څانګه: انبیاء (عليهم الصلاة والسلام) نيټه: September 9, 2014
       
د حضرت سلیمان علیه السلام ژوند لیک

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ. سورة نمل الاية ١٧
ژباړه : سليمان علیه السلام  ته راپورته کېدى لښکر دده دپېرانانو ، انسانانو او مرغانو څخه  نو دوى به  ځيني دځينو تر راتګ پوري درېدل.

په قرآنکريم  کي دسليمان علیه السلام  يادېدل

دسليمان علیه السلام  نوم شپاړس ځايه دقرآنکريم په بقره  ، نساء ، انعام ، انبياء ، نمل ، سبا او ص سورتونو کي ذکر سوى دئ . سليمان علیه السلام  يو دهغه پيغمبرانو څخه وو چي الله جل جلاله  نبوت او پاچاهي دواړه پکښي جمع کړي وه، سليمان علیه السلام  دپلار په څېر هم نبي وو او هم پاچا وو ، دده پاچاهي زياته پراخه وه، دډېر لوړ مقام او منزلت لرونکى چي هيڅوک دده سره په مرتبه کي برابر نه وو . الله جل جلاله  دده دعا قبوله کړه چي ده کړې وه ، داسي پاچاهي يې ورکړه چي تر ده وروسته بيا هيچا ته نه ده ورکړل سوې. دسليمان علیه السلام  ددعا حکايت الله جل جلاله  داسي کوي:

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (۳۵) فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ (۳۶) وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ (۳۷) وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ (۳۸) هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ (۳۹). سورة ص الاية ٣٥ الي ٣٩
ژباړه : سليمان علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته مغفرت وکړې او ماته داسي پاچاهي راکړې چي تر ما وروسته هيچا لره نه ښايي . بېشکه ته او ته زيات بخښونکى يې . نو موږ ده لره مسخر کړل بادونه چي دده په امر چلېدل ، ارام چي چيري چي به ده غوښتل ، او موږ پېرانان ده ته مسخر کړه هر تعمير جوړونکي او په درياب کي غوټې وهونکي . او نور مو وتړل په ځينځيرونو باندي او ورته وموويل : دا زموږ ورکړه ده نو ته يې ونيسه بېله دي چي ستاسره حساب وسي.

د سليمان علیه السلام  نسب

سليمان علیه السلام  دداود علیه السلام  زوى دئ ،  داود علیه السلام  داشيا زوى دئ ، اشيادعويد زوى دئ ...... ديهوذا داولادې څخه دئ چي ديعقوب علیه السلام  زوى وو او دنسب سلسله يې ابراهيم علیه السلام  ته رسيږي. صلوات عليهم اجمعين.

اهل کتاب دسليمان علیه السلام  دنسب سلسله خورا پېچلې راوړى او وايي چي دى دخپلي زمانې پاچا  او دحکمت څښتن وو له همدې امله ده ته سليمان حکيم ويل کيږي . اصلاً دوى سليمان علیه السلام  ته نبوت نه ثابتوي.( قصص القرآن شيخ نجار)

د سليمان علیه السلام حکمت

داود علیه السلام  خپله پاچاهي خپل زوى سليمان ته په وصيت پرېښودل. کله چي داود علیه السلام  وفات سو سليمان علیه السلام  پاچاهي دپلار څخه په ميراث واخيسته. کله چي سليمان علیه السلام  پاچاهي تر ګوتو کول عمر يې دوولس کاله وو . ددې کم عمر سره دزيات پوهي ، ذکاوت ، حکمت او ښه تدبير څښتن وو ، الله جل جلاله  ده ته دماشومتوب څخه ښه  پوهه او حکمت ورکړي وه، ښه قضاوت کولو حکمت يې درلودى . په قرآنکريم کي دده زياته پوهه په قضا او فيصله کي بيان سوې ده . ښه مثال يې  هغه پېښه وه چي دپلار په ژوند کي يې پلار يوه فيصله کول ده مشوره ورکړه بل ډول يې فيصله وکړه الله جل جلاله  دده فيصله ستايلې ده او داسي يې بيان کړې ده:

وَدَاوُدَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ (۷۸) فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا .........( سورة انبياء الايتان ٧٨ ، ٧٩)
ژباړه : او ياد کړه داود علیه السلام  او سليمان علیه السلام  کله چي دوى فيصله وکړه په  کښت کي کله چي ديوه قوم پسونه په دې کښت ګډ سوي وه او هغه کښت يې خوړلى وو او موږ ددوى حکم ته شاهدان وو، نوموږ فهم ورکړى سليمان علیه السلام  ته او هر يوه ددوى ته موږ حکمت او علم ورکړى وو.

ددغه قصي تفصيل داسي وو : يوه ورځ ديوه کس پسونه دپل چا په کښت ګډ سوي وه کښت يې برباد کړى وو دکښت مالک دپسو په مالک دعوه وکړه او دتاوان غوښتنه يې ځني وکړه . ددوى دواړو دعوه سوه ددعوې دحل لپاره دواړه داود علیه السلام  ته راغلل . داود علیه السلام  ددوى په منځ کي داسي فيصله وکړه چي پسونه به خپل مالک دکښت مالک ته ورکوي دکښت دبربادېدو په بدله کي . سليمان علیه السلام  هم په دغه وخت کي حاضر وو او ماشوم وو عمر يې يوولس کاله وو پلار ته يې وويل : زما په آند که دا فيصله داسي وسي ښه به وي : پسونه دي دکښت مالک ته ورکړي دکښت مالک دي ددغه پسو څخه استفاده کوي شيدې دي کاروي او کښت دي دپسو مالک ته ورکړل سي دپسو مالک دي يې خدمت کوي کله چي کښت خپل اصلي حالت ته ورسېدى کښت دي بېرته خپل مالک ته ورکړي او پسونه دي خپل مالک ته ورکړي . داود علیه السلام  هم دغه فيصله خوښه کړه او هم داسي فيصله يې وکړه.

الله جل جلاله  دسليمان علیه السلام  فيصله ستايلې ده ځکه په قرآنکريم الله جل جلاله  وفرمايل : فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ يعني موږ سليمان علیه السلام  ته فهم ورکړى دحق فيصلې په کولو کي . دا دده پر ذکاوت او صحيح فيصلې پرکولو باندي دلالت کوي.

بيا چي الله جل جلاله  وفرمايل : وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا يعني موږ ددوى څخه هر يوه ته پوهه او حکمت ورکړى وو . دالله جل جلاله  دغه وينا ددوى دواړو پر ښه تدبير ، پوهي او حکمت باندي دلالت کوي.
 
همدا ډول دسليمان علیه السلام  پر پوهه اوذکاوت باندي يو حديث هم دلالت کوي چي په صحيحينو کي رانقل سوى دئ ، حديث په دې ډول دئ: دداود علیه السلام  په زمانه کي دوې ښځي يو ځاى وې دواړه دوه ماشومان زامن درلوده ناببره پر دغه دووښځو باندي لېوه حمله وکړه يو ماشوم يې يو وړى او يو ماشوم پاته سو. کوم ماشوم چي پاته سو دنوموړو دوو ښځو پر جنجال سو يوې ښځي ويل چي دا ماشوم زما دئ ستا ماشوم لېوه يو وړى بلي ښځي وويل چي دا ماشوم زما دئ ستا ماشوم لېوه يو وړى بالاخرة دواړي ښځي داود علیه السلام  ته راغلې ، داود علیه السلام  فيصله وکړه چي دا ماشوم دي سپين سرې ښځه واخلي ځکه  ددغو دوو ښځو څخه يوه ځوانه وه او يوه سپين سرې وه داود علیه السلام  چي ددواړو خبري واورېدې ماشوم يې سپين سري ښځي ته ورکړى ځکه کله چي دواړو خپل بيان کاوه دسپين سري ښځي منطق قوي وو ، زيات دلائل يې ويل او په خوله کي چالاکه وه داسي دلائل يې وويل چي داود علیه السلام  ته يې په نظر دا ورکړه چي ماشوم ددې دئ ، دځواني ښځي سره دومره استدلال او پوهه نه وه چي خپل حق په ثابت کړي همد اوجهه وه چي داود علیه السلام  په ظاهر حال باندي عمل وکړى او ماشوم يې سپين سري ښځي ته ورکړى. نوموړو ښځو په دې فيصله باندي قناعت ونه کړى بيا سليمان علیه السلام  ته راغلې سليمان علیه السلام  ته يې خپل بيان وکړى سليمان علیه السلام  چي ددوى بيان واورېدئ نو ديوه ډېر عجيب حکمت څخه  يې کار واخيستى ددې لپاره چي حقيقت ځان ته معلوم کړي هغه داسي چي دوى ته يې وويل : تاسو ورسئ يوه چاړه ماته راوړئ چي دا ماشوم زه دوه ځايه کړم نيمى يوې ته ورکړم او نيمى بلي ته ورکړم ، ښځو چي دده فيصله واورېدل سپين سرې ښځه چوپ پاته سوه او ځواني ښځي ژر نارې کړي چي اې سليمانه ! الله جل جلاله  دي پر تار حم وکړي دا ماشوم دسپين سري دئ زه يې نه غواړم ، په چاړه يې دوه ځايه مه کوه. سليمان علیه السلام  چي دځواني ښځي خبري واورېدې ماشوم يې بېرته ځواني ښځي ته ورکړى ځکه مخکي خبره چي سليمان علیه السلام  کړې وه هغه دده فيصله نه وه بلکي دده حکمت وو چي دا معلومه کړي چي که زه ددې ماشوم ددوه ځايه کولو اراده وکړم ښځي څه عکس العمل ښکاره کوي کله چي ده وويل :
 
زه دا ماشوم دوه ځايه کوم ، سپين سرې ښځه چي دماشوم مور نه وه هيڅ يې نه وويل او ځوانه ښځه چي دماشوم مور وه دستي يې دواک څخه ووتل او ده ته يې ويل : پر تا دي الله جل جلاله  رحم وکړي دا ماشوم دوه ځايه مه کوه زه يې نه غواړم سپين سري ښځي ته يې ورکړه . ځکه دې ګومان کاوه چي که دغه ماشوم په چاړه دوه ځايه سي نو دا به بې زويه سي او هيڅکله يې خپل زوى پر دوه ځايه کېدو پېرزو نه وو. تردوه ځايه کېدويې دا غوره وبلل چي دسپين سري سره وي نه داچي مړسي.اخر هغه وو چي سليمان علیه السلام  ماشوم ځواني ښځي ته تسليم کړى او دا يې معلومه کړه چي ماشوم دځواني ښځي دئ اوسپين سري ښځي ناحقه دعوه کړې ده البته دا کار يې په حکمت باندي وکړى . دا دسليمان علیه السلام  پر پوهه او حکمت باندي دلالت کوي.       

د سليمان علیه السلام  په توسط د بيت المقدس جوړېدنه

کله چي سليمان علیه السلام  ته دپلار تر مړيني وروسته پاچاهي وسپارل سوه نو ده دپلار دوصيت سره سم دبيت المقدس جوړېدل پيل کړه . سليمان علیه السلام  په بيت المقدس باندي ډېر زيات مصرف وکړى ، ډېر ښه يې جوړ کړى . جوړېدو يې اوه کاله په بر کي ونيول . دبيت المقدس پر ټول ښار يې دېوال راوګرځاوه. 

په يوه روايت کي راغلي دي چي سليمان علیه السلام  چي کله دبيت المقدس جوړېدل پيلول نو دالله جل جلاله  څخه يې درې غوښتني وکړې دوې يې الله جل جلاله  ور پوره کړې لومړى غوښتنه يې دا وکړه چي اې الله ! ماته داسي توفيق راکړې چي په خپل واک کي ټولي فيصلې ستا دحکم سره سمي وکړم.الله جل جلاله  دده دغه غوښتنه ومنل. دوهمه غوښتنه يې دا وکړه چي اې الله ! ماته داسي پاچاهي او واک راکړې چي تر ماوروسته دي بل چاته نه وي ورکړى . الله جل جلاله  دده دغه غوښتنه هم پوره کړه. دريمه غوښتنه يې دا وکړه چي اې الله ! زما دکورنۍ څخه چي هر څوک هر څومره ګناهونه وکړي خو چي دکور څخه دې ومسجد ته دلمانځه لپاره راسي ته يې ټول ګناهونه ورمعاف کړه.

ابن کثير رحمة الله علیه  فرمايي : ددې روايت تر راسېدو وروسته موږ هيله لرو چي الله جل جلاله  دده مبارک دغه غوښتنه هم پوره کړي او موږ ته يې را اعطا کړي.

کله چي سليمان علیه السلام  دبيت المقدس دجوړېدو څخه فارغه سو نو دهيکل يعني دپاچاهي دقصر په جوړېدو يې پيل وکړى ددغه قصر جوړېدو ١٣ کلونه په بر کي ونيول او د ١٣ کلونو په تېرېدو سره يې کار پاى ته ورسېدئ.سليمان علیه السلام  په خپل قصر کي يو ځاى جوړ کړى وو چي په دغه ځاى کي دالهي رضا لپاره قربانۍ کيږي. سليمان علیه السلام  ودانۍ او اصلاح ته ډېره پاملرنه کول ، يوشمېر دريابي ټاپوګان يې په واک کي وه . دهند څخه به په کښتيانو کي ده ته نقرې ، تجارتي مالونه او طلاوي راتللې . سليمان علیه السلام  دآسانو دساتلو سره هم مينه درلوده چي دجهاد لپاره يې ښه وساتي . سليمان علیه السلام  زيات شمېر مېرمني درلودې چي ازادي ښځي وې او مينځياني هم پکښې وې ځکه دده په شريعت کي نکاح کولو ته ټاکلې اندازه نه وه. په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : يوه ورځ سليمان علیه السلام  وويل: نن شپه زه دسلو مېرمنو سره يوځاى سوم دغه سل مېرمني به سل زامن زېږوي او ټول به دالله جل جلاله  په لاره کي جهاد کوي . رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : سليمان علیه السلام  انشاء الله نه وويلى نوځکه په هغه سلو ښځو کي يوازي يوې ښځي يو ماشوم وزېږوى چي هغه هم معيوب وو بلي يوې لاهم نه دى زېږولى که ده انشاء الله ويلى واى الله جل جلاله  به سل زامن ورکړى واى او ټولو به دالله جل جلاله  په لاره کي جهاد کړى واى.( رواه بخاري واحمد)

هغه نعمتونه چي الله جل جلاله  سليمان علیه السلام  ته ورکړي وه 

الله جل جلاله  سليمان علیه السلام  ته زيات نعمتونه ورکړى وه. دى يې په زياتو ځانګړتياوو سره نازولى وو. ځکه الله جل جلاله  په عظمت ، مجد او دپاچهانو په کتار کي بې ساري پاچاهي او داسي نوري ځانګړتياوي  ورکړي وي. همدا ډول الله جل جلاله  ده ته ددنيا او اخرت سعادت ورپه برخه کړى وو ځکه الله جل جلاله  ده دپاچاهۍ ترڅنګ نبوت هم ورکړى وو . ددغه نعمتونو څخه ځيني په لاندي ډول بيانوو:
 
لومړى : الله جل جلاله  سليمان علیه السلام  ته دپلار څخه پاچاهي په ميراث ورکړه او تر څنګ يې په نبوت هم ونازوئ له همدې امله په ده کي نبوت اوپاچاهي دواړه جمع سوي دي. الله جل جلاله  ددغه خبري يادوه په قرانکريم کي کړې ده.( وورث سليمان داود ....... الاية)

ابن کثير رحمة الله علیه  په دې اړه فرمايي : سليمان علیه السلام  دداود علیه السلام  څخه مال اوشته په ميراث نه دي اخيستي بلکي ده دپلار څخه پاچاهي او نبوت په ميراث اخيستى دئ ځکه داود علیه السلام  نور  زامن هم درلوده.

رسول الله علیه السلام  فرمايي : زموږ دانبياؤ دډلي څخه مال په ميراث نه اخيستل  کيږي کوم مال که پاته سو هغه صدقه دئ.همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړى دئ چي دنبيانو څخه مال په ميراث نه وړل کيږي که پاته سو هغه پر فقيرانو باندي صدقه کيږي.( البداية والنهاية ج : ٢ ص : ١٨)

دوهم : سليمان علیه السلام  دمرغانو او حيونانو په ژبه باندي پوهېدئ. سليمان علیه السلام  به دمرغانو او حيوانانو سره داسي خبري کولې چي نور خلګ به نه په پوهېدل چي دوى څه وايي او سليمان علیه السلام  به زيات وختونه دحيوانانو سره خبري کولې لکه چي دملاچرګګ ، مېږي او داسي نورو حيواناتو سره يې خبري کړي دي.

ابن عساکر روايت کوي : يوه ورځ سليمان علیه السلام  دخپلو ملګرو سره يوځاى پريوه چوغکه باندي تېرېدى چي پر يوه بله ښځه چوغکه باندي راګرځېده او چوڼهارى يې ورته درلودى ، سليمان علیه السلام  دخپلو ملګرو څخه وپوښتل چي تاسو پوهېږى چي دا چوغکه څه وايي؟ ملګرو ورته وويل : اې دالله جل جلاله  پيغمبره! موږ نه پوهيږو چي دا څه وايي؟ سليمان علیه السلام  ورته وويل : دا چوغکه نارينه دئ هغه بلي چوغکي ته وايي چي زما سره واده وکړه ددمشق په هره بالاخانه کي چي ته غواړي زه تا هلته اوسوم. سليمان علیه السلام  وويل : ددمشق بالاخانه پر لوړه صخره باندي موقعيت لري چي هلته هيڅوک ژوندنه کوي. دا چوغکه هم  درواغ وايي هلته نه سي ځاى پيدا کولاى.

الله جل جلاله  فرمايي :

وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُدَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ. (سورة نمل الاية ١٦)
ژباړه :سليمان علیه السلام  دداود علیه السلام  څخه پاچاهي په ميراث يو وړه  او وې ويل : اې خلګو! ماته دمرغانو ژبه رازده سوې ده او ماته هر ډول نعمتونه راکړل سوي دي. بېشکه خامخا داښکاره الهي فضل دئ.

همدا ډول الله جل جلاله  فرمايي :

حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (۱۸) فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا..........( سورة نمل الايتان ١٦ ، ١٩)
ژباړه :تر داسي اندازې چي دمېږيانو وميدان ته راغلى ، يوه مېږي وويل : اې مېږيانو ! خپلو کورنو ته ننوزى ددې لپاره چي سليمان علیه السلام  او دده لښکر مو پاي ماله نه کړي ، نو  سليمان علیه السلام  تبسمي خندا وکړه دده دخبرو څخه.

دريم : سليمان علیه السلام  سره ددې چي ډېر کم عمره وو الله جل جلاله  زياته پوهه او حکمت ورکړى وو، مخکي چي مو دده قصې واورېدلې دده پوهه اوحکمت مو مشاهده کړ. دده کومي فيصلې چي سوي دي په قرآنکريم کي هم ددغه قضايا تائيد سوى دئ لکه چي وفرمايل سو (ففهمناها سليمان) يعني موږ سليمان علیه السلام  ته صحيح فيصلې فهم او پوهه ورکړه. همدا ډول دده پر پوهه ، حکمت او دغوره فيصلو پر کولو باندي دهغه دوو ښځو قصه دلالت کوي چي ديوې زوى لېوه خوړلى وو او پر يوه باندي ددوى دعوه وه.

څلورم: الله جل جلاله  سليمان علیه السلام  ته بادونه مسخر کړى وه چى  ددنيا هر طرفته به  ده  غوښتي واى په ډېره چابکۍ سره به يې نقلوئ. ده به دباد په مټ باندي په څو ساعتونو کي ډېره ليري فاصله طى کول. لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : 

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ............( سورة سبا الاية ١٢)
ژباړه : او سليمان علیه السلام  ته موبادونه مسخر کړى وه ديوې مياشتي مزل به يې دسهار په وخت کي کاوه او ديوې مياشتي  مزل به يې دماښام په وخت کي کاوه.

يعني باد به دسليمان سره دسهار څخه تر ماپښين پوري ديوې مياشتي مزل طى کاوه او دماپښين څخه به يې تر ماښام پوري ديوې مياشتي مزل طى کاوه په دې ترتيب به باد په يوه ورځ کي په سليمان علیه السلام  ددوو مياشتو مزل طى کاوه.

حسن بصري رحمة الله علیه  روايت کوي : سليمان علیه السلام  به ددمشق  څخه سهار حرکت وکړى څاښت وخت به اصطخر ته رسېدى په اصطخر کي به يې دڅاښت ډوډۍ وخوړل بيا به يې حرکت وکړ، شپه به يې کابل ته رسول . دکابل او اصطخر ترمنځ ديوې مياشتي لار ده.

ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : داسي ويل سوي دي چي سليمان علیه السلام  يو فرش درلودى دغه فرش به باد وړى پردې فرش باندي خيمې ، مالونه ، اسان ، اوښان ، خلګ ، حيوانان او مرغان هم موجود وه کله چي به سليمان علیه السلام  ويوځاى ته د تللو اراده وکړه نو دغه فرش به باد وړى دټولو شيانو سره.

موږ وايو: چي دسليمان علیه السلام  دغه  ټول کارونه دعادت خلاف دالله جل جلاله  ستر قدرت وو لکه په معاصر وخت چي طيارې سته ، ډېرو ليرو ځايونو ته سفرونه کوي ، زيات شمېر خلګ او مالونه لېږدوي، په  ډېر لنډ وخت يعني په څو محدودو ساعتونو کي ديوه هيواد څخه بل هيواد ته سفر کوي. الله جل جلاله  خپل نازولي پيغمبر ته ډېر پخوا لا داسي شي ورکړى وو چي ديوه فرش به ذريعه به ديوه ځاى څخه بل ځاى ته نقلېدل او دغه فرش به باد وړى . دا دسليمان علیه السلام  دمعجزو څخه يو ه معجزه وه چي الله جل جلاله  په ده پوري خاص کړې وه.

شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ددې فرش څخه انکار کړى دئ خو دده پر انکار باندي کوم دليل نسته ځکه دا څه عجيبه نه ده چي د الهي قدرت په مټ دي پر فرش باندي باد ديوه ځاي څخه بل ځاى ته خلګ نقل کړي . 

په قرآنکريم کي دباد يادونه سوې ده چي سليمان علیه السلام  يې ديوه ځاى څخه بل ځاى ته نقلوى خو ددې يادونه   نه ده سوې چي په څه ډول يې نقلوى ايا سليمان علیه السلام  يې دخپل قصر سره نقلوى ؟ دخپلو اسانو او نورو خادمانو سره يې نقلوى ؟ او که يې ددې فرش په ذريعه نقلوى؟

ددې ټولو سوالونو اصلي جواب دالله جل جلاله  په علم کي دئ الله جل جلاله  ته ښه معلومه وه چي باد څنګه نقل کاوه ددې پوښتنو جواب به الله جل جلاله  ته وسپارو موږ به يوازي په هغه قصه باندي بسنه وکړو کومه چي په قرآنکريم کي ذکر سوې ده . الله جل جلاله  فرمايي :

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ.( سورة انبياء الاية ٨١)

 ژباړه : سليمان علیه السلام  ته مو توند باد مسخر کړى وو چي دده په امر به چلېدى وهغه مځکي ته چي موږ برکت پکښي اچولى وو يعني دشام په سيمه کي او موږ په هر شي باندي علم لرونکي يو.

زه دشيخ نجار سره په هغه معجزاتو او عجائبو واقعاتو کي چي ده د سليمان علیه السلام  په اړه بيان کړي دي موافق يم مګر په دې موضوع کي د افراط څخه کار نه اخلم چي د سليمان علیه السلام  فرش نه وو. دا چي شيخ نجار ددې فرش څخه انکار کوي ښايي لامل يې داوي چي ځينو دقرآني قصصو ليکوالانو ډېري عجيبي خبري رانقل کړى دي چي ثبوت نه لري او يا يې ددې فرش په اړه داسي اوصاف ذکر کړى وي چي بيخي زيات او عجيب وي ، ځينو مفسرينو دي اعتماد هم پر کړى وي ښايي دده د انکار منشاء هم داوي.

پنځم : الله جل جلاله  دسليمان علیه السلام  لپاره پېرانان او سرکښه شيطانان مسخر کړى وه . دغه پېرانانو اوشيطانانو په دريابو کي لامبوي وهلې او ددريابو څخه يې جواهرات او طلاوي راکښلې . همدا ډول سليمان علیه السلام  په دوى باندي داسي کارونه کول چي بشر ځني عاجزه وولکه لوى ، لوى قصرونه جوړول ، لوى ديګونه او تالۍ جوړول چي دحوضو په څېر به وه لکه الله جل جلاله  چي فرمايي:

وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ (۱۲) يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِنْ مَحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوابِ وَقُدُورٍ رَاسِيَاتٍ اعْمَلُوا آلَ دَاوُدَ شُكْرًا وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ. (سورة سبا الايتان ١٢ ، ١٣)
ژباړه : ځيني دپېرانانو څخه هغه څوک وه چي دده په مخ کي يې دخپل  رب په امر سره کار کاوه ، چا چي ددوى څخه کجي کول زموږ دامر څخه موږ په څکو ددوزخ عذاب، پېرانانو ده ته هغه کارونه کول چي دغه غوښتل ، کلاوي يې جوړولې ، صورتونه يې جوړول ، پيالې يې جوړولې لکه حوضونه ، دېګونه يې په خپلو ځايونو کي ثابت جوړول.موږ وويل : اې دداود خلګو! دالله جل جلاله  شکر ادا کړى او ډېر لږ زما دبندګانو څخه شکر ويستونکي وي.

څرنګه الله جل جلاله  سليمان علیه السلام  پر پېرانانو او شيطانانو باندي مسلط کړى وو نو سليمان علیه السلام  دوى هر لوري ته چي به يې خوښه سوه لېږل به يې ، ګران او ستړي کارونه به يې په کول او يو شمېر به يې په ځنځيرانو تړلي وه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : 

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (۳۵) فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ (۳۶) وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ (۳۷) وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ (۳۸) هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ.  (سورة ص الايات ٣٥ الي ٣٩)
ژباړه : سليمان علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته مغفرت وکړې او داسي پاچاهي راته وبخښې چي تر ما وروسته هيچا لره  نه وي بېشکه هم دا ته زيات بخښه کونکى او ورکونکى يې ، نو موږ ده لره بادونه مسخر کړه چي دده په امر به يې نرم ، نرم تګ کاوه هرځاى چي به ده وغوښته او نور (پېرانان) شيطانان مو مسخر کړى وه چي هر يو يې لوړي ماڼۍ جوړه ونکى و او په درياب کي غوټه وهونکى و دجواهرو دراکښلو لپاره او ځيني نور پېرانان مو ده ته مسخر کړى وه چي په ځنځيرانو باندي تړلي وه دزجر او ادب لپاره ، همدا سلطنت زموږ ورکړه ده نو احسان کوه دهر چا سره او يا يې دځان سره ساته بې حسابه.

 الله جل جلاله  ددې شيانو تسخير دسليمان علیه السلام  پرته بل نبي ته دنبيانو څخه  نه دى ورکړى ، په پاچاهي کي چي الله جل جلاله  ده ته کوم مقام او منزلت ورکړى وو هيچا ته يې په پاچهانو کي نه دى ورکړى.

دبخاري شريف په يوه روايت کي راغلي دي : يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحابو ته وويل : پرون ورځ عفريت پيرى ماته راغلى غوښتل يې چي زما لمونځ قطع کړي ماته الله جل جلاله  پرده باندي قدرت راکړى او دى مي ونيوى غوښتل مي چي دمسجد په يوه ستون پوري يې وتړم خو ماته زما دورور سليمان علیه السلام  دعا راياد سوه چي ده ويلي وه :

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ. (سورت ص:  ایة ۳۵)
ژباړه : سليمان علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته مغفرت وکړې او داسي پاچاهي راته وبخښې چي تر ما وروسته هيچا لره  نه وي بېشکه هم دا ته زيات بخښه کونکى او ورکونکى يې .

شپږم : الله جل جلاله  سليمان علیه السلام  ته دمس مذاب چينه بهېولې وه. دا يوه داسي چينه  وه چي لکه اوبه داسي بهېدل سليمان علیه السلام  ته بهېدله ده چي به هر شي غوښتى واى هغه يې ځني جوړولاى سواى الله جل جلاله  فرمايي: (واسلنا له عين القطر) يعني موږ بهېولې ده سليمان علیه السلام  ته دقطر چينه . دا يوه هغه ځانګړتياوه چي الله جل جلاله  ده ته  دپلار  داود علیه السلام  په څېر ورکړې وه لکه مخکي چي يې بيان وسو چي اوسپنه به يې په لاس کي داسي نرمه وه لکه موم داود علیه السلام  به داوسپني څخه ډول ، ډول شيان جوړول په داسي ډول چي نه به مطرقه ورسره او نه بله داهنګرۍ وسيله ورسره بلکي الله جل جلاله  ده ته اوسپنه نرمه کړې وه.

ابن عباس رضي الله عنه  د(دقطر) په تفسير کي ليکي : قطر دمسو څخه عبارت دئ چي دالله جل جلاله  په قدرت سره دغه مس دسليمان علیه السلام  لپاره دچينې په شکل بهېدل ، سليمان علیه السلام  ددې مسو څخه ډول ، ډول شيانو جوړول او په ډېرو شيانو کي يې استفاده ځني کول . داچينه ديمن په سيمه کي واقع وه.( البداية والنهاية ج : ٢ ص : ٢٨)

 اوم : دسليمان علیه السلام  لښکر دانسانانو ، مرغانو او پېرانانو څخه جوړ وو دوى خپلي وظيفې او دندي په خپل ترتيب او نظم سره ترسره کولې . کله چي به سليمان علیه السلام  دښار څخه دباندي وتى يو لوى لښکر به ورسره وو ، دغه لښکر ، خادمان او نور ملګري به پر سليمان علیه السلام  را چاپيره وه .پېرانانو او انسانانو به دده سره حرکت کاوه ، مرغانو به دده پر سر باندي سيورى کاوه چي دى دلمر دوړانګو څخه وژغوري، همدا ډول به دده سره نور مشران ، رئيسان او وزېران به په يوه لوى هيبت او ډول سره ملګري وه داسي پاچاهي به وه چي تر اوسه سترګو نه وه ليدلې. په قرآنکريم کي دسليمان علیه السلام  په اړه يوه قصه راغلې ده چي يوه ورځ دى دلوى لښکر سره ملګرى دښار دباندي راوتلى وو دمېږيانو پر يوه ميدان باندي راغلى ، يوه ميږي نورو مېږيانو ته ويل : اې مېږيانو ! په خپلو کورنو دننه سئ دسليمان علیه السلام  فوج را روان دئ که درباندي راغله هلاک به مو کړي سليمان علیه السلام  ددغه مېږي خبري واورېدې او تبسم خندا يې وکړه بيا يې وويل : اې الله ! ماته دنعمتونو دشکر اداکولو توفيق راکړې هغه نعمتونه چي تا پر ما او زما پر پلار باندي کړي دي او ماپه خپل رحمت سره د نېکانو انسانانو څخه وګرځوې. 

