تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تشریق د تکبیراتو ضروري احکام
 
  September 28, 2014
  0
 په آیتونو سره د تشريق د تكبيراتو اثبات:

ټول اهل علم پر دې باندي متفق دي چي پر تكبيرات تشريق باندي عمل وسي او په دې باره كي د الله تعالى ارشاد دئ:
 
وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ. (البقره:۲۰۳).

دلته مقصد په دغو ورځو كي د تشريق تكبيرات ويل دي تر ټولو لمنځونو وروسته(۱). 

په احادیثو سره د تشريق د تكبيراتو اثبات:
 
نبي كريم  صلی الله علیه وسلم  به تكبيرات تشريق ويل او عبدالله ابن مسعود  رضي الله عنه  به هم ويل: 
اول حدیث: [عن ابى الاسود قال كان عبدالله (ابن مسعود) يكبر من صلاة الفجر يوم عرفة الى صلاة العصر من يوم النحر الله اكبر الله اكبر لااله الالله والله اكبر الله اكبر ولله الحمد(۲)]. 
 
  دوهم حدیث: [و عن جابر بن عبدالله  رضي الله عنه  قال كان رسول الله  صلی الله علیه وسلم  اذا صلى الصبح من غداة عرفة اقبل على اصحابه فيقول على مكانكم و يقول الله اكبر الله اكبر لااله الاالله والله اكبر الله اكبر ولله الحمد(۳)].
د اسمعيل علیه السلام په قصه سره د تشريق د تكبيراتو اثبات:

د تشريق د تكبيراتو اثبات د هغي قصې څخه هم كېږي كوم چي د اسماعيل  علیه السلام  ذبح پكښې ده هغه واقعه داسي وه چي كله ابراهيم  علیه السلام  وغوښتل چي اسماعيل  علیه السلام  حلال كړي نو جبرائيل  علیه السلام  د ذبحي لپاره يو پسه راوستى چي كله جبرائيل  علیه السلام  و سمآء دنيا ته راورسېدى نو پر دې وبېرېدى چي ابراهيم  علیه السلام  تلوار وكړي نو ئې وويل چي الله اكبر الله اكبر، ابراهيم  علیه السلام  دغه الفاظ واورېدل نو سر يې پورته كړ او چي كله په دې پوه سو چي جبرائيل  علیه السلام  پسه راوړى دئ نو  وئې ويل: لااله الاالله والله اكبر او كله چي اسماعيل  علیه السلام  واورېدل نو وې ويل : الله اكبر ولله الحمد نو د قيامت تر ورځي پوري دغه تكبيرونه سنت سول(۴). 

د تشريق د تكبيراتو عدد يو وار دئ:
 
(الله اكبر الله اكبر لااله الاالله والله اكبر الله اكبر ولله الحمد) (۵).

د تشریق د تکبیراتو وخت:
د تشريق د تكبيراتو وخت د ذوالحجې د مياشتي د نهمي نېټي يعني د عرفات د ورځي د سهار له لمانځه څخه شروع بيا د ذو الحجې د مياشتي تر ديارلسم تاريخ د مازديګر تر لمانځه پوري او د مازديګر لمونځ پكښې شامل دئ ټوله لمنځونه درويشت كېږي(۶). 

تکبیرات تشریق  د هر فرضي لمانځه وروسته ویل کیږي:

 تكبيرات تشريق د هر فرضي لمانځه وروسته ویل کیږي او د جمعى تر لمانځه وروسته په زوره اواز سره ويل  واجب دي  خو د اختر د لمانځه وروسته مستحب دي(۷).
 
د لمانځه څخه وروسته که د چا څخه تکبیرات تشریق هیر سي:
 
تر هر فرضي لمانځه وروسته تكبيرات تشريق فوراً ويل واجب دي نو كه د چا څخه د اختر په لمانځه كي يا په بل لمانځه كي دغه تكبيرونه هېر سول يا ئې خبري وكړې يا ئې بل كار وكړ نو بيرته تكبيرونه نه سي ويلاى او د ده څخه تكبيرونه ساقط سول(۸).

تكبيرات تشريق څو واره ویل واجب دي؟
 
تكبيرات تشريق يو وار ويل واجب دئ دوه يا درې واره ويل مسنون نه دئ(۹).
 
تکبیرات تشریق پر چا فرض دي؟
 
د تشريق تكبيرات پر مسافر، ښځه، صحرائي او يوازي لمونځ كوونكي باندي پر مفتى به قول باندي واجب دى(۱۰). 

که امام تکبیرونه پرېښودل؟
 
كه امام تكبيرونه پرېښوول نو مقتدي به ئې نه پرېږدي او ژر به ئې وايي(۱۱). 

پر مسبوق تکبیرات تشریق واجب دي:
 
پر مسبوق باندي هم تكبيرات تشريق واجب دي تېر سوی لمونځ به پوره كوي او تكبيرونه به ووايي او كه چيري ئې د امام سره سهواً سلام وګرځوى او تكبيرونه ئې وويل نو لمونځ ئې فاسد نه دئ خپل پاته لمونځ دي پوره كړي او سجده سهوه دي وكړي او تر سلام ګرځولو وروسته دي بيرته تكبيرونه د سره ووايي(۱۲).

د تشریق په ورځو کي قضايي لمونځونه کول:

كه يو چا د تشريق په ورځو كي قضا لمنځونه كول نو ايا هغه به تكبيرونه وائي اوكه يا؟ 
ددې سوال په جواب كي علامه ابن عابدين څو صورتونه ليكلي دي: 

اول صورت: د تشريق د ورځوماسوا د نورو ورځو لمنځونه په ايام تشريق كي كوي. 
 
دوهم صورت: د تشريق د ورځو قضا سوي لمنځونه په نورو ورځو كي كوي. 
 
دریم صورت: د يوه كال د تشريق د ورځو د قضا سوو لمنځونو قضا په دوهم كال كي راوړي. 
 
څلورم صورت: د يوه كال د تشريق د ورځو د قضا سوو لمنځونو قضا د داغه كال د تشريق په ورځوكي راوړي، په دغه ټولو صورتو كي په آخري صورت كي د قضا سوو لمنځونو وروسته تكبيرونه ويل كېږي نه په نورو صورتو كي(۱۳).

ماخذ: د لوی اختر احکام
مؤلف: الحاج مفتي جان محمد راشد
 

-------------------------------
(۱) اجمع اهل العلم على العمل به والاصل فيه قوله تعالى، جاء في التفسير والله اعلم ان المراد به التكبير في هذه الايام عقيب الصلوات. (تاتارخانيه: دوهم ټوک – ۷۸ مخ).

(۲) نصب الرايه: دوهم ټوک – ۲۳۰ مخ.

(۳) نصب الرايه: دوهم ټوک – ۲۳۱ مخ.

(۴) والاصل فيه ما روی في قصة الذبيح  علیه السلام  ان الخليل صلوات الله عليه لما اخذ في مقدمات الذبح جاء جبريل  علیه السلام  بالفداء فلما انتهى الى سماء الدنيا خاف عليه العجلة فقال الله اكبر الله اكبر فسمعه ابراهيم  علیه السلام  فرفع راسه فلما علم انه جاء بالفداء قال : لااله الا الله والله اكبر فسمعه الذبيح صلوات الله عليه فقال: الله اكبر ولله الحمد، فصارت سنة الى يوم القيامة. [الاختيار لتعليل المختار: ۱ – ۳ ټوکونه، ۱۱٦ مخ].

(۵) واما عدده وماهيته فهو ان يقول مرة واحدة ا لله اكبر... [هنديه: اول ټوک – ۱۵۲ مخ].

(۶) واما وقته فاوله عقيب صلاة الفجر من يوم عرفة وآخره في قول ابي يوسف ومحمد رحمهما الله تعالي عقيب صلاة العصر من آخر ايام التشريق هكذا في التبيين. [هنديه: اول ټوک – ۱۵۲]. 

(۷) قال الله تعالي واذكروالله في ايام معدودات ،وقال ابن عباس  رضي الله عنه  ويذكرون اسم الله في ايام معلومات ايام العشر والايام المعدودات ايام التشريق مع اجماع الصحابة على الجهر بالتكبير دبر الصلوات في تلك الايام علي وجوب الجهر بالتكبير فيها ولهذا افتى علماء الحنفية بقولهما... و لا باس به عقب العيد... [اعلاء السنن: اتم ټوک – ۱۴۸ – ۱۵۲ مخونه].  والجهر به واجب وقيل سنة [ردالمحتار: دوهم ټوک – ۱۷۸ مخ]. و يجب تكبيرالتشريق في الاصح ... عقب كل فرض قوله كل فرض شمل الجمعة [الدرالمختار مع  ردالمحتار: دوهم ټوک – ۱۷۷ – ۱۷۹ مخونه].

(۸) و اما محل ادائه فدبر الصلاة و فورها من غير ان يتخلل ما يقطع حرمة الصلاة حتى لوضحك قهقهة او احدث متعمدا او تكلم عامداً او ساهياً لا يكبر لان التكبير من خصائص الصلاة [البحر الرائق: دوهم ټوک – ۲۸۸ مخ، كذا في بدائع الصنائع: اول ټوک – ۴٦۰ – ۴٦۱ مخونه].

(۹) حتى لو زاد لقد خالف السنة [مجمع الانهر: اول ټوک – ۲٦۰ مخ].

(۱۰) و اماعندهما فهو واجب علي كل من يصلي المكتوبة لانه تبع لها فيجب علي المسافر والمراة والقروي قال في السراج الوهاج والجوهرة الفتوى علي قولهما في هذا ايضا فالحاصل ان الفتوى علي قولهما في اخر وقته و فيمن يجب عليه [البحر الرائق: دوهم ټوک – ۲۹۰ مخ]. والفتوى والعمل في عامة الامصار و كافة الاعصار علي قولهما [هنديه: اول ټوک – ۱۵۲ مخ].

(۱۱) دل قول ابى يوسف على ان الامام وان ترك التكبير لايدعه المقتدي [مجمع الانهر: اول ټوک – ۲٦۰مخ].

(۱۲) وكذا يجب علي المسبوق و يكبر بعد ما قضي ما فاته [هنديه: اول ټوک – ۱۵۲ مخ]. و ذكر في الملتقط ان المسبوق اذا سلم مع امامه و كبر تكبيرالتشريق مع امامه سهوا فعليه السهو [كبيري: ۳۹۸مخ]. 

(۱۳) او قضي فيها منها من عامه لقيام وقته كالاضحية قال ابن عابدين تحت المسئلة رباعية فائتة غير العيد قضاها في ايام العيد فاتته ايام العيد قضاها في غير ايام العيد، فاتته ايام العيد قضاها في ايام العيد عام آخر فائتة ايام العيد قضاها في ايام العيد من عامه ذلك لايكبر الا في الاخير فقط كذافى البحر [رد المحتار: دوهم ټوک – ۱۷۹ مخ]. 
 

سرته