څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: May 13, 2016
       
د تعلیم الاسلام راډیو اختریږي خپروني!
 د تعلیم الاسلام راډیو د ویب پاڼې محترمو مینه والو،

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

د قدر وړ مؤمنانو وروڼو او خویندو! هر ځای چي یاست، الله جل جلاله مو په خیر او عافیت کي ولره. د تعلیم الاسلام راډيو د ادارې مشرتابه او ټول همکارانو تاسو ته د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو مبارکي وايي. الله عزوجل دي د قربانۍ دا ستر پیغام لرونکی اختر پر ټول اسلامي امت د خپلي نېکمرغۍ ځلانده لمر راوخېژوي تر څو اسلامي امت ته مخکنۍ شان، شوکت، امن او خوښۍ حاصلي سي.
 
الله سبحانه وتعالی دي د هر مؤمن مسلمان چي هر چيري اوسیږي عبادات او قربانۍ قبولي کړي او مشروع حاجات پوره کړي.

د لوی اختر د خوښیو په ویاړ د تعلیم الاسلام راډيو ادارې بېلا بیلي اصلاحي، تفریحي او په زړه پوري خپروني ترتیب کړي دي چي په اکثرو خپرونو کي و اورېدونکو ته په ژوندۍ بڼه د تماس نیولو موقع ورکول کیږي. په لاندي مهال وېش کي د تعلیم الاسلام راډیو اختریږي خپروني او د هغو اوقات کتلای سي تر څو ګډون پکښي وکړی.
 
۱: مهرباني وکړی پر لاندي مهال وېش کلیک وکړئ:
 
 
 

په خپرونو کي د اړيکو لپاره پر دې شمېره تماس نیولای سی: ۰۷۰۷۰۰۵۷۵۷

د سکايپ د لاري هم کولای سي تماس ونیسی، سکايپ: taleemulislamradio

د معلوماتو لپاره پر دې شمېره اړیکه نیولای سي: ۰۷۰۳۰۵۰۷۰۰ او یا ۰۷۰۶۶۶۰۰۸۴
 
نېکمرغه اختر ولری!
 
په درنښت
اداره