الله جل جلاله  دغه قصه داسي فرمايلې ده:

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ (۱۷) حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (۱۸) فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ. (سورة نمل الايتان ١٦ ، ١٩)
ژباړه : سليمان علیه السلام  ته راپورته کېدى لښکر دده دپېرانانو ، انسانانو او مرغانو څخه  نو دوى به  ځيني دځينو تر راتګ پوري درېدل.تر داسي اندازې چي دمېږيانو وميدان ته راغلى ، يوه مېږي وويل : اې مېږيانو ! خپلو کورنو ته ننوزى ددې لپاره چي سليمان علیه السلام  او دده لښکر مو پاي ماله نه کړي ، نو  سليمان علیه السلام  تبسمي خندا وکړه دده دخبرو څخه ، سليمان علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ما توفيق راکړې چي زه ستا دنعمتونو شکر ادا کړم چي پر ما او زما پر پلار دي کړي او ددې توفيق راکړې چي نېک عمل وکړم چي تا په راضي کړم او ما په خپل رحمت سره په نېکو بندګانو کي داخل کړې.

د سبا د ملکې بلقيس سره د سليمان علیه السلام  قصه

قرآنکريم موږ ته  دسبا دملکې بلقيس قصه بيان کړې ده . داډېره ښايسته قصه ده چي مشرانو او پاچانو ته ډېري دقيقي معناوي پکښي نغښتي دي. په دې قصه کي دسليمان علیه السلام  دواکمنۍ قصه بيان سوې ده چي دده واکمني دبيت المقدس څخه ديمن تر اخرو نقطو پوري رسېدلې ده. ټول پاچاهان دسليمان علیه السلام  قواوو ته تسليم سوي او غاړي يې ورته ايښي دي. سليمان علیه السلام  دخپلي پاچاهۍ څخه داسلام ددعوت دخپراوي لپاره استفاده کړې ده. هيڅ ظالم او کافر پاچا ا وحاکم يې نه دى پرې ايښي  مګر دحق دين لپاره ده دعوت ورکړى دئ کوم پاچا چي به دده دعوت رد کړى ده به ددين موضوع دتوري په زور ورسره فيصله کړه او هغه به يې له منځه يو وړى په دې ډول يې دنړۍ ټولو کونجانو ته داسلام دين ورسوى.

مخکي  موږ وويل چي دسليمان علیه السلام  لښکر دانسانانو ، پېرانانو او  مرغانو څخه جوړ وو په دوى کي هر يوه خپله ټاکلې دنده درلوده.

دابن عباس رضي الله عنه  دوينا مطابق ملا چرګک دنده درلوده چي دسفر پرمهال باندي په دښتونو کي داوبو طلب وکړي او دا معلومه کړي چي په کوم  ځاى کي اوبه سته او په کومه مځکه کي اوبه نژدي دي .
 
يوه ورځ سليمان علیه السلام  دملاچرګک  طلب وکړى ملاچرګک نه وو . سليمان علیه السلام  دده نه موجوديت جرم  وباله او وې ويل که ملاچرګک دخپل نه موجوديت لپاره معقول عذر را نه وړي نو ذبحه به يې کړم  او يا به سخت عذاب ورکړم.

کله چي ملاچرګک حاضر سو نو سليمان علیه السلام  دده څخه دغير حاضرۍ لامل وپوښتى ملا چرګک په جواب کي ورته وويل چي زه  ديمن په سيمه کي دسبا ښار  ته تللى وم هلته ديوې ملکې پاچاهي وه چي بلقيس نومېده. دا ملکه په پر لوى تخت باندي ناسته وه چي شاوخوا ډېر ښايسته شيان ورته پراته وه چي دډول ،  ډول جواهراتو څخه جوړ وه. ملاچرګک زياته کړه ددغه هيواد خلګ بت پرستان وه  او دلمر عبادت به يې هم کاوه . لمر ته يې سجدې کولې . ملاچرګک سليمان علیه السلام  ته ددې لوى هيواد چي خلګ يې کافران او بت پرستان وه ، پاچا يې ښځه  وه ــ معلومات ورکړ.

سليمان علیه السلام  ددې خلګو په حالت پوه سو او ډېر په تعجب کي پاته سو چي عجيبه ده چي تر اوسه لاهم په دنيا کي داسي خلګ سته چي دالله جل جلاله  پرته دبل چا عبادت کوي؟ بيايې ددې لپاره چي ملاچرګک امتحان وکړي او معلومه کړي چي ملاچرګک درواغ وايي او که رښتيا؟ يو مکتوب يې ملا چرګک ته ور وليکى اوده ته يې امر وکړى چي دا مکتبوب ددغه سيمي ملکې بلقيس ته ورسوه. په مکتوب کي دغي واکمني ته ليکل سوي وه چي دالله جل جلاله  دعبادت لوري ته راسئ دالله جل جلاله  ماسوا دنورو شيانو عبادت مه کوئ ، يوه حقيقي الله جل جلاله  ته سر کښته کړئ او دالله جل جلاله  درسول امر او احکام ومنى او دسليمان علیه السلام  پاچاهي ومنى. ملاچرګک خط راواخيستى سيده ديمن لوري ته ولاړى دسبا ښار ته ورسېدى ، دپاچا قصر ته ورغلى دپاچا پر تخت باندي يې دا خط ورغورځوى.

ملکې چي خط وليدى را واخيستى ، خلاص يې کړ، وې وايه په خط کي داسي ليکلي وه :

إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (۳۰) أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ. (سورة نمل الايتان ٣٠ ، ٣١)
ژباړه : دا خط دسليمان  دلوري څخه دئ ، بېشکه شان دادئ چي شروع کوم په نامه دالله جل جلاله  چي زيات مهربان اوپوره رحم لرونکى دئ. داسي چي تاسو پر ماباندي تکبر مه کوئ او تاسو ماته راسئ مسلمانان.

ملکې چي خط ووايه دستي يې دې مکتوب ته جواب نه ووايه بلکي په دې موضوع باندي يې ددولت ټول اراکين ، مشران او مشاورين خبر کړل دهغو سره يې مشوره وکړه . هغو چي دا خبره واورېدل ټول په حيرانتيا کي ولويدل اوهيجاني سول ، بلقيس ته يې وويل : موږ خو دلوړ قدرت او توانايۍ څښتنان يو نور نو ستاخوښه ده هغه څه وکړه چي ستا خوښه وي. (قَالُوا نَحْنُ أُولُو قُوَّةٍ وَأُولُو بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانْظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ.   سورة نمل الاية ٣٣)

بلقيس ملکه په  ظاهري فوجونو او قدرت تېر نه وتل بلکي دعقل ، پوهي او منطق څخه يې کار واخيستى دوى ته يې وويل چي وښارونو ته پاچاهانو ننوتل څه اسانه خبره نه ده بلکي ددوى په ننوتلو سره جنګ کيږي زيات ورانى کيږي ، ويني توييږي ، سخت تاوانونه رامنځته کيږي . بيا يې دوى ته وويل:

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ. (سورة نمل الاية ٣۴)
 ژباړه : بلقيس وويل :بېشکه پاچاهان چي کله يو کلي ته ننوزي ، تاوانونه رسوي ، ددې کلي عزتمن خلګ ذليله کوي او همداسي کوي.

بلقيس دمجلس خلګو ته نظر ورکړى چي زما په آند ددې معضلې دحل لپاره به مناسبه داوي چي يوه اندازه تحفې به سليمان علیه السلام  ته ولېږو په ظاهر به داوي  چي دده دوستي جلب کړو مګر په حقيقت کي به دده حال ځان ته معلوم کړو چي څومره فوجونه اوقدرت لري. همداسي يې وکړه بلقيس يوه اندازه تحفې سليمان علیه السلام  ته واستولې او ډېر پوه او هوښياران خلګ يې ورسره واستول چي معلومه کړي سليمان علیه السلام  څومره زور او توانايي لري. کله چي معلومات راسي بيا به نو مشوره کيږي چي دسليمان علیه السلام  سره څه وسي.

شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ليکي : بلقيس چي کومي تحفې سليمان علیه السلام  ته لېږلې په ښکاره ددې څرګندونه وه چي دهغه پاچا ته چي دې ته يې خط لېږلى دى هغه ته وښيي چي موږ ستاسره دوستي کول غواړو مګر په حقيقت کي ددې تحفو لېږلو څخه موخه داوه چي دسليمان علیه السلام  حال ځان ته معلوم کړي چي څومره فوجونه ، توانايي او قدرت لري ، که بلقيس وغواړي چي سليمان علیه السلام  ته غاړه نه کښېږدي کومي دسيسي په کار اچولاى سي ، ايا دوى دومره توانايي لري چي دسليمان علیه السلام  سره مقابله وکړي که يا؟ او که دسليمان علیه السلام  سره مقابله پيل کړي پايلي به يې څنګه وي ؟. کله چي دبلقيس تحفې سليمان علیه السلام  ته ورسېدلې سليمان علیه السلام  رد کړې او هيڅ يې نه ومنلې ، دوى ته يې وويل : موږ هيڅ مال ته اړتيا نه لرو بلکي تر بلقيس او ددې تر پيروانو زيات مالونه لرو ، بيايې اخطار ورکړى چي که تسليم نه سي نو دسليمان علیه السلام  فوجونه به پردوى باندي يرغل وکړي او دوى به په ډېر خوارۍ او ذلت سره دخپلو وطنونو څخه وشړي . قاصدان چي را ورسېدل بلقيس ته يې ټول حالت بيان کړى چي سليمان علیه السلام  هيڅ تحفې نه قبلولې او دسليمان علیه السلام  دزياتو او سترو قوتونو په ا ړه يې دې ته معلومات ورکړ. دې ته يې وويل :  سليمان علیه السلام  هيڅ رشوت نه قبلوى او دايي ويل چي موږ هيڅ پيسو ته اړتيا نه لرو موږ تر تاسو دولت من يو يوازي يوه لاره سته هغه دا چي بلقيس به موږ ته تسليميږي که تسليم نه سي نو موږ به پرتاسو باندي ډېر سخت جنګ وکړو او تاسو به په ډېر ذلت او خوارۍ سره دخپلو وطنونو څخه وشړو. بلقيس چي دقاصدانو خبري واورېدې دستي يې دسليمان علیه السلام  ولوري ته دحرکت لپاره تياري شروع کړه خپلو ملګرو ته يې تيارسى امر وکړى بالاخره دسليمان علیه السلام  لوري ته روانه سوه. نوموړې قصه الله جل جلاله  داسي بيانوي:

وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ (۲۰) لَأُعَذِّبَنَّهُ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَذْبَحَنَّهُ أَوْ لَيَأْتِيَنِّي بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ (۲۱) فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطْتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَأٍ بِنَبَأٍ يَقِينٍ (۲۲) إِنِّي وَجَدْتُ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ (۲۳) وَجَدْتُهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ (۲۴) أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ (۲۵) اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ (۲۶) قَالَ سَنَنْظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ  كُنْتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (۲۷) اذْهَبْ بِكِتَابِي هَذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ (۲۸) قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ (۲۹) إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (۳۰) أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ (۳۱) قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنْتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ (۳۲) قَالُوا نَحْنُ أُولُو قُوَّةٍ وَأُولُو بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانْظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ (۳۳) قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ (۳۴) وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِمْ بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ (۳۵) فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِمَّا آتَاكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ (۳۶) ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ (۳۷).( سورة نمل الايات ٢٠ الي ٣٧)

ژباړه  : مرغه ورک سو سليمان علیه السلام  وويل : څه پېښه ده ملا چرګک زه نه وينم ايا دى دغيرحاضرانو څخه دئ زه به خامخا ده ته عذاب ورکوم او يا به يې حلالوم او يا به ماته په يوقوي حجت  سره راتلل کوي  تر لږ وخت تېرېدو وروسته ملاچرګک راغلى او وې ويل : ما پر داسي شي باندي احاطه وکړه چي احاطه پرې سوې نه وه  زه دسبا ښار قوم ته ولاړم هلته مي په يقيني خبر سره راتلل وکړه ، بېشکه زه ديوې ښځي سره مخ سوم چي ددې قوم پاچا وه ، دې ته دهر شي څخه ورکړه سوې وه او دې لره لوى عرش وو ددې قوم خلګو لمر ته دالله جل جلاله  پرته سجدې کولې ، شيطان دوى ته خپل عملونه ښايسته کړي وه دوى دلار ي څخه منعه کړې وه ، دوى پر هدايت نه وه دوى ته يې ښودلي وه چي دوى په هغه حقيقي خداى  جل جلاله  ته سجدې نه کوي  کوم چي په اسمانونو او مځکي کي پوشيده شى  راباسي او په هغه څه پوهيږي چي پټ او ښکاره دي . الله جل جلاله  يودى بل خداى  جل جلاله  نسته پرته ديوه الله جل جلاله  څخه چي دلوى عرش پالونکى دئ.سليمان علیه السلام  ورته  وويل موږ تاته ګورو چي ته رشتيا وايي او که درواغ ؟ واخله دا مکتوب يو سه دوى ته يې ور غورځوه بيا انتظار وکړه چي دوى څه وخت رجوع کوي . بلقيس وويل  : اې زما قومه ! ماته يو نېک مکتوب راوړل سوى دئ ، بېشکه دا مکتوب دسليمان دلوري څخه دئ او پکښي ليکل سوي دي : شروع کوم دالله جل جلاله  په نامه سره چي زيات مهربانه او پوره رحم لرونکى دئ داچي تاسو پر ماباندي تکبر مه کوئ او  ماته مسلمانان راسئ. بلقيس وويل : اې  زما قومه ! ماته فتوا راکړى په دې کار کي څو چي زه يوه قطعي کار وکړم ترهغه وخته چي تاسو يې شاهدان سئ . دوى ورته وويل : موږ دقوم څښتنان يو دډېر زور څښتنان يو او پرېکړه په تا اړه لري ته وګوره موږ ته څه امر کوې. دې ورته وويل : بېشکه پاچاهان چي کله يوه کلي ته داخل سي په کلي کي تاوانونه رسوي عزتمن خلګ يې ذليل کوي او همدا سي کوي ، زه دوى ته يوه هديه لېږم بيا ورته ګورم چي استازي په څه شى سره رجوع کوي . کله چي دهديې سره خلګ ورغلل سليمان ورته وويل : ايا تاسو ماته مال راوړى الله جل جلاله  ماته تر تاسو ښه مالونه راکړي دي بلکي تاسو په خپلو تحفو سره خوشاله کېږئ ، ولاړ سئ خپل قوم موږ به تاسو لښکر درولېږو چي مخ به يې څوک نسي ګرځولاى او موږ به تاسو ددې کلي څخه ذليل وباسو په داسي حال کي چي ډېر به ذليل ياست.  

کله چي سليمان علیه السلام  خبر سو چي بلقيس دې خواته راروانه ده او دده سره ملاقات کوي او دښار پايتخت ته راځي نو يو لوى قصر يې دڅيښو څخه جوړ کړى او قصر ته راتګ په لاره کي يې اوبه ودرولې او داوبو سطحه يې په  څيشه باندي وپوښل او ددې اوبو په منځ کي ماهيان اونور ډولونه حيوانان ايله کړه داسي ځاى يې جوړ کړ، چي ته وايي دا درياب او يا ديوه روان رود غاړه ده . وروسته سليمان علیه السلام  پر خپل تخت باندي کښېناستى . کله چي بلقيس راغله قصر ته وننوتل پونډۍ يې لوڅي کړي وې ځکه دې فکر کړى وو چي ددې په لاره کي اوبه دي مګر سليمان علیه السلام  ورته وويل : دا قصر دئ دڅيښو څخه جوړ سوى دئ او ديمن خلګو داسي شى تراوسه نه دئ ليدلى. 

سليمان علیه السلام  اراده وکړه چي بلقيس ته په  يو ډول خپل جاه او جلالت وښيي ،کوم فوجونه او توانايي چي دى لري هغه ورته وښيي او دا يې هم خپله وويني نو بناءً يې وغوښتل چي دبلقيس تخت په خپل تخت کي نقل کړي او دا به هم پر ناسته وي له همدې امله يې خپل لښکر ته امر وکړ ، چي څوک پيدا کړي چي ډېر ژر دبلقيس تخت راوړي ، دپېرانانو له ډلي څخه يو کس حاضر سو او وې ويل چي زه دغه تخت تر نيمي ورځي ژر راوړم خو يو بل کس چي دصلاح او علم څښتن وو اصف نومېدى او دسليمان علیه السلام  دخاله زوى ووــ وې ويل چي زه به يې په يو رپ دسترګو کي راوړم . داچي دغه کس په يوه آن کي دبلقيس تخت راوړى دا دده کرامت وو ځکه دى دالله جل جلاله  ددوستانو څخه وو او دکرامت ، علم او صلاح څښتن وو، ښکاره خبره ده چي داولياؤ کرامت حق دئ او کولاى سي چي دالله جل جلاله  په قدرت او لورونه کرامت ښکاره کړي ، داولياؤ څخه هيڅوک منکر نه دئ مګر هغه څوک چي په  ناحقه زور ته ملا وتړي.( واثبتين للاولياء الکرامة ومن نفاها فانبذن کلامه. شرح وجوه توحيد تاليف لشيخ لقاني.)

ځينو مفسرينو ليکلي دي چي دبلقيس تخت خپله سليمان علیه السلام  راوړى او دا يې دده دمعجزو څخه يوه معجزه بللې ده مګر سهيلي او ابن کثير دغه رايه مردود بللې ده او داسي رايه يې بللې ده چي نادره اوضعيفه ده ځکه دکلام سياق هم ددې رايي تائيد نه کوي.

سليمان علیه السلام  امر وکړى چي کله دبلقيس تخت راوړى نو ځينو نښانو ته يې تغير ورکړى څو دبلقيس ذکاوت او پوهه امتحان سي چي دا څومره ذکاوت او پوهه لري کله چي تخت ورته راوړل سو نو دې ته وويل سوه :ا يا داستا تخت دئ؟ دې په جواب کي ورته وويل: کېداى سي چي همدا تخت وي. ددې دجواب څخه داسي ددې فطانت او ذکاوت معلومېدى ځکه دې ډېره ليري خبره بلل چي ددې تخت دي راوړل سي ځکه دې خپل تخت په يمن کي پرې ايښى وو او دلته يې تخت راوړل بيخي ليري خبره وه خو دې چي دا څرګندي نښي وليدې او دا معجزې او  دعادت خلاف کارونه وليدل دخپل اسلام اعلان يې وکړى په کومو ګمراهيو کي چي دا او ددې قوم  اخته وو دهغه څخه يې دبرائت اظهار وکړ او وې ويل:

قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ. (سورة نمل الاية ٤٤)
ژباړه : بلقيس وويل : بېشکه ما پر خپل ځان باندي ظلم کړى وو او ما دسليمان سره ايمان پر الله جل جلاله  باندي راوړى دئ چي دټول عالم پالونکى دئ.

دا قصه الله جل جلاله  په قرانکريم په داسي ډول باندي بيان کړې ده :

قَالَ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَنْ يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ (۳۸) قَالَ عِفْرِيتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ (۳۹) قَالَ الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قَالَ هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَنْ شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ (۴۰) قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ (۴۱) فَلَمَّا جَاءَتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ (۴۲) وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ (۴۳) قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَنْ سَاقَيْهَا قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوَارِيرَ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ. (سورة نمل الايات ٣٨ الي ٤٤)
ژباړه : سليمان علیه السلام  وويل : اې زما قومه ! څوک دبلقيس تخت راوړاى سي مخکي تر دې چي ماته راځي مسلمان سوى. دپېرنانانو څخه عفريت وويل : زه دغه تخت راوړم مخکي تردې چي ته دخپل ځاى څخه ولاړېږې او بېشکه زه زيات توانا او امين يم. هغه چا وويل چي دکتاب علم ورسره وو : زه يې په يو رپ دسترګو کي راوړم. کله چي تخت راورسېدى سليمان علیه السلام  وويل : دا دعادت خلاف کارونه چي موږ ته يې توفيق راکړى دئ دا الهي فضل دئ ددې لپاره چي موږ امتحان کړي چي ايا موږ شکر دالله جل جلاله  کاږو او که ناشکري کوو؟ نو بېشکه څوک چي دالله جل جلاله  شکر کاږي ګټه خپل ځان ته رسوي او څوک چي ناشکري کوي نو بېشکه زما رب غني او زيات کريم دئ. سليمان علیه السلام  وويل : ددې تخت تغير ورکړى چي دا خپل تخت  پېژندي او که يې نه پېژني نو کله چي ددې تخت راوړل سو ددې څخه پوښتنه وسوه چي ايا همدا ستا تخت دئ؟ دې په جواب کي وويل ګويا چي دا به وي موږ ته مخکي هم دسليمان علیه السلام  دحقانيت علم راکړل سوى وو او موږ مسلمانان يو سليمان علیه السلام  دا منعه کړه دهغه څه څخه چي دې يې عبادت کاوه دالله جل جلاله  ماسوا دبل شي ، بېشکه دا دکافرانو دقوم څخه وه . دې ته وويل سوه چي دې قصر ته داخله سه کله چي دې وليدل نو ګومان يې وکړ، چي دا داوبو حوض دئ خپلي پنډۍ يې  لوڅي کړې  سليمان علیه السلام  ورته وويل : دا قصر دئ دڅيښو څخه جوړ سوى دئ . بلقيس وويل : بېشکه ما پر خپل ځان باندي ظلم کړى وو او ما دسليمان سره ايمان پر الله جل جلاله  باندي راوړى دئ چي دټول عالم پالونکى دئ.

 

په سليمان علیه السلام  باندي امتحان او ازموينه

 

ځيني کمزوري خلګ دکمزورو روايتونو پر بنسټ باندي دسليمان علیه السلام  په اړه وايي چي په ده امتحان وسو او دامتحان لپاره يې ډېره عجيب او غريبه واقعه بيانوي چي عقل يې بيخي نه مني حال داچي الله جل جلاله  دده دامتحان په اړه داسي فرمايي:

 

 

 


وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ. (سورة ص الاية ٣٤)
ژباړه : بېشکه موږ په  سليمان علیه السلام  باندي امتحان وکړى او دده پر کرسۍ باندي مو کالبد واچوى بيا ده الله جل جلاله  ته رجوع وکړه.
 
همدا ډول دغه خلګ دسليمان علیه السلام  دمهر په اړه هم يو لړ خرافات او بې بنسټه خبري کوي چي دهغه اړه قرآني هيڅ ثبوت نسته يوازي دځانه جوړي سوي خبري دي بلکي ددغه خبرو په اړه هيڅ ثبوت دليل او حجت نه دئ نازل سوى.

دوى وايي چي سليمان علیه السلام  يو مهر درلودى په دې مهر سره سليمان علیه السلام  ټول پېرانان ځانته حاضرول يوه ورځ دده څخه دغه مهر ورک سو او درياب ته ولوېدى دده دلاس څخه پاچاهي ولاړه يو پېرى پر کښېناستى ، دډېر وخت وروسته بيا ده ته پاچاهي په لاس ورغلل . دا قصه چي ډېره اوږده هم ده هيڅ حقيقت نه لري بلکي داسي قصه ده چي نه يې عقل مني  او نه يې نقل مني . داټولي قصې دنبوت او انبياؤ دمقام او منزلت سره مناسبي نه دي . محقيقنو علماؤ لکه ابن کثير ، فخر الدين رازي ، بيضاوي او داسي نورو علماؤ دا ټولي قصې رد کړي دي. 

ابن کثير په خپل تفسير کي ليکي : ډېري داسي قصې سته چي تش اسرائيليات دي او ځينو علماؤ په خپلو کتابو کي هم درج کړي دي حال داچي داټولي قصې بې بنسټه دي هيڅ نقلي دليل نه لري پردې قصو باندي اعتماد کول مناسب نه دي.( ابن کثير ج : ٤)

کېداى سي چي دامتحان څخه  دي مراد چي په  قرآن کي يې يادونه سوې وي دا وي چي سليمان علیه السلام  ناروغه سو ، ناروغي يې ډېره سخته وه آن تردې چي ناروغي يې دومره زياته سوه چي بدن يې بيخي ضعيف سو او داسي ښکارېدى لکه  تش کالبد چي وي او په بدن کي  دي يې روح نه  وي . (ثم اناب) يعني بېرته دده رجوع وسوه بدن يې جوړ سو او بدن يې هغه حالت ته رد سو کوم چى ده پخوا درلودى. دا توجيه او تفسير امام فخرالدين رازي رحمة الله علیه  دزياتو دلائلو په ويلو سره تاييد کړې ده او خپله يې هم دغه توجيه اختيار کړې ده.

يا کېداى سي چي ددې امتحان  څخه دي مطلب داوي چي دده  په خبرو کي په ده باندي امتحان وسو لکه مخکي چي يو حديث په دې اړه بيان سو چي ده يوه ورځ ويلي وه نن شپه زه دسلو ښځو سره يوځاى سوم سل زامن به مي پيدا سي او ټول به ځوانان سي دالله جل جلاله  په لاره کي به جهاد وکړي ده په خپلو خبرو کي انشاء الله نه وه ويلې نو ځکه دده په سلو ښځو کي يوازي ديوې ښځي زوى پيدا سو هغه هم نيمګړى وو. داچي ده انشاء الله نه وه ويلې دا  په ده باندي يو امتحان وو وروسته   ده الله جل جلاله  ته رجوع وکړه . په دې اړه چي کوم  حديث راغلى دئ او صحاحو رانقل کړى دئ مخکي تېر سو. علامه نسفي  رحمة الله علیه  ، بيضاوي رحمة الله علیه  او نورو علماؤ وهمدې توجيه ته ميل کړى دئ او دا توجيه يې خوښه کړې ده.

په هر حال کومي خبري چي دسليمان علیه السلام  دامتحان په اړه  داسي کيږي چي ده مهر درلودئ هغه بيا ورک سو ، پاچاهي ځني ولاړه ټول درواغ دي هيڅ حقيقت نه لري.
 
علامه نسفي رحمة الله علیه  فرمايي : کومي خبري چي دسليمان علیه السلام  په اړه کيږي چي دده سره مهر وو ، شيطان پرپاچاهۍ کښېناستى ، دده په کور کي دده په پټه بت پرستي شروع وه دا ټولي خبري درواغ دي هيڅ حقيقت نه لري.( تفسير نسفي ج : ٤ ، ص : ٤٢)

د سليمان علیه السلام  وفات

سليمان علیه السلام  ٥٢ کاله عمر درلودى ، دراجح قول پر بنسټ چي ابن اسحاق رانقل کړى دئ سليمان علیه السلام  څلوېښت کاله پاچاهي وکړه وروسته په ٥٢ کلنۍ باندي وفات سو. دسليمان علیه السلام  دوفات قصه ډېره عجيبه او غريبه پېښه وه . دده تر وفات يو کال وروسته انسانان او پېرانان دده په وفات باندي خبر سول. کله چي سليمان علیه السلام  وفات سو نو يو کال پر لکړه باندي ولاړ وو خلګو فکر کاوه چي سليمان علیه السلام  ژوندى دئ تر يوه کال وروسه وينو دده لکړه وخوړل او دى پر مځکه باندي پرېوتى کله چي دى را ولوېدى نو خلګ پوه سوه چي سليمان علیه السلام  وفات سوى دئ. دا پېښه دده په معبد (عبادت ځاى) کي رامنځته سوه ځکه سليمان علیه السلام  په هغه ځاى کي پر لمانځه باندي ولاړ وو پر لکړه يې تکيه کړې وه داسي معلومېدى لکه ژوندى چي وي او لمونځ کوي په حقيقت کي دى وفات سوى وو.

ابن کثير رحمة الله علیه  دوهب بن منبه څخه روايت کړى دئ چي سليمان علیه السلام  دمرګ ملائکي ته وويل : هرکله چي تاته امر وسي چي زما روح قبض کړې نو ماته خبر راکړه؟  کله چي دده دمرګ وخت رانژدې سو نو دمرګ ملائکي ده  ته وويل چي ماته ستا دروح دقبض کولو امر سوى دئ نو ده پېرانانو ته امر وکړى چي ده ته دڅيښو څخه يو ماڼۍ جوړه کړي چي يوه دروازه ولري . پېرانانو همداسي وکړه قصر يې ورجوړ کړ، کله چي قصر تيار سو نو سليمان علیه السلام  دې قصر ته ورغلى پر لمانځه باندي ودرېدى په داسي حال کي چي پر لکړه باندي يې تکيه کړې وه ملائکي دده روح قبض کړى ، سليمان علیه السلام  وفات سوى وو مګر پر لکړه باندي ولاړ وو ټولو انسانانو او پېرانانو چي به ورته وکتل دا ګومان يې کاوه چى سليمان علیه السلام  ژوندى دئ او پرلمانځه باندي ولاړ دئ کله چي کال پوره سو الله جل جلاله  دغه لکړي ته وينه ور واستول هغه لکړه يې وخوړل سليمان علیه السلام  را ولوېدى خلګو چي وليدى پوه سوه چى دى وفات سوى دئ. پېرانانو وويل : که موږ په غيبو خبر واى نو موږ به دومره ډېر وخت په داسي ستړي کارو کي اخته نه واى بلکي پر خپل لار به تللاى او ازاد به واى .

 الله جل جلاله  دې پيښي ته داسي اشاره کړې ده:

فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنْسَأَتَهُ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ.  (سورة سبا الاية ١٤)
ژباړه : کله چي موږ پر سليمان علیه السلام  باندي دوفات فيصله وکړه ، دده پرمرګ باندي دوى خبر  نه وه مګر دمځکي هغه حيوانان چي دده لکړه يې  وخوړل نو کله چي دى پر مځکه باندي راولوېدى پېرانانو ته دده مرګ معلوم  سو او وې ويل : که دوى په غيبو خبر  واى نو دوى به دومره لويه مده په سپکونکي عذاب کي اخته نه واى.

په دې ځاى کي يوه باريکه خبره سته هغه داچي پېرانانو وانسانانو ته خبره ښيي چي موږ په غيبو باندي خبر يو مګر کله چي سليمان علیه السلام  وفات سو پوره يو کال تېر سو دوى په خبر نه وه بلکي کوم ګران ، ګران کارونه چي سليمان علیه السلام  دوى په ګمارلي وه  دوى په هغو اخته وه سر يې  نه سواى پورته کولاى کله چي کال پوره سو سليمان علیه السلام  پر مځکه باندي راپرېوتى ددوى درواغ معلوم سوه او دعوه يې باطله سوه . سليمان علیه السلام  چي وفات سو نو په بيت المقدس کي خاورو ته وسپارل سو.
 
رحمه الله رحمة واسعة
  
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 پښتو ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد

 

 
د همدې برخي نور توکي

د دیوبند بنسټ رسول الله ﷺ ایښی دی