څانګه: حکايات نيټه: August 2, 2015
       
حضرت سليمان علیه السلام او عابد

رالېږونکی: محمد نبي سلطاني

حضرت سليمان  علیه السلام  يو ورځ پر خپل تخت باندي ناست په هوا روان وو ، مرغانو په خپلو وزرونو سيورى پر کړى وو ، چي راسته او چپه خواته ئې انسانان او پيريانان وه ، يو عابد په خپله عبادت خانه کي ناست وو ، چي حضرت سليمان  علیه السلام  دا راعب ، دبدبه او مقام ئې وليدى نو بې اختياره ئې وويل : اې د داود  علیه السلام  زويه ! الله  جل جلاله  تاته ډېره لويه پاچهي درکړې ده . هوا د حضرت سليمان  علیه السلام   غوږو ته دا خبر ورسوى ، حضرت سليمان  علیه السلام   د عابد څخه پوښتنه وکړه ( اې عابده تا اوس زما په حق کي څه وويل ؟ ) هغه بيا هغه سي ورته وويل ، حضرت سليمان  علیه السلام   ورته وويل : ته د الله  جل جلاله  په عبادت کي مشغوله ئې ، د الله  جل جلاله  ذکر او عبادت کوې ، چي ته يو ځل (سُبْحَانَ اللهِ)  ووايه نو دا د داود علیه السلام د زوى تر ټولي پاچاهى بهتره ده ، ورته وې ويل :

زما دا سلطنت او باچاهي دا جاه او جلال  او دنياوي شيان به په مرګ سره له منځه ولاړ سي خو يو ځل (سُبْحَانَ اللهِ)  چي مسلمان ووايي نو د هغې په بدل کي په الله  جل جلاله  جنت ورکوي ، چي د جنت نعمتونه نه حتمېدونکي دي نو چي کوم شى چي ډېر ښه هم وي خو ختمېدونکى وي تر هغه شي ښه نه دى چي همېشه وي که څه هم معمولي وي؟ (خو جنت هم بهتر دی او هم همېشنی!).

( احيا العلوم کتاب ذم الدنيا :ج،٣:ص،٣٠٢ _ د وخت قدر او زموږ غفلت :ص،١٦٩)