تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شام ته سفر (۱ برخه)
 
  November 11, 2014
  0
ليکنه : علامه مفتي محمد تقي عثماي عثماني 
ژباړه : اسدالله ''إنعام''
اوله برخه

يادونه : د شام ځمکه د  ډېرو الهي پيغمبرانو د اوسېدلو يوه مبارکه او پاکه سيمه ده ، په دغه ځمکه کي ډېري تاريخي پېښي واقع سوي دي ، د زياتو صحابه کرامو رضی الله عنهم ، عادلو حاکمانو ، مبلغينو او مفکرينو پاک اجساد همدلته دفن دی، همدا ډول په دغه ځمکه کی ډېر تاريخي ځايونه هم وجود لري .

د شام معاصر تاريخ د ډېرو لوړو او ژورو درلودونکی دی . د عربي بهار په را رسېدو سره دشام ځمکه په خاص ډول سوريه چي د ولسي پاڅونونو شاهده ده ، له ځانه سره يې مرګوني پېښي لرلي دی . 

علامه محمد تقي عثماني رحمةالله عليه د شام ځمکي او د سوريې هيواد ته دوه ځله سفر کړی دی او په هر ځل يۍ د جلا جلا تاريخي ځايونو څخه ليدنه کړېده  ، دده لومړی سفر د ۱۹۸۶م کال د جنوري په مياشت کي سوی دی او د سفر ګزارش يې په (جهان ديده ) نومي کتاب کي چاپ سوی دی ، دوهم ځل سفر يې ۱۹ کاله وروسته په کال ۲۰۰۵م کي  د جنوري په مياشت کی صورت نيولی دی او ددغه سفر جزيات يې په (سفر در سفر ) کتاب کي خپاره سوي دی . ده په دغه سفر کی  دسوريې د پلازمېني  دمشق ، حمص، حماه او حلب له ښارونو څخه ليدنه کړې ده ، په لاندي ليکنه کي ددغو دوو سفرونو خلاصه را ژباړل سوې ده چي په څو برخو کي ستاسو و حضور ته وړاندي کېږي 
 
د ۱۹۵۶ م کال څخه کله چي مي پلار محترم مفتي محمد شفيع عثماني قدس سره و شام ته سفر وکړ او بيايې د هغه د ښارو په اړه ماته څه نا څه وويله ، زما په زړه کي و دغه ځمکی ته دسفر کولو ډېر شوق او ارزو پيدا سوه ، قرآن کريم د شام د ځمکي د تقدس اوبرکاتو په اړه دېري خبري فرمايلي دي ، دغه ځمکه د انبياوو ځمکه ده اوله بله پلوه داسلامي تاريخ نه هېرېردونکی مهمي پېښي په دغه ځمکه کي رامنځ ته سوي دي ؛ له همدې امله  ما هم ډېره آرزو درلوده چي و دغي خاوري ته سفر وکړم . د دومره زياتي علاقي او ميني سره سره د سفر چانس نه راته برابرېدی ، خو بالاخره مي د دکتر محمد حمور له طرفه وشام ته د سفــــــــر کولو بلنليک تر لاســـــــــــــه کړ، دوکتور حمور د سوريې دی خو په پاريس کي ژوند کوي ، دی په امريکا کی د guidance finance  د مرکز مؤسس دی  چي  و مسلمانانو ته په امريکا کي د املاکو د رانيولو او خرڅولو سهولتونه وړاندي کوی ، دا مؤسسه همالته له ډېرو کاميابه مؤسساتو څخه شمېرل کېږي . دوکتور محمد حمور د دې مرکز د شرعي بورد مسؤليت ما ته را سپارلی وو . 

ددې بورد ناستي په بېلا بېلو هيــــــوادونو کي تر سره کېږي ، دوکتور حمور ددې علاقه مند وو چي داســــــــــــــــــي يوه ناسته په سوريـــــــه کــــــــــــــي هم ترسره سي او دسوريې د مشايخو او علماوو د ليدنی ترڅنګ به د دې هيواد د مقدسو او تاريخي ځايونو څخه هم ليدنه وکړل سي .

په دې سفر کي مي مشر مولانا عمران اشرف چي ددې بورد دغړو څخه دی او همداسي يې  زوی مولوی حسان اشرف  او د همدې  کورنی نوروغړو ملګرتیا راسره کوله .

