څانګه: انبیاء (عليهم الصلاة والسلام) نيټه: April 28, 2014
       
د حضرت شعيب علیه السلام ژوند لیک
شعيب علیه السلام  لس ځلي په قرآنکريم کي په بېلابېلو ځايو کي ذکر سوى دئ يعني په سورة هود ، شعراء اوعنکبوت کي ذکر سوى دئ. شعيب علیه السلام  الله جل جلاله  مدين ته لېږلى وو . دمدين خلګ په (اصحاب الايکة ) سره هم ياد سوي دي لکه چي الله جل جلاله  فرمايي:

كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ. إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ. سورة شعراء الايتان ١٧٦ ، ١٧٧
ژباړه : اصحاب ايکه ورسولانو ته نسبت ددرواغو وکړ، کله چي دوى ته شعيب علیه السلام  وويل : اياتاسو نه بېرېږئ؟

ځيني مفسرين په دې آند دي چي اصحاب الايکة بل قوم دئ الله جل جلاله  شعيب علیه السلام  هغه وخت ورولېږئ کله چي دمدين خلګ هلاک سوه دوى هم دشعيب علیه السلام  تکذيب وکړ، نوځکه الله جل جلاله  پردوى باندي يوم الظلة عذاب راوستى . البته صحيح خبره داده چي اصحاب المدين اواصحاب الايکة يو دي ځکه په سورة شعراء کي په څرګند ډول بيان سوي دي چي دوى په تول او ترازو کي کمښت کاوه او دا هم دمدين دخلګو عادت وو . اصحاب  الايکة ته ځکه اصحاب الايکة ويل کيږي چي ددوى داوسېدو مځکه يوه هوار مځکه وه درختو خورا ښه وده پکښي کول . دغه خلګو تجارت ، کښت او کرونده کول ددوى په مځکه کي خورا زياتي مېوه لرونکي درختي وې .
 

د شعيب علیه السلام  نسب

شعيب علیه السلام  دميکيل زوى وو ، ميکيل ديشجر زوى وو ، يشجر دمدين زوى او مدين يو دابراهيم علیه السلام  داولادو څخه وو . دده مور دلوط علیه السلام  لور وه ، دشعيب علیه السلام  لېږد تر لوط علیه السلام  وروسته سوى دئ او تر موسي علیه السلام  مخکي سوى دئ ځکه الله جل جلاله  دده دقوم په قصه کي فرمايي:

(وماقوم لوط منکم ببعيد) يعني ستاسو څخه دلوط علیه السلام  قوم ډېر ليري نه دئ.
همدا  ډول الله جل جلاله  نوح علیه السلام  ، بيا هود علیه السلام  ، بيا صالح علیه السلام  او بيا شعيب علیه السلام  يادوي ددوى په تعقيب داسي فرمايي:

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَى بِآيَاتِنَا إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ . سورة اعراف الاية ١٠٣
ژباړه : بيا موږ تردوى وروسته موسي علیه السلام  دمعجزو سره وفرعون او دده قوم  ته ولېږئ.

دپورتني آيت څخه په څرګند ډول معلوميږي چي دشعيب علیه السلام  زمانه تر موسي علیه السلام  او هارون علیه السلام  مخکي ده . ځينو مفسرينو په دې موضوع کي خورا لويه اشتباه کړې ده او وايي چي دشعيب علیه السلام  زمانه دموسي علیه السلام  ترزمانې څو پېړۍ وروسته ده . البته دا نظر په څرګند ډول دپورتني آيت  سره په ټکر کي دئ. پاته دي نوي چي دغه کسان اصلاً په يوه شي باندي تېروتلي دي هغه داچي دوى دشعيب علیه السلام  او شعيا علیه السلام  ترمنځ توپير نه دى کړى ، شعيا علیه السلام  دالله جل جلاله  يو پيغمبر دئ چي الله جل جلاله  يې په قرآن کي يادونه نه کړې . دوى په دې باندي تېروتلي دي چي پرشعيب علیه السلام  باندي يې شعيا علیه السلام  ګومان کړى دئ او حال داچي داسي نه ده ځکه ځينو علماؤ په تېروتنه سره خلګ پوه  کړي او خبر يې ورکړى دئ چي په ددغه دوو نبيانو ترمنځ توپير وکړي.

د شعيب علیه السلام د اوسېدو ځاى په مدين کي چيري وو؟

دمدين خلګ عربي نژاده وه چي دحجاز په ښارونو کي اوسېدل اود شام شمالي لوري ته پراته وه .
طبري ليکي : دمصر او مدين ترمنځ واټن اوه شپې او ورځي مزل دئ.( تاريخ طبري)

ددې څخه څرګنديږي چي د اوسنى معان سيمه چي دفلسطين په جنوبي لوري کي واقع ده همدغه سيمه دشعيب علیه السلام  داوسېدو ځاى وو. دمدين خلګ خپل نېکه ته منسوبيږي چي مدين نومېده او دابراهيم علیه السلام  زوى وو. په تورات کي دغه نوم په مديان سره ليکلى دئ. ځکه مدين په دغه سيمه کي زېږېدلى دئ او په دغه سيمه کي يې ددغه قوم څخه ښځه غوښتې ده او دهغې څخه يې اولادونه زېږېدلي دي چي آخر يې شمېر زيات سوى دئ او دمدين په خلګو سره نومول سوي دي.

د شعيب علیه السلام خپل قوم ته دعوت

دمدين خلګو تجارت ، کښت او کرونده کول په دغه سيمه کي دوى خورا ښه ژوند درلودئ. دابراهيم علیه السلام  دين يې پالى ، لږه زمانه نه وه تېره سوې چي دوى ددغه دين څخه واوښتل په الله جل جلاله  سره يې کفر وکړ، او دخپلي سيده لاري څخه وګرځېدل، په خپلو منځو کي يې زيات شمېر ناوړه او ناروا کارونه رواج کړه، چي له ډلي څخه يې په کمه پيانه شيان ورکول او په ترازو کي کموالى ديادوني وړ دي ، دوى وخلګو ته په کمه پيانه شيان ورکول او په کم کاڼي به يې شيان ورکول ، فساد به يې پر مځکه خوروئ او نېکو کارونو ته يې هيڅ پاملرنه کول.

الله جل جلاله  ددوى لوري ته شعيب علیه السلام  ولېږى څو دوى ته دتوحيد عقيده دعوت کړي دکم ترازو او کمي پېمانې څخه يې منعه کړي او نېکو کارونو ته يې امر کړه . بدبختانه ددوى څخه په ډېر لږ شمېر کسانو ايمان راوړى زيات شمېر خلګو يې شعيب علیه السلام  درواغجن وباله او ورته وې ويل چي ته دالله جل جلاله  استازى نه يې. کومو کسانو چي کفر وکړ، هغوى ډېره بدبختي اختيار کړه دلارو پرسرو باندي به کښېناستل کوم خلګ چي به شعيب علیه السلام  ته ورتلل هغوى به يې ددې څخه منعه کول چي ايمان راوړي.کومو خلګو چي به ايمان راوړى هغوى به يې په ډول ، ډول تکليفونو تهديدول لکه چي الله جل جلاله  دشعيب علیه السلام  دخولې څخه حکايت کوي:

وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا. سورة اعراف الاية ٨٦
ژباړه : شعيب علیه السلام  خپل قوم ته وويل : تاسو پر هره لاره مه کښېنئ چي خلګ بېروئ او دالله جل جلاله  دلاري څخه هغه څوک راګرځوئ چي ايمان پر الله جل جلاله  باندي راوړي او تاسو په دې لاره کي کوږوالى لټوئ.

کله چي شعيب علیه السلام  پر خپل دعوت باندي اصرار او ټينګار وکړئ ،  تل به يې خپل دعوت مخ په وړاندي بېوئ په دغه وخت کي دشعيب علیه السلام  قوم دده سره په ښکاره دښمني پيل کړه ، ده ته يې وويل : موږ ستا په خبرو نه پوهيږي او ده ته يې اخطار ورکړ، چي که ستا سره ستا کومکيان او پيروان نه وه موږ به تا ووژنو لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ  كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ . سورة هود الاية ٩١
ژباړه : دوى وويل : اې شعيبه! موږ ستا په ډېرو خبرو نه پوهيږو بېشکه موږ تاکمزوى وينو که ستا سره ستا ډله نه وه موږ به تا سنګسار کړو او ته پرموږ باندي برلاسى نه يې.

تردې وروسته دشعيب علیه السلام  قوم ده او دده پيروانو ته اخطار ورکړ، چي  که ته او ستا پيروان زموږ دين ته بېرته راوانه وړې موږ به تا اوستا پيروان دخپل وطن څخه وشړو لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ. سورة اعراف الاية ٨٨
 
ژباړه : دشعيب علیه السلام  دقوم څخه دسرکښو انسانانو  مشرانو وويل: اې شعيبه! موږ به تا او هغه کسانو چي ايمان يې راوړى دئ دخپل کلي څخه وباسو اويا به تاسو بېرته زموږ دين ته را اوړى.شعيب علیه السلام  ورته وويل : ايا موږ ستا دين ته درواړو که څه هم موږ ناخوښه يو.

د شعيب علیه السلام  دقصې څخه عبرت

داسي قوم ته زيات تعجب دئ چي خپل ګران پيغمبر يې  دوى ته داسماني  پيغام سره راځي ، داسي پيغام  لکه لمر مګر دوى ورته ووايي : موږ ستا په خبرو نه پوهيږو ، ته ډېر کمزورى يې که ستا سره ستا ډله نه وي موږ به دي سنګسار کړو ، سره ددې چي دده پيغام او دعوت خورا څرګند وو. پيغمبر يې ديوه الله جل جلاله  دعبادت لوري ته رابولي خو دوى بدبختان ورته وايي موږ به تا اوستاپيروان دخپل وطن څخه وشړو.

شعيب علیه السلام  دا خلګ په کمه پيمانه او کم ترازو سره دشيانو ورکولو څخه منعه کوي ، دوى په ډېره بده لهجه اوسختو الفاظو سره جواب ورکوي . دده په لمانځه اوعبادت پسخند وهي او وايي :

قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَنْ نَفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ . سورة هود الاية ٨٧
ژباړه : دوى به ويل : اې شعيبه! ايا ته موږ په لمانځه سره امر کوې ددې لپاره موږ هغه عبادت پرېږدو چي زموږ پلرونو کاوه او ياموږ منعه کوې دهغه کارو څخه چي موږ يې په خپله خوښه په خپلو مالو کي کوو(بيا به يې دپسخند په ډول ورته ويل:) بېشکه  ته زيات بردباره يې او زيات لارښودونکى يې . 
 

په الله جل جلاله  قسم کوم چي بيخي دتعجب خبره ده چي يو جاهل په يوه عالم باندي پسخند وهي ، يو لېونى په پوه اوهوښيار سړي باندي مسخرې کوي. دحيرانتيا خبره ده چي يو ناپوه کس دي ددليل او منطق څښتن وګرځي او بيا دي وغواړي چي پر مخالف کس باندي چي دعفت ، پوهي او فضيلت څښتن دئ ــ برلاسى دي پرپيدا کړي ، ايا دا کېداى سي؟ که څه هم ناپوهه خلګ په خپل فکر سره هرڅه وکړي يعني عيب فضيلت وګڼي او فضيلت عيب وګڼي بيا هم خپلي موخي ته نسي رسېداى کافرانو به تل دانبياؤ علیهم السلام  سپېڅلي لاري په ډول ، ډول تورنو باندي بدنامه کولې او دوى ته به يې اخطارونه ورکول يعني هغوى به ښه ورسره کول خو دوى به په جواب کي بد ورسره کول داټول ددوى ناپوهي وه لکه الله جل جلاله  چي دلوط علیه السلام  په قصه کي فرمايي :

قَالُوا أَخْرِجُوا آلَ لُوطٍ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ . سورة اعراف الاية ٨٢
ژباړه : دلوط علیه السلام  قوم به ويل : تاسو دوى دخپل کلي څخه وباسئ بېشکه دوى داسي خلګ دي چي پاکي کوي.

همدا ډول دشعيب علیه السلام  دقوم موقف هم وو او ويل به يې :
وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ.  سورة اعراف الاية ٩٠
 ژباړه : دشعيب علیه السلام  دقوم څخه مشرانو به ويل : که تاسو دشعيب پيروي وکړئ نو خامخا به تاسو دتاوانيانو څخه سى.
 

د مدين د خلګو هلاکت

دمدين دخلګو لويه بې عقلي وه چي دشعيب علیه السلام  څخه يې وغوښتل : که ته ريشتيا دالله جل جلاله  استازى يې نوموږ ته داسمان دلوري څخه داور يوه ټوټه راکښته کړه ، ددوى ددغه  غوښتي له وجهي څخه پردوى باند ديوم الظلة عذاب نازل سو. الله جل جلاله  اوه ورځي پردوى باندي سخته ګرمي راوستل آن تردې چي ددوى اوبه لا وايشېدې داوو ورځو دسختي ګرمۍ څخه وروسته يوه ورځ دوريځي يوه ټوټه راغلل دوى ټول ورغلل دهغې وريځي تر سايې لاندي کښېناستل ددې لپاره چي دګرمۍ څخه ځان په امن کي کړي دلږ وخت وروسته مځکه ولړزېده بيا ارامه سوه ورپسي داسمان څخه يو اور راغلى دوى يې ټول وسوځل اوهلاک يې کړه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

 فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ. سورة شعراء الاية ١٨٩
ژباړه : دوى شعب علیه السلام  درواغجن وباله نو دوى ديوم الظلة عذاب ونيول ، بېشکه دغه عذاب دلوي ورځي وو.

شعيب علیه السلام  دخپل قوم ترهلاکت وروسته تريو وخته پوري ژوندى وو وروسته وفات سو. داټول کارونه د يوسف علیه السلام  تر وفات وروسته او دموسي علیه السلام  دپيدايښت په منځ کي واقع سوي دي خو غالب ګومان دادئ چي دشعيب علیه السلام  قوم هغه وخت هلاک سو چي بني اسرائيل مصر ته منتقل سوي وه.

والله اعلم وعنده ام الکتاب.
---------------
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 
یادونه: د نورو انبیاوو علیهم السلام مقدس ژوند لیکونه په دغه برخه کي لوستلای سی: انبیاء علیهم الصلاة والسلام
 
 
د همدې برخي نور توکي

موسیقي او ساینسي څېړني