څانګه: نکاح نيټه: August 8, 2014
       
د عدې نفقه
سړى چي ښځي ته بائن يا رجعي طلاق ورکړي دا ښځه به د طلاق عده تېروي او د عدې په مده کي د ښځي د خوراکې ، جامو او هستوګن ځاى خرڅ ټول پر مېړه باندي لازم دى .

د ښځي چي مېړه مړ سي د وفات عده به تېروي ، د وفات په عده کي ښځي لره د خپل خاوند د ميراث څخه د عدې د ورځو نفقه نه ورکول کيږي ، بلکي هغه د ميراث ونډه چي يې هر څونه وي هغه ورکول کيږي ، کونډي لره د عدې د خرڅ د پاره د ميراث د ونډي څخه زياد شئ نه ورکول کيږي .

همداسي د ښځي او مېړه تر منځ چي هر بېلتون د ښځي د معصيت لکبله را منځ ته سي د هغه بېلتون په عده کي هم ښځه د نفقې حق نه لري .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي