تازه سرليکونه
د وکالت رکن او د اجورې وکالت
 
  September 4, 2014
  0
 ايجاب او قبول د وکالت رکن دى ، په مُوَكِّل او وَكِيلُ کي چي هر يو لومړى په تړون پيل کوي د هغه وينا ايجاب بلل کيږي .

که مُوَكِّل وَكِيلُ ته ووايي : ته په پلانکي کار کي زما وَكِيلُ يې يا ورته ووايي : پلانکى کار زما د پاره وکړه ، يا په نورو بېلو الفاظو دا ډول وينا ورته وکړي چي وکالت ځني فهمول کيږي نو دا ايجاب سو .
 
که وَكِيلُ يې قبول کړي نو د وکالت تړون يې تر منځ مُنْعَقِد سو .

د وکالت په قبلولو کي وينا ضروري نه ده ، بلکي پداسي کار هم قبول صحيح کيږي چي د وکالت پر قبلولو دلالت کوي .

مثلاً : زيد بکر ته د خپل شي د خرڅولو وکالت 

ورکړي ، بکر نه وکالت رد کړي او نه څه ورته ووايي خو وروسته بکر هغه شى بازار ته ځني يوسي ، د بکر دا کار د وکالت د قبلولو په معنا دى ، که بکر دا شى خرڅ کړي سودا يې نافذ کيږي ځکه د وَكِيلُ تړون ځاى پر ځاى نافذيږي .

همدا ډول د وکالت قبلول هم سمدستي ضروري نه دي ، بلکي د ايجاب تر مجلس وروسته يې هم قبول صحيح کيږي ، خو په دې شرط چي مُوَكِّل د ايجاب څخه رجوع کړې نه وي او نه يې وَكِيلُ د ايجاب رد کړى وي .

که وكَيْل تر ايجاب وروسته يو ځلي وکالت رد کړي نو تر ردولو وروسته يې قبول ته اعتبار نه ورکول کيږي .

د اجورې وکالت
وکالت په مزدوري هم صحيح کيږي خو وكَيْل هغه وخت د مزدورۍ مستحق ګرځي چي ور سپارل سوى کار سر ته ورسوي ، ځکه چي دغه ډول وکالت د اجارې حکم لري .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 

سرته