تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت ساره علیها السلام
 
  April 20, 2014
  0
دا د حضرت ابراهیم علیه السلام بي بي او د حضرت اسحق علیه السلام مور ده. ددې د فرشتو سره خبري او د ملائیکو ودې ته دا ویل چي پر تاسو ټولو اهل البیت د الله رحمت او برکت دی، په قران شریف کي ددې پرهېزګاري ذکر سوې ده او ددې د دعا د قبلېدو یوه قصه په حدیث شریف کي راغلې ده. (بخاري شریف)

کله چي حضرت ابراهیم علیه السلام هجرت وکړی شام ته ولاړی نو دا هم په سفر کي ورسره وه ، په لاره کي د یو ظالم پاچا کلی راغلی دغه بدبخته یو چا خبر کړی چي ستا و پاچاهۍ ته یوه ډېره ښایسته بي بي راغلې ده، دې ظالم پاچا حضرت ابراهیم علیه السلام راوغوښتی او پوښتنه يې ځني وکړه چي ستا ملګرې ښځه ستا څه ده؟ ده مبارک ورته وفرمایل چي زما د دین خور ده! ښځه یې په دې خاطر ونه ویل چي دغه پاچا به د ښایستې ښځي خاوند مړ کوی. 

نو کله چي حضرت ابراهیم علیه السلام د هغه ځای څخه راغلی حضرت ساره رضي الله عنها ته یې وفرمایل چي زما خبره مه درواغ کوه لکه څنګه چي ما وویل ته په دین کي زما خور يې. کله چي دغه ظالم پاچا حضرت ساره رضي الله عنها بوتله نو کله چي دې بي بي ته معلومه سوه چي دده نیت خراب دی نو دې مبارکي اودس وکړی، لمونځ يې وکړی او دعا يې وکړه چي یا الله! که زه چیري ستا پر نبي ایمان راوړونکې او همیشه د خپل عزت ساتونکې یم نو دغه کافر ته پر ما قدرت مه ورکوې! (دا شرط د پاره د تاکید د مضمون دی د شک د کېدو لپاره نه دی ، مطلب يې دا وو چي زه ضرور مسلمانه یم، نو د ایمان او اسلام په برکت سره ما ددې بلا څخه خلاصه کړې). وروسته د پاچا داسي حال سو چي د ډېر تکلیف په وجه سره بې تابه او بې قراره سو، لاسونه او پښې به يې سره غورځول بالاخره خوشامد او زارۍ یې شروع کړې! او ورته ویل يې چي ای بي بي! الله ته دعا وکړه چي زه ښه سم، زه پخه وعده درسره کوم چي هیڅ نه درته وایم. دې مبارکي ته هم دا فکر پیدا سو چي که چیري مړ سي نو خلګ به وايي چي دغي ښځي به وژلی وي، غرض دا چي دده د ښه والي دعا يې وکړه نو پاچا دستي ښه سو!

ده ظالم بیا د شر او فساد اراده وکړه، دې مبارکي بیا ښیرا ورته وکړه چي ده بیا زارۍ او خواصتونه ورته شروع کړه او دې بیا دعا ورته وکړه. غرض دا چي درې واري دغسي واقعه پيښه سوه، اخر يې چیغي او نارې کړې چي تاسي څنګه ښځه ماته راوستلې ده؟!! دا رخصت کړئ! او حضرت هاجره رضي الله عنها چي د قبطیانو د قوم څخه وه او دغه ظالم باچا په ظلم سره راوستلې وه، مینځه کړې يې وه، او همدارنګه الله تعالی ددې عزت هم ساتلی وو، نو د خدمت لپاره یې حضرت سارې رضي الله عنها ته وسپارل. ماشاءالله په عزت او آبرو سره حضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام ته ورغله!

فایده: بي بي ګانو وګورئ! پارسايي او پرهیزګاري څنګه د برکت شی دی!! ددغسي انسان څنګه الله عزوجل ساتنه او حفاظت کوي؟! او دا هم معلومه سوه چي په لمانځه سره مصیبت او غم لیري کیږي او دعا قبلیږي. نو چي هر څوک پریشانه سي بس نفلونه او دعا دي کوي.

ماخذ: بهشتي زېور، دوهم جلد، صفحه: ۱۴
--------------------------------
د خوندو لپاره مستقله څانګه دلته لیدلای سی: نېکمرغه مېرمن

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته