تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زغـم
 
  August 8, 2016
  0

 مولوي احمدالله  ''ابوالبدر''


له نن څخه شاوخوا يوويشت کلونه مخکي چي کله زه په نورالمدارس الفاروقيه مدرسه کي متعلم وم نو موږ پنځلس کسان په يوه اطاق کي ګډاوسېدلوټول ملګري زما پرطبع برابروه، ښه زيارکښه او دمطالعي شوقيان وه، مولوي شيراحمد دي خداى جل جلاله  وبخښي ځيني وخت که به کوم ملګري د مطالعي پرمهال ډيرجز يي مزاحمت وکړئ ده به په سروسترګومنع کړ،  ملګري ښه وه خپل په منځ کي يې مينه کول، که به کوم چادژبي جوهرله لاسه ورکړ، نوروملګرو نه ورسره سپينوله ،  ورځنی تقسيم   اوقات يې په غورعملي کاوه شاوخوا په يو شواروز (شپه  او ورځ)کي يې اته ساعتونه مطالعه کول ، ځيني ملګري چي دخوب شوقيان وه دمطالعي زوريې د ورځي لخوا ايستئ ، ملګرو دايو هنر درلودئ  چي کله به دشپې لخوا دمطالعې پرمهال خوب خپل وزرونه وغوړول نو يوملګري به يوه ظريفه خبره وکړه ، دې خبري به دومره زوردرلودئ، چي  دټولوانډيوالانوخوب به يې وتښتاوه چي بيا به يې په ويښومغزو- نوې مطالعه پيل کړه دې خبري بل تاثيرهم کاوه هغه داچي ملګري به يي نورسره ګران کړه داګرانښت به ځيني وخت دومره زيات سو،  چي ځيني ملګرو به ګمان کاوه، چي داپيوندنه شلېدونکی دئ، نودډيري خوش باورۍ په وجه به يې کله ناکله بېباکي پيل کړه .

يوه ورځ ماځيګرمهال، چي کله په مدرسه کي دماځيګر اذان ازانګې  وکړې اوټولو متعلمينو دکتابو له خال اوخط څخه سترګي راپورته کړې په خپل منځ کي په خبرو بوخت سوه  ناڅاپه يو ه ملګري، چي اوس په دي خاورينه کره کي ژوندى  نه دئ،  بل ملګري سعيد ته سپکي وويلې  پيغورونه يي ورکړه موږ ګمان کاوه، چي اوس به سعيد دخپل زړه سکروټي وپاشي ، خوسعيدپه سړه سينه دده نېښونه وزغمل .

دوې دقيقې وروسته  هغه ملګري چي بديې ويلي  وه په کږ ه غاړه راغئ دسعيد پښوته ورکښته سو ويې ويل زماوجدان به راضي نسي، چي ستاپښې مي مچ کړي نه وي ، نو دلته  زما هغه خبره راياده سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل اصحابوته کړې وه، چي ترټولولوئ پهلوان هغه څوک دی،  چي زغم ولري اوس موږ وليدل چي دسعيد په باړخوکي دبرياليتوب سرخي ښورېده خودهغه بل ملګري سترګي له شرمه نه پورته کېدې.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته