څانګه: قرآن کريم نيټه: October 12, 2014
       
د قرانکریم د ترجمې لپاره اړین علوم

 د قرانکریم د تفسیر او ترجمې کولو لپاره ضروري او اړین علوم!

 

رالېږونکی: غلام عمر عبدالله، قزاکستان

     دا چي په نني عصر کي د دیني علومو کتابونه وهري ژبي ته د ژباړي لپاره هر ډول وسایل او امکانات برابرسوي دي نو هر څوک هڅه کوي چي په دیني برخه کي خپله پوهه پراخه کړي البته دا پوهه د انسان لپاره دومره بسنه کوي چي خپلي ورځني چاري لږ تر لږه د الله جل جلاله د احکاماتو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم  د سنتو مطابق تېره کړي خو دغه معلومات او پوهه ددې دلیل نسي کیدلای چي هر کس د الله  جل جلاله کلام (قرانکریم) او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د مبارکو احادیثو د ژباړي ، تفسير او تشریح وړتیا پیداکړي. نو په دې خاطر چي د الله کلام د تحریف ، لفظی غلطئ ، غلط فهم ، ناسمي تشریح څخه وساتل سي او همدارنګه هر چاته ددې موقع پلاس ورنسي او جرئت ونکړي چي قرانکریم یې په لاس کي وي او د هغه ژباړه او تفسیر خلکو ته وکړي نو حق پرستو علماء د قرانکریم د ترجمې (ژباړي) او تفسير کولو لپاره د لاندي پنځه لسو(۱۵)علومو زده کړه ضرور ګڼلې ده:

لمړی: د لغت علم چي په دې سره د قرانکریم د مفرد لفظ معنا معلومه سي امام مجاهد رحمة الله علیه فرمایي چي څوک په الله جل جلاله او د قیامت په ورځ ایمان لري ده لره جائز نده چي د عربي د لغاتو د پېژندلو څخه بغیر د قرانکریم په اړه خوله پرانیزي اود یو ځو لغاتونو معلومول کافي ندي ځکه چي ډیر ځله یو لفظ په څو معناوو کښي شریک سوی وي او دی په هغه کښي یوه معنا پېژني او په واقع کي ددغه ځای څه بله معنا مراد وي.

دوهم : د علم نحو (د قاعدو پېژندل ضروري دي) ځکه چي د اعراب ( یعنی زور ، زیر، پېښ) په بدلیدو معنی بیخي بدلیږي او د اعراب پېژندل په علم نحوه سره کیږي.

دریم : د علم صرف پېژندل ضروري دي ځکه چي د بناء او د صیغو د اختلاف په وجه معنی بیخي بدلیږي ، ابن فارص وایی د چا څخه چي علم صرف یوازي پاته سو د هغه څخه ډیر څه پاته سول. علامه زمحشری رحمة الله علیه په تفسیراعجوبات کی نقل کوی چی یوه سړی د قران کریم آیت: يَوْمَ نَدْعُوا كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ .(اسرائیل:۷۱)
ژباړه: چی په کومه ورځ را وبلو موږ هرڅوک د هغه د مقتداء او مشر سره . ددې تفسیر ئې د علم صرف څخه د ناواقفتیا په وجه دارنگه وکړ چي په کومه ورز را وبولو موږ هر څوک د هغو د میندو سره.  د امام لفظ چي مفرد وو دا ئې د (ام) جمع وگڼله که چیري هغه د علم صرف څخه واقف وای نو ورته به معلومه سوې وای چي د ام جمع امام نه دی.

څلورم: د اشتقاق پېژندل ضروري دي ځکه چي لفظ کله کله د دوو مادو څخه مشتق وي نو د هر یوه معنا به جلا جلا وي لکه څرنګه چي د مسیح لفظ دی چي ددې اشتقاق د مسح څخه هم دی چي ددې معنی ده چي یو شی ته لاس وروړل او لوند لاس پر یو شي باندي تېرول او د مساحت څخه هم (مشتق) دی چي ددې معنی پیمائیش دی یعنی پیمانه کول دي .

 پنځم : د علم معانیو  پېژندل ضروري دي چي په دې سره د کلام ترکیبونه د معنا په اعتبار سره معلومیږي.

شپږم : د علم بیان پېژندل ضروري دي چي په دې سره  د کلام ظهور، اخفاء، تشبیه، کنایه ، مشابهت او اشارې معلومیږي.

اووم : علم بدیع چي په دې کښي د کلام ښېګڼي د تعبیر په اعتبار سره معلومیږي ، پورته درې سره علمونو ته علم بلاغت ویل کیږي. د مفسر لپاره دا ضروري علوم دي ځکه چي کلام پاک چي ټول اعجاز دی ، نو په دې کښي د هغه اعجاز معلومیږي.

اتم : د علم قرائت پېژندل هم ضروري دي ځکه چي د مختلفو قرائتونو په وجه مختلفي معناوي معلومیږي.او د بعضو معانیو په نورو معانیو بهتر والی معلومیږي.

نهم : د علم عقائدو پېژندل هم ضروري دي ، ځکه چي په کلام پاک کښي بعض ایتونه داسي دي چي د هغوۍ د ظاهري معنی اطلاق پر الله تعالی  جل جلاله باندي صحیح نه وي.

لسم : د اصول فقه پېژندل هم ضروري دي چي په هغه د استدلال او استنباط یعني دلیل نیول او د مسئلو راکښلو وجهي معلومیږي.

یوولسم : د نزول اسباب هم معلومول ضروري دي ځکه چي په شان نزول د ایت معنی ډېره ښه واضحه کیږي او ډیر ځلي د ایت اصلي معنی معلومول په شان نزول سره تړلي وي.

دوولسم : د ناسخ ، منسوخ معلومول هم ضروري دي چي د منسوخ سوي حکمونه دي معمول بها څخه بیل سي.

دیارلسم : د علم فقهي پېژندل هم ضروري دي ځکه چي د جزئیاتو په احاطه سره کلیات پېژندل کیږي.

څوارلسم : په هغه احادیثو کښي علم ضروري دی کوم چي د قران کریم د مجمل ایاتونو تفسیر پکي راغلی وي . 

 د دې ټولو څخه وروسته :

 پنځلسم : هغه علم وهبي دی ، چي د الله  جل جلاله یوه خاصه ورکړه ده چي خپلو خاصو بندګانو ته یې پخپل فضل ورکوي چي هغه ته په دې حدیث کښي اشاره ده (من عمل بما علم ورثه الله علم مالم یعلم ) . ژباړه: (کله چی بنده په هغه شي عمل وکړي چي کوم ده ته  معلوم وي نو الله  جل جلاله ورته د هغه شیانو علم ورنصیب کوي چي کوم ده ته نه وي معلوم ).هم دې طرف ته حضرت علی  رضي الله عنه اشاره فرمایلې ده چي کله خلکو پوښتنه ځني وکړه چي نبی کریم  صلی الله علیه وسلم  تاسو ته څه خاص علوم درکړي دي ؟ یا خاص وصیتونه ؟  چي د عامو خلکو څخه پرته ستاسو سره خاص دي نو هغوئ وفرمایل : چي زما دي په هغه پاک ذات قسم وي چاچي جنت جوړ کړی دي . او د ارواحو مخلوقات یی پیداکړی دی چي د هغه فهم او پوهي څخه پرته بل هیڅ ښه شی نسته کوم چي یې الله جل جلاله دخپل پاک کلام د پوهېدلو لپاره چاته وکړي .

  د ابن ابی الدنیا رحمه الله وینا ده چي د قرانکریم علوم او څه چي ددې څخه حاصل سي دا یو داسي سمندر دی چی ددې غاړه نسته.  

دا علوم کوم چي بیان کړل سوه دا د مفسر لپاره د آلی یعني د اوازرو (اسبابو) په شان دي که څوک د دې علومو څخه ناخبره وي او تفسیر کوي نو دا په تفسیر باالرائی کښي داخل دی.

  صحابه کرامو رضي الله عنهم ته د عربي علوم د ځانه حاصل وه ځکه چي ژبه یې عربي وه او پاته علوم یې د مشکوة نبوت یعني د نبی کریم  صلی الله علیه وسلم  څخه حاصل کړي وه.

علامه سیوطی رحمه الله تعالی فرمایی: چي شاید ستا به دا خیال وي چي دعلم وهبي حاصلول د بنده د طاقت څخه دباندي دي خو حقیقت داسي نه دی بلکه ددې د حاصلولو طریقه د هغه د اسبابو حاصلول دي په کومو چي الله جل جلاله دې ته ترتیب ورکړی دی . مثلا: په علم باندي عمل کول او د دنیا څخه بې رغبتي کول او داسي نور.
 
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ قَالَ فِى الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. رواه الترمذي
ژباړه: کوم شخص چي بېله علمه په قران کي څه وویل نو هغه دي خپل ځای په جهنم کي تلاښ کړي (یعني عالم نه وي، د مفسرینو د تفسیر پر ځای د خپلي رايي او عقل مطابق معنی او تفسیر وکړي).