تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نڅا پایله!
 
  October 12, 2014
  0
ژباړه: یاسر احمد ودان
رالېږونکی: ګل محمد
 

په ودونو کي د ګډون له مینوالو څخه ومه، زه یوه پرهېزګاره مېرمن وم او زما خاوند هم ډېر دینداره ؤ. خاوند به مي راته ویل چي په پردیو ودونو او مجلسونو کي له ګډونه ډډه کوه، او د الله جل جلاله له نارضيتوبه به یې ډارولم. خو یوه ورځ مي په داسي واده کي ګډون وکړ چي د واده محفل رنګین ؤ، مېرمنو ډول- ډول ښکلي جامې اغوستي وې، د محفل ګډونوالي په نڅا سر وې، سندري یې ویلي. زما هم زړه ونه دردېدی، برقه مي له سره لیري کړه، د سندرو او ګډا میدان ته ور شوه سوم. دا چي زه ښایسته وم نو غوښتل مي چي ننی محفل زما د حسن په ستایلو لاس ته کړم، غوښتل مي ټولي راغلي ښځي هر طرف ته زما د حسن او جمال ستایني وکړي. په دې وخت کي ګډونوالو زما تعریف شروع کړ، چي له ښځو مي د ځان ستاینه تر غوږو سوه لکه ګل وغوړېدم. 

 

  په زړه کي مي د خپل حسن او جمال غرور پیدا سو. ښکاره خبره ده چي د خپلي ښکلا په ستاینه به څوک نه خوشالیږي؟. خاوند به مي هر وخت راته نصیحت کاوی چي د کور دباندي هیڅ کله هم ځان مه بې پردې کوه، د کور دباندي په پرده کي ګرزه او همدا حدیث به یې راته اوراوی:

 

 
 مَا مِنْ امْرَأَةٍ تَضَعُ ثِيَابَهَا فِي غَيْرِ بَيْتِ زَوْجِهَا إِلَّا هَتَكَتِ السِّتْرَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ رَبِّهَا .(احمد۴۱/۶، ابوداود(۳۷۵۰)، مستدرک حاکم او داسي نور )

 

  ژباړه: کومي مېرمني چي له خپل خاوند پرته د کور دباندي پرده لیري کړه، هغې د ځان او خپل رب تر منځ پرده چاک ( پرې) کړه. 

 

  یوه ورځ مي خاوند کوم خلیجي هیواد ته سفر وکړ، هلته په یوه دفتر کي د دوو ځوانانو تر منځ پر دې خبره اختلاف وو چي په خلیجي هیوادونو کي د کوم هیواد نجوني ښکلي دي؟ دې وخت کي یو ځوان ویډیو سي ډي را ویستل چي زموږ له هیواد وال څخه یې په لوړه بیه را نیولې وه، په دې سي ډي کي د هغه واده ویډیو هم وه چي ما پکښي ګډون کړی ؤ. کله چي ځوان هغه ويډیو یا فلم را واړوی چي ما پکښي نڅا کول د خاوند له پښو مي مځکه وښویده، دې فلم کي زه په ګډا سره وم، سندري مي ویلې.... په د فتر کي ناستو خلکو زما د ښکلا او ښایست نندارې ته واه واه ویله او ډول- دول خبري یې کولې. زما د خاوند په زړه کي سرې سکروټي بلي وې او لمبو يې د قهر او غضب طوفان په جوش کي راوستی. 

 

 
هغه سم دستي نور کارونه وځنډول او خپل وطن ته را وګرزېدئ، چي کور ته راغلی زما او د ده تر منځ جګړه پیل

 

 سوه او په پایله کي زما انجام هغه سو چي د یوې مېرمني لپاره تر ټولو دردناکه او ستونزمنه چاره ده. اوس زهطلاقه سوې یم، د عذاب ژوند راباندي تېریږي، د خپلي بې پروایۍ او بد بختۍ له لاسه د رسوایۍ او بد نامۍ سره لاس او ګرېوان یم او اوس د یوازیتوب ترخې شپې او ورځي تېروم، زما هوس او نفسیاتي غوښتنو د ټول ژوند خوشالي او نیکبختي را څخه غلا کړه.
 
 
 د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څخه
--------------------------------------------------
یادونه: د خوندو د اسلامي لارښوونو او معلوماتو لپاره د (نېکمرغه مېرمن) څانګه کلیک کړئ.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته