړه باندي را وړاندي سوي دي.

بلي ! تاسو کولاى سي چي جهان ولړزوئ او ديو ملت سرنوشت ته تغير ورکړئ، تاسو کولاى سئ داسي مقام کسب کړئ چي ستاسو دناستي او ملګرتيا په وجهه به نور خلګ ولايت ته رسيږي، هري سيمي ته چي ولاړ سئ ستاسو په تګ سره به دهغې سيمي فضا بدليږي.

يقيناً ستاسو سره داسي وړتيا سته چي په ځان کي داسي انقلاب او بدلون راولئ چي ستاسو له امله به ډېر خلګ جنت ته ولاړ سي.

ښکاره خبره ده چي نبوت ختم دئ مګر تاسو کولاى سئ چي دقرآني اياتونو څخه ديوه ايت تر امر لاندي ژوند وکړئ نو دشيخ الاسلام يا تر هغه لوړي مرتبې ته ورسېږئ او درسول الله صلی الله علیه وسلم  نايبان جوړ سئ.

البته دا کار هغه وخت کېداى سي چي ستاسو عزم او اراده ټينګه سي، که تاسو وغواړئ او اراده وکړئ چي فضل او کمال په لاس راوړئ نو د کايناتو ټول ځواکونه ستاسو په چوپړ کي دي ډېر ژر يې لاسته راوړلاى سئ. د کوم بدبخته به رشد او ترقي نه وي خوښه ؟! په داسي صورت کي چي ټول موجودات درشد او ترقۍ غوښتونکي دي، دمثال په توګه تاسو د تخم يوې کوچنۍ دانې ته وګورئ ! کله چي وکرل سي ، بيا شنه سي يو وخت لويه مېوه داره درخته سي ستاسو رشد او ترقي همداسي ده. ستاسو دترقۍ بله ځانګړتيا داده چي ستاسو ترقي او رشد يوازي په ژوند يا څو ورځو پوري تړلى نه دئ بلکي ستاسو ترقي تر مړيني وروسته هم سته تر هغه وخته پوري چي په الهي ديدار به ستاسو ارام راځي او دا به ستاسو اخرين منزل وي.

علامه اقبال رحمة الله علیه  وايي:
 
اپنى من همـىن دوب کر پاجـا سراغ زندگى
تو اگر مـىرا نهـىن بنتـا نه بن اپنـا تو بن

ژباړه : خپل ځان ډوب کړه ژوند درياب دئ که دي نورو ته ګټه ونه رسيږي خپل ځان ته خو ګټه ورسوه.

راسئ خپلي هيلي نوي کړئ ، ټينګ عزم وکړئ چي درشد او ترقۍ هغه لوړي درجې ته ورسېږئ، قرآنکريم موږ او تاسو ته دهمدغه خبري هدايت کوي.

هر طالب چي په ځان کي دغه درشد او ترقۍ احساس نه لري د ښرې مځکي په څېر دئ چي هيڅ حاصل نه کوي هر ډول تخم چي په کرې هيڅ شي نه شين کوي او بې ځايه ځي. تاسو که خپله ګټه ونه غواړئ نو هيڅ مدرسه او هيڅ مؤسسه ستاسو لپاره کار نسي کولاى.

هڅه او لټون

ترکومه ځايه چي ما دتاريخ او موعظو په کتابو کي مطالعه کړې ده ، څومره چي زه تجربه لرم ما هيڅ مدرسه او هيڅ کتابتون نه دئ ليدلى چي انسان دي يې نيک کړى وي څو چي خپله يې هڅه او لټون نه وي کړى. موږ داسي ډېر مثالونه چي په زرګونو انسانان چي په صادقانه ډول يې کوششونه کړي وي ، هڅه او لټون يې کړى کاميابۍ ، لوړي مرتبې او ولايت ته رسېدلي دي سره ددې چي هيڅ سرپرست به يې نه درلودئ ، نه به يې امکانات درلوده او نه به زمينه ورته مساعده وه خو بيا هم لوړ ، لوړ مقامونه يې تر لاسه کړي دي دا يوازي ددوى دزيار او کوشش نتيجه وه. د ازر په کور کي ابراهيم علیه الصلاة والسلام  پيدا سوى دئ ، امام غزالي رحمة الله علیه  د پلار په نه موجوديت کي ډېر لوړ او ستر مقام پيدا کړ، ځکه دعلم لپاره يې هڅه ، کوشش او زيار ايستلى وو.

سيد عبدالقادر جيلاني رحمة الله علیه 

تاسو دعبدالقادر جيلاني رحمة الله علیه  ژوند مطالعه کړئ چي پلار يې نه عالم وو او نه بزرګ وو يوازي دوفات پر مهال يې وصيت وکړ، چي دده عبدالقادر دعلم لپاره ولېږئ ، کله چي پلار يې وفات سو مور يې غوايي په کتل او ترڅنګ يې تعليم او تربيه په کول، همدا شيخ وو چي وروسته هغه مرحلو ته ورسېدئ چي دټولو خلګو غبطه په کېدل. (قصه يې خورا مشهوره ده)

دشيخ عبدالقادرجيلاني رحمة الله علیه  دژوند په اړه دندوة العلماء په کتابتون کي تر ځاى ډېر کتابونه سته خو په ما په هيڅ ځاى کي نه دي پيدا کړي چي دعبدالقادر جيلاني رحمة الله علیه  پلار دي عالم او يا يو برجسته انسان وو. حاصل داچي رشد او ترقي موروثي شي نه دئ بلکي يوازي دانسان په هڅه او زيار منځته راځي هرڅومره چي دانسان همت لوړ وي ، لوړه اراده ولري او زياته هڅه او لټون وکړي په هغه اندازه به لوړ مقام ته رسيږي لکه چي وايي:

دستـ از طلبـ ندارم تا کام من برآىد 
ىاجـان رسـد به جـانان ىا جـان زتن آىد

تاسو دحضرت مخدم شرف الدين يحيي منيري بهاري رحمة الله علیه  داستان مطالعه کړئ، کله چي نوموړى عالم دزده کړي لپاره ولاړئ نو په کومه مدرسه کي چي اوسېدئ په هغه ځاى کي يې په پوره عزم سره زده کړي ته ځان برابر کړ، دکورنۍ له خوا چي به هر څومره خطونه ورتلل هغه به يې په يوه کوزه کي اچول کله چي فارغ سو نو ټول خطونه يې را واخيستل ټول يې ولوستل دځينو په لوستلو به خوشاله سو او دځينو په لوستلو به خوابدى سو.

دداسي کسانو په اړه هم ډېر مثالونه سته چي پلرونه يې غټ اولياء او علماء وي اولادونو ته يې هرډول زمينه مساعده وي مګر زامن يې له دې امله چي هڅه ، کوشش او لټون نه کوي هيڅ مرتبې ته نه دي رسېدلي. څو چي دانسان دلاسه څه کوشش نه وي وتلى په لاس هيڅ شي نه ورځي.

ګرانو طالبانو ! کله يو سړى په يوه کوچنۍ او غيره مشهوره مدرسه کي دشيخ الاسلامۍ درجې ته ورسيږي او د لوى فضل او کمال ګټونکى سي او که يو څوک په مشهوره او پر مختللې مدرسه کي وي لکه دقاهرې ، مدينې منورې ، درالعلوم ديوبند ، مظاهر العلوم ، ندوة العلماء او داسي نورو مشهورو مدرسو کي وي مګر زيار نه باسي دعلم لپاره لټون نه کوي ښکاره خبره ده چي خالي لاس به پاتيږي.

راسئ ددا اوس څخه دالله جل جلاله  په کور کي ټينګه اراده وکړئ دځانونو څخه داسي ارزښت لرونکي خلګ جوړ کړئ چي هيڅوک نه وتوانيږي چي تاسو رانيسي بلکي ټوله دنيا ونه توانيږي چي ستاسو قيمت ولري، ډېرو بزرګانو دعوه کړې ده چي هيڅوک ددې توان نه لري چي ددوى قيمت پورته کړي تاسو  هم دځان څخه داسي کسان جوړ کړئ.
 

