څانګه: نېکمرغه مېرمن نيټه: September 17, 2014
       
د حضرت لوط علیه السلام لوڼي
کله چي الله پاک و حضرت لوط علیه السلام ته ملکي راواستولې او د دوی راغلی خبر یې ورکړ چي اوس ستا پر قوم یعني هغه قوم چي ستا خبره نه مني عذاب راتلونکی دی الله پاک ملایکو ته دا هم ویلي وه چي و حضرت لوط علیه السلام ته ووایاست چي ته خپله ټوله مسلمانه قبیله په شپه کي د کلي څخه وباسه ، په دغه مسلمانه قبیله کښي دده لوڼي هم وې دغه مبارکاني د عذابه څخه خلاصي سوې.

فایده: وګورئ ایمان څومره د برکت شی دی چي په دنیا کي کوم د الله پاک قهر نازلیږي ایمان ددغه قهره څخه هم انسان ساتي. بي بي ګانو ایمان ښه مضبوط کړئ او ایمان دارنګه مضبوط کیږي چي د الله پاک ټول حکمونه پر ځای کړئ او د ټولو ګناهونو څخه ځان وساتئ. 

ماخذ: بهشتي زېور، پښتو: ج ۲، ص ۱۸

نوري اړونده لیکني: