څانګه: ستاسو لیکني نيټه: July 23, 2014
       
د روژې د اخيرنۍ لسو شپو فضائل
مولوي عبدالنافع صاحب

د روژې اخيرنۍ لس شپې خاص او ځانگړي فضيلتونه لري، او پيغمبر صلى الله عليه وسلم پدې لسو شپو كي د روژې د نورو شپو په پرتله د زيات عبادت كولو کوښښ كاوه، او ځيني خاص اعمال يې ترسره كول، چي له هغې جملى څخه ځیني دا دي:
 
پدې لسو شپو كي به يې اعتكاف كاوه.

پدې لسو شپو كي به كوروالۍ ته نه نژدې كيده، تر څو عبادت كولو ته فارغ او وزگار شى.

ټوله شپه به يې تر سهاره پوري په عبادت او ذكر او تسبيح او تلاوت او دعا كولو كي تيرول، او خوب به يې نه كاوه.

خپلي بيبیاني به يې هم تهجد كولو او عبادت كولو ته راويښولې.

نو هر مسلمان ته پكار ده چي د خپل محبوب پيغمبر صلى الله عليه وسلم د تگلاري متابعت او پيروي وكړي، ځكه پيغمبر صلى الله عليه وسلم ددې جد وجهد او طاعت او عبادت كولو څخه يو لوى مقصد د خپل امت لپاره لارښوونه ده چي ددغي مباركو شپو د بركت او فضيلت څخه برخمن شي. 

نو زموږ ستر پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم چى الله تعالى ورته مخكني او وروستني گناهونه ټول بخښلي دي او له گناه څخه معصوم دى، دومره د الله تعالى د عبادت او هغه ته د تقرب او نژدې والي حاصلولو کوښښ او جد او جهد كړی دی نو موږ گناهگارو امتيانو ته خو حتمي او لازمي ده چي ددې مباركو شپو د فضيلت او بركت څخه په استفادې سره د خپلو گناهونو مغفرت وغواړو، او د لوى خداى جل جلاله دربار ته د عذر او زارۍ او عاجزۍ په حال كى ودريدلو ته ځانونه تيار كړو، او په عبادت كولو سره يې د تقرب حاصلولو کوښښ وكړو. 

نو هر مسلمان ته ښايي چي پدې لسو شپو كي د زيات عبادت كولو کوښښ وكړي. په تراويح او تهجد كولو سره، د قرآن په تلاوت كولو سره، په ذكر او تسبيحاتو ويلو سره، په دعا كولو سره، په صدقه او خيرات وركولو سره، او الله تعالى ته د زړه د توجه كولو سره، او په زړه كى د هغه نه ويره كولو سره، او د زړه په صفايى سره هغه ته  تقرب او نژديكت حاصلولو سره خپل ايمان تقويه او پياوړى كړي، او د دنيايي چارو او كارونو څخه ځان راټول كړي، او خپله ټوله توجه د لوى پروردگار جل جلاله په لوري واړوي، او په عبادت او مناجات باندي په خوند اخيستلو او لذت حاصلولو سره خپل زړه منور او آباد كړي.

ددغو لسو شپو يو بل لوى فضيلت دا دى چي په هغو كي د قدر شپه (ليلة القدر) راځي، چي د هغې يوې شپې عبادت د زرو مياشتو تر عبادت غوره دی.

دقدر د شپې تعين چي په كومه شپه كي به وي معلومه نده، خو په همدې لسو شپو كي به وي، او په طاقو شپو (21، 23، 25، 27، 29) كى يې له نورو څخه احتمال زيات دى، او په اوويشتمه شپه كي تر ټولو زيات احتمال لري چي د قدر شپه وي، لكه څنگه چي په نبوي احاديثو كي راغلي دي، نو د اوويشتمي شپې ته بايد ځانگړې توجه وشي، او د نورو شپو په پرتله بايد زيات د عبادت او مناجات او مغفرت او د گناهونو د بخښني، او جنت ته د داخليدلو، او د دوږخ څخه د نجات حاصلولو دعا وشي، او په غفلت كي يې تيره نكړي، تر څو ددې ستري شپې د فضيلت او بركتونو څخه محروم پاتي نشي.

عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه: چي كه مي د قدر شپه وموندل، نو څه ووايم، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دغه دعا وكړه: (اللَّهُمَّ إنكَ عفُوٌّ تُحبُّ الْعَفْوَ فاعْفُ عَنِّي) پروردگاره! ته د گناهونو بخښونكى يې، او د بندگانو د گناهونو بخښل ستا په نزد غوره دى، نو ماته د گناهونو بخښنه وكړې.

نو دعا كول پدې شپو كي ډيره غوره عمل دى، نو هميشه بايد دغه دعا د مسلمان ورد او د ژبي پر سر وي.

پدې شپو كي د امام سره په جماعت تراويح كولو سربيره د شپې لخوا بايد د تهجد لمونځ هم وكړي او غفلت ور څخه ونكړي.

ابو هريره رضي الله عنه د نبي كريم صلى الله عليه وسلم څخه روايت كوي چي فرمايي: څوك چي د قدر شپه په اخلاص سره په عبادت او طاعت كي تيره كړي، نو تير شوي گناهونه به يي ټول وبخښل شي.

نو دا يو ډير لوى او ستر فضيلت دى، هر مسلمان ته ښايي چي د هغى د حاصلولو کوښښ وكړي، او ددې مباركو شپو فضيلتناكى شيبې په غفلت او بيهوده كارونو كي تيري نكړي.

لكه څنگه چي كي ذكر شول چى څوك د قدر شپه په دعا او عبادت كى تيره كړي نو ټول پخواني گناهونه به ورته وبخښل شي. البته دا دوړو گناهونو په هكله دى. اما لوى گناهونه (گناه كبيره) يوازي په توبه باندي بخښل كيږي، الله جل شانه فرمايي: (إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلاً كَرِيمًا) (سورة النساء: 31). ژباړه: كه تاسو دهغو لويو گناوو څخه چي ورنه منع شوي ياستئ ډډه وكړئ، نو ستاسى وړى گناوى به وبخښو، او تاسى به يو د عزت ځاى (جنت) ته داخل كړو. 
 
او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايى: (الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ) (صحيح مسلم/574) ژباړه: پنځو لمونځونو ترمنځ، د يوې جمعې څخه تر بلي جمعې پوري، د رمضان د مياشتي څخه تر بل رمضان مياشتي پوري گناهونه بخښل كيږي، چي كله د لويو گناهونو څخه ډډه وكړي.

نو دپورتني آيت او حديث په دليل واړه گناهونه د فرض لمونځونو په ذريعه، او دجمعي د لمانځه په ذريعه، او د فرض روژې په ذريعه بخښل كيږي.

خو د لويو گناهونو د بخښلو شرط توبه ايستل دي، الله جل شانه فرمايي: (وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا (69) إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) (سورة الفرقان: 68-70) 

ژباړه: هغه كسان چي له خداى سره بل كوم معبود نه بولي او هغه انسان چي الله يې (وژل) حرام كړي دي، په ناحقه نه وژنې، او زنا نه كوي، او څوك چې دا كار وكړي د هغه جزا به وويني. د قيامت په ورځ كښې به د هغه عذاب دوه چنده شي او دى به په هغه عذاب كى خوار او زار د تل د پاره پاتې شي. مگر هغه څوك چي توبه يې وكړه، او ايمان يې راوړ او نيك عمل يې تر سره كړ، ددغسې كسانو گناهونه به خداى په نيكى بدل كړي، او خداى بخښونكى (او) مهربان دى.
نو پدې آيت شريف كي د لويو گناهونو لكه كفر، قتل، او زنا وروسته د هغى د بخښلو شرط توبه ښودل شويده.

او په شريعت كي د توبې د قبليدو لپاره درې شرطونه دي: يو دا چي توبه به يې په اخلاص سره وي، دويم دا چي په گناه باندي به پښيماني ښكاره كړي، دريم دا چي په آينده كي به د هغه د نه كولو اراده كوي. او كه چيري په نوموړي گناه كي د خلكو حق خوړل شوى وي او ظلم پرې شوى وي، نو د توبې د قبليدو لپاره څلورم شرط هم ضرور دى، او هغه دا چي د مظلوم سړي حق به ادا كوي، او يا به له هغه څخه معافي او د حق بخښنه غواړي. 

 
 
د همدې برخي نور توکي

د امام مالک رحمة الله علیه ژوند