د دمشق له پوهنتون څخه ليدنه :
ښاغلی توحيد احمد په دمشق کي د پاکستان (د وخت) سرکونسل د دمشق د پوهنتون څخه د ليدني پلان ترتیب کړی وو . موږ مستقيما له هوتل څخه د دمشق د پوهنتون په لور ولاړو ، د کتر فتحی الدريني ، د شرعياتو دپوهنځۍ ( د وخت) رئيس همالته موږ ته منتظر وو ، ما دکتر الدريني د ده کتابونو او اثارو له مخي پېژانده ، ده د أصول فقه ، او نوی فقهي مسائلو په برخه کي ډېر تحقيقيکتابونه ليکلي دي چي د دغهو کتابونو څخه يې یو د «المناهج الاصوليه» په نوم زما په شخصي کتابتون کي موجود دی ، ښاغلي توحيد احمد زه ورته معرفي کړم ، د کتر الدريني او د شرعياتو پوهنځۍ نورو استادانوپه ډېر لطف او صميمت سره زمااستقبال وکړ. په دغه ليدنه کي د مختلفو علمي موضوعاتو په اړه خبري اتري وسولې ،په پای کی دو کتور الدريني د خپلو اثارو مکمل سټ و بنده ته هديه کړ.

مخکي د دمشق د پوهنتون دشرعياتو پوهنځی په عربي نړۍ کی  د ډېرو معتبرو علمي او تحقيقي مراکزو څخه شمېرل کېده او د مصر د الازهر پوهنتون او د تونس د الزيتونية پوهنتون څخه وروسته يې په دريمه درجه ګی ځای درلودی ، خو متاسفانه د و خت د استبدادي حکومتونو د سياست له امله

 برجسته عالمان او د علم او فضل خاوندان د دې ښارونو په پرېښودلو سره مجبور سول ، چی په نتيجه کي د دې پوهنتونونو علمي سطحي ټيټوالی پيدا کړ .

ماپښين وو چی د پوهنتون څخه وهوټل ته راوګرځېدو او تر ماځيګره مو استراحت وکړ . ښاغلي توحيد احمد د سفارتخانې يوبل منشې ښاغلی عنايت موږ ته د لارښود په حيث رامعرفي کړ ، چي ماځيګر راغی او زموږ سره يو ځای يې د دمشق د تاريخي ځايو نو  دليدلو پرېکړه وکړه .

د د مشق ښار : 

دمشق د سوريې پلازمېنه ده چي په نړۍ کي يو له پخوانيو ،آبادو او زياتو نفوس لرونکو ښارونو څخه دی ، دغه ښار له پخوا زمانو څخه په علمي ، فرهنګي ، سياسي ، هنري ، تجارتي او صنعتي برخو کي  ځانته مهم ځای اختصاص کړی دی . د دې ښار د آبادېدو په اړه بېلابېل روايتونه شتون لري ،  د ځينو رواياتو څخه داسي معلومېږي چي کله حضرت نوح عليه السلام او دهغه ملګري د طوفان تر تېرېدو وروسته له کښتۍ څخه را تاسول نو تر ټولو مخکي يې دوه کلي لومړی حرّان او بیا دمشق اباد کړل ، ، په همدې اسا س دغه دوه کلي  دنوح عليه السلام تر طوفان وروسته د ځمکي پر مخ لومړني دوه داسي کلي شمېرل کېږي چي سکونت پکښی کېدی . په ځينو نورو روايتونو کي ويل سوي چي د حضرت ابراهيم عليه السلام يو غلام دمشق نومېدی هغه دلته استوګنه غوره کړې وه  له همدې امله دا آبادی په دمشق باندي مشهوره سوه ، ځينو مؤرخينو ليکلي دي ، چي په دغه منطقه کي ذی القرنين اوسېدلی دی او بعضو د دغي آبادی جوړول د مقدوني سکندر د يوه غلام طرف ته منسوب کړي دي.(۱)

د دغو بېلابېلو رواياتو په شتون کي پرېکنده نتېجه په لاس راوړل مشکله خبره ده  ، ليکن په دې کي هيڅ شک نسته چي دا ښار زرګونه کلونه قدامت لري ، د بايبل په عهدنامه قديم کي هم ددې ښار له نامه څخه يادونه سوېده ، له څه وخته چي د تاريخ د تدوين چاري پيل سوي دي ، دا ښار په همدې نوم باندي پېژندل سوی دی ؛ په همدې اساس ويل کېږي چي د مشق د نړۍ ترټولو پخوانی ښار دی چي تر اوسه پوري آباد او د اوسېدلو وړ دی.  (۲) 
     
پاته لري .....
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
__________________
(۱)  ددغه رواياتو لپاره دي وکتل سي : 
تاريخ دمشق د ابن عساکر  
مختصر تاريخ دمشق د ابن منظور [ج۱، ص۴۳-۴۵]
(۲) ودي کتل سی : دايرة المعارف بريتانيکا [۱]
 

سرته