تاسو باور وکړئ زه کله دوزيرانو  سره ملاقات کوم دا کار دځان لپاره افتخار نه ګڼم بلکي ددوى لپاره افتخار دئ چي ما دوى ته وخت ورکړ.

په همدې ځاى کي داسي کسان چي نه غواړي چي د(جواهر لعل نهرو, دهند مشهور او پخوانۍ رهبر دئ) سره ملاقات وکړي نور خو لا پرځاى پرېږده. تاسو د خپلو ځانونو درنښت وپېژنئ الله جل جلاله  ستاسو دراتلونکي ضامن دئ.

که خداى مه کړه ستاسو استعداد او  لياقت بې ځايه ولاړ سي ، وخت بې ځايه درباندي تير سي بيا نه راګرځي لکه هغه الماس چي مات سي بيا نه جوړيږي، په همدې وجه باندي تاسو کوشش وکړئ خپل ارزښت وپېژنئ او وې ساتئ، دژوند هره شېبه غنيمت وګڼئ، کوشش وکړئ دټولني بهترين انسان  ځان جوړ کړئ هره مرتبه چي تاسو وغواړئ هغه در رسيږي يوازي دنبوت مقام نه رسيږي ځکه دنبوت دروازه نوره تړل سوې ده.

څوک به مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمة الله علیه  نه پېژني بلکي هر سړى يې پېژني څنګه يې ټوله دنيا دخپل علم په مټ ترتاثير لاندي راوستل او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

لکه چي يو شاعر وايي:
که ته خپل ځان دالله جل جلاله  کليم وګرځوي نو حتما به دطور ددرختي څخه د (لاتخف) ږغ اورې.

الله جل جلاله  قانون دتل لپاره دئ  لکه چي وايي:
أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ . سورة يونس الاية ٦٢
ژباړه : خبردار اوسئ بېشکه دالله جل جلاله  پر دوستانو باندي به وېره نه وي او نه به دوى غمګين وي.

ولاړسئ دخپلو استاذانو په مرسته د اخلاص او تخصص د حصول لپاره لټون وکړئ.

کېداى سي چي مدرسه به ځيني نيمګړتياوي لري لکه دمؤکولاتو کموالى او داسي نور ستاسو لپاره به بهانه سي ، موږ هم په دې اقرار کوو چي داسي نيمګړتياوي سته خو ستاسو څخه  هيله  لرو چي صبر اوشکر دخپل ځان لپاره خوى جوړ کړئ او په خپلو درسونو باندي بوخت سئ. ځکه که تاسو دښو مؤکولاتو په فکر کي سئ ستاسو همتونه ټيټوي ، زه هم په مدرسه کي اوسېدلى يم داسي کمزورى خوراک مي درلودئ چي نه يې خوند درلودئ او نه پر خوراک باندي حسابېدئ خو بيا مي هم صبر کړى وو دخپل مطلوب دلاسته راوړلو لپاره مي کوشش کاوه او دخپل مطلوب دحاصلولو لپاره بوخت وم.

په آخره کي بيا په تکراري ډول درته وايم چي که تاسو اوسپنيز عزم ولرئ او فولادي همت ولرئ بيا په علم حاصلولو بوخت سئ الله جل جلاله  به ددنيا ټوله شيان  ستاسو لپاره مسخر کړي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا. سورة مريم الاية ٩٦
ژباړه ک بېشکه هغه کسان چي ايمان يې راوړى دئ او نيک عملونه يې ترسره کړي ژر دئ چي الله جل جلاله  به ددوى لپاره دخلګو په زړونو کي محبت واچوي.

الْأَوَّلِينَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَحْوِيلًا. سورة فاطر الاية ٤٣
ژباړه : پس ته به هيڅکله دالله جل جلاله  په قانون کي بدلون پيدا نه کړې او هيڅکله  به دالله جل جلاله  په قانون کي تغير پيدا نه کړې.

ماخذ: خپل ځان وپېژنئ
--------------------------------------
د علامه سید ابوالحسن علي ندوي رحمة الله علیه ژوند لیک په دغه پیوند لوستلای سی:  ژوند لیک
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته