تازه سرليکونه
د (اړين پوستکالي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مکتبه شاملې زده کړه
  تعلیم الاسلام
  July 31, 2017
  0

 چمتوکوونکی : محمد اسماعيل ''مخلص''

 سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دا چي کمپيوټر په اوسنۍ نړۍ کي دکوموکارونو وړتیا لري ؟

دا سوال بې ځوابه پاتيږ ي ، ځکه کمپيوټر په اوسني عصرکي د زياتوکارونو د ښه او پوره کار کولو بشپړه وړتيا لري ، د نورو ګټو څخه به يې په بل وخت کي بحث وکړو نن به د کمپيوټر دا ګټه درته وښيو چي په ډيره آساني سره د زرګونو کتابونو څخه د استفادې وسيله ده ؛ د ديني کتابونو داسي ذخیره پکښي ايښوول کيدای سي چي په لسګونو دقرآن عظيم الشان تفسيرونه ، په لسګونو دعلوم القرآن معتمدکتابونه ، په لسګونو د احاديثو کتابونه چي صحاح سته هم په کښي دي ، په لسګونو د احاديثو شرحي ، په لسګونو د حنفي فقهي او حتی دڅلورو مذاهبو معتمد اومشهور کتابونه په کښې دي ، او دا هم بايد ووايو چي په لسګونو د اصول الفقهي کتابونه ، په لسګونو دصرف او نحوي کتابونه ، په لسګونو د تجوید او قرائت کتابونه ،همداسي د تاريخ او سيرت کتابونه او نورچي د ټولو رانیول او لاس ته راوړل سخت اوحتی غیر ممکن کار دی ، خو د کمپيوټر له لاري ددغو کتابونو مطالعه کول او په خپلو ليکنو کي ورڅخه استفاده کول ډیر اسانه او په زړه پوري کار دی ، او دبلي خوا د زياتو کتابونو انتقال آسانه کار نه دئ ، خو د کمپيوټر انتقال آسانه کاردی ، او که ددې کتابونوڅخه کوم کتاب مطالعه کول وغواړي په ډیره اساني يې په کښي پیداکولای او مطالعه کولای سي ، او که دکوم آیت يوه برخه په البحث کي ورکړه سي او قرآن کريم انتخاب سي د څو ثانيو په وخت کي يې پيداکوي ، که د حديث یوه برخه په البحث کی ورکړه سي او د احاديثو يو کتاب انتخاب سي په ډيره آساني يې پيدا کولای سي او داسي نور ، او که وغواړي چي هغه پرنټ سي نو په اسانۍ سره هغه Word  ته کاپي کیدای سي او هم تغير يا تبديل پکښي راوستلای سي ، او هم مکمل کتاب يا زيات کتابونه ورډ ته کاپي يا تصديرولای سئ .
 
د اسلام د دين محترم علماء کرام ددې مکتبې څخه چي کتابونه يې په عربي ژبه دي  ، ښه او لازمه استفاده کولای سي نو ښه خبره داده چي د کمپيوټر سره اشنايې پیداکړي او هغه ديني علماء چي د کمپيوټر سره اشنا دي ددې مکتبې څخه دي استفاده وکړي .      
         
ألمکتبة الشاملة پدې ترتيب کمپيوټر ته کاپي کيږي :
 
 د ألمکتبة الشاملة فايل به د DVD   څخه چي مقدار يې ۳.۴۶ GB  دئ  د C Drive   څخه بغير په بل Drive کي کاپي کړئ ، وروسته به DVD  د کمپيوټر څخه وباسئ ، او پر کاپي سوي فايل به راسته کليک وکړئ د Open  پر نښه به کليک وکړئ چي د استخراج يا Extract  عمليه شروع کيږي ، او د Shamila  پنامه فولډر جوړيږي هغه ته د مکتبې محتویات استخراج اوکاپي کيږي ، تقريباً تر دوو ساعتونو انتظار وکړئ ، کله چي عمليه خلاصه سوه کمپيوټر به  Re start کړئ ، نوی فايل به د تقريباً  GB ۱۵.۶ په اندازه وي هغه به Open کړئ څو فولډرونه په کښي سته  د bin  پنامه فولډر به Open  کړئ  ژړ رنګ   د خلاص کتاب شکله icon   د   Shamila په نامه دی پر هغه به راسته کليک وکړئ او Send to desk top کمانډ به ورکړئ د هغه کاپي ډيسک ټاپ ته راځي ، وروسته به د کنترول پینل له لاري Region and language  ،Open  كړئ تر دې وروسته به Administrative  ،  Open کړئ ، ترهغه وروسته به System locale   change کلیک کړئ او Saudi Arabia  به انتخاب او  ok  کړئ کمپيوټر  Re start کيږي نور نو د مكتبې څخه استفاده كولاى سئ انشاء الله . ...نور بيا!!
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 دوهمه برخه
 
 درنو لوستونکو ! په تېره ګڼه کي مو د مکتبة الشاملې د پروګرام د انسټالولو طريقه در وښودل، په دې ګڼه کي به تاسو ته په مکتبة الشامله  کي د کتاب راخلاصولو او په هغه کي د يوه متن دپلټلو لار در وښيو، دمکتبې په مينيوګانو کي د       مينيو له لاري کولای سو چي په مکتبه کي موجود کتابونه ووينو او  راخلاص يې کړو، نوموړې مينيو  خلاصوو ، په هغه کي په     باندي  کليک کوو او خپل دخوښي کتاب  د تفاسيرو ،  احاديثو ، فقهي ،،سيرت ، تاريخ او داسي نورو فولډرونو څخه انتخاب او خلاصولای سو .
 
ځيني وخت ددې ضرورت ليدل کيږي چي په يوه کتاب کي يو متن وپلټل سي ، مکتبة الشاملة دا ضرورت رفع کړی دی . موږ کولای سي يو متن ډېر په اسانی سره د عمومي بحث     له لاري     په يوه يا زيا تو کتابونو کي وپلټو،
 
مثلا:غواړو چي د (انما الاعمال بالنيات ) حديث پوره متن داحاديثو په کتابونو کي پيدا کړو ، ددې لپاره لاندي شکل ته متوجه سئ !
 
 
۱ : دلته متن ليکو.
۲ : داحاديثو فولډر انتخابوو. 
۳ : د دغه بټن په توسط د فولډر ټوله کتابونه انتخابيږي.
۴ : که  غواړو په يوه مشخض کتاب کي متن پیداکړ هغه دلته ورته انتخابېږي 
۵ : دپورته ټولو عمليو وروسته دغه بټن کليک کوو تر څو زموږ مطلوب متن راته پيدا کړي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ او ۱۲ ګڼه
----------------------------------------------------
یادونه: تاسو کولای سی مکتبة الشاملة  ډاونلوډ کړئ، دلته کلیک وکړئ: شاملة
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته