تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اختر ۱۲ مستحبات او اداب
  تعلیم الاسلام
  May 10, 2016
  0

 

په كوچني او لوى اختر كي دوولس مستحبات دي:

 
اول: د كوچني اختر په ورځ د اختر د لمانځه تر مخه خوراك كول او د لوى اختر په ورځ د لمانځه وروسته خوراك كول.  
 
دوهم: غسل كول.
 
دریم: عطر لګول.
 
څلورم: مسواك وهل.
 
پنځم: د اختر د لمانځه ترمخه سرسايه وركول.
 
شپږم: ښه او مباحي جامې اغوستل.
 
اووم: ګوتمۍ په ګوته كول.
 
اتم: تبكير يعني وختي راکښينستل او وختي خپل د محل مسجد او عيدګاه ته تلل.
 
نهم: و عيدګاه ته په تللو كي تلوار كول.
 
لسم: د سهار لمونځ د خپل كلي په مسجد كي كول. 
 
یولسم: پر پښو باندي و عيدګاه ته تلل. 
 
دوولسم:  د مسجد څخه بيرته پر بله لار راتلل(۱). 
 
ماخذ: د لوی اختر احکام
-------------------------------------------------------------------------
(۱) ويستحب يوم الفطر ان يطعم الانسان قبل الخروج الى المصلى ويغتسل ويتطيب قال في القنية المستحبات اثنا عشر ثلاث منها في المتن وتسع اخرى وهي سواك واخراج صدقة الفطر ويلبس احسن ثيابه المباحة ويتختم والتبكير وهو سرعة الانتباه والابكار وهو المسارعة الى المصلى و صلوة الفجر في مسجد حيه والخروج ماشيا والرجوع في طريق اخرى ... وقوله ويستحب في يوم الاضحى ان يغتسل ويتطيب ويؤخر الاكل حتى يفرغ من الصلوة [الجوهرة النيرة: اول ټوک – ۱۱۱ – ۱۱۳ مخونه].
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته