تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نمرود کافر پاچا لور
 
  September 4, 2014
  0
  نمرود هغه ظالم پاچا دی چي حضرت ابراهیم  علیه السلام یې په اور کي واچوی. دده لور چی نوم ي رعضه وه لوړه ودرېده او کتل يې نو وئې ليدل چي اور پر حضرت ابراهیم  علیه السلام هیڅ اثر نه کوي نو ناره یې کړه او پوښتنه یې وکړه چي ددې څه وجه او سبب دی؟ حضرت ابراهیم  علیه السلام وفرمایل، چي زه الله پاک د ایمان په برکت سره خلاص کړم نو دې وفرمایل: که اجازه وي زه به هم اور ته درسم ، حضرت ابراهیم  علیه السلام وفرمایل لا اله الا الله ابراهیم خلیل الله ووایه بیا راسه هغې هم کلمه وویل او بې اختیاره په اور کي ورګډه سوه پر دې اور هم هیڅ اثر ونه کړ او ددغه اور څخه ووتله او پلار ته یې ډیري بدي او بېکاره خبري وکړې نو نمرود کافر ددې سره ډېره سختي کوله مګر دا پر خپل ایمان ثابته او برقراره وه .

 

 

 

 

فایده: سبحان الله! د څومره غټ همت او غیرت بي بي وه چي په تکلیف کي یې هم ایمان نه پریښودی. بي بي ګانو! تاسي هم د مصیبت او غم په وختو کي ایمان راسخ او ټینګ کړئ او د یوه و‎ېښته په قدر هم ددین خلاف کار مه کوئ. 

 

 
ماخذ: بهشتي زېور، پښتو: ج ۲، ص ۱۸
 
-------------
یادونه: د نورو صالحو مؤمنانو ښځو په اړه دغه برخه وګورئ: نېکمرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته