تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وسوسه او دسیسه
 
  November 5, 2014
  0

محب الله حقمل

 له مشاهدې څخه ثابته ده چې هره کارخانه کله نوی شی بازار ته وړاندي کوي ، نو په اول ځل یې یو انجینر د کارونې په موخه ورکشاف اوسیمینار جوړوي ، خلکو ته یې دکارونې طريقه ور ښيې او ترڅنګ يې د لارښونې یوه کوچني کتابچه هم ورسره ایږدي، ځکه که دغه ماشین دهغو لارښوونو مطابق وکارول سي ، نو کارخانه یې د ښه کار ضمانت هم کوي، بر عکس که دهغو اصولو په خلاف وکارول سي، بیایې دخرابیدو په صورت کي کارخانه  ضمانت نه کوي.


اﷲ جل جلاله دانسان په بڼه یوه ډېره حساسه ماشینګري دې نړۍ  ته را استولې ده اودلارښوونې لپاره يې ورسره د قرآن کريم اوحدیثو  په بڼه د اصولو يوه ګډه ټولګه را لیږلې ده، که دغه اصول پرانساني نوعي عملي سي، نوله ټولو دنیوي او اخروي افتونو څخه به خوندي وي،او که د دغو اصولو په خلاف وچلیږي ، نو له ډول ډول ستونزواوکړاوونو سره به مخ وي ، د اسلام څخه مخکي به د دغو اصولو دتوضیح اوتشریح لپاره پېغمبران راتلل، خوداچې د اسلام په ظهور اود رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په بعثت سره د پیغمبرۍ لړۍ پای ته رسیدلې ده، نو اوس دغه دنده د دې امت علماوو ته سپارل سوې ده ، خوشیطان د کفارو او منافقینو په ملتیا د علماوو په اړه  خلکو ته وسوسې اچوي، ښه که دا د شیطان وسوسه اود یهودو دسیسه نه وي، نوڅه دي!؟  که د علماوو اوبزرګانو څخه  لاس اخيستل  ځیرکتیا اوبیداري وي، نو دین  به له چاڅخه  زده کوې !؟ داځیرکي نه ، بلکې ستره ناپوهي ده او  د تباهۍ لامل  دئ، ځکه پدغه صورت کې انسان  د اسماني لارښوونو پرځای په شیطاني لارښوونو پسې روانېږي ، چې په دې سره دانسان دغه حساسه ماشینګري ډیرژر کارپرېږدي، اوروح یې دمړاویتوب ښکار کېږي ، چې همدغه دشیطان اویهودو ارمان دئ، اﷲ جل جلاله  دې دشیطان  اویهودو دغه ارمان همداسې نامراده پاتې کړي، امین !

 
دروحاني ناروغیو علاج  په دین کې دئ اودین  له علماووسره وي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته