تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضانت- ښځينه پالونکي
 
  November 28, 2014
  0

 حَضَانَت

حضانت د وړو اولادونو او ماشومانو پالني او تربيې ته وايي ، ماشوم پالونکي ښځي ته په اصطلاح کي حَاضِنَة او ماشوم پالونکي سړي ته حاضن وايي .

واړه ماشومان د خپل ژوندانه ورځنۍ چاري نسي سمبالولاى ، نو ځکه هغوى داسي چا ته اړتيا لري چي پالنه يې وکړي ، د هر کوچني پالنه د هغه مور او پلار په ګډه کوي ، خو که د ماشومانو په مور او پلار کي يو وفات سي يا يې تر منځ د طلاق لکبله بېلتون راسي هلته دا سوال پيدا کيږي چي د ماشومانو پالنه او روزنه د چا حق دى ؟ پدې څپرکي او فصل کي همدا مسايل بيانيږي . 

د مېړه او مايني تر منځ چي د نکاح اړيکي ختمي سي ، تر منځ يې بېلتون راسي که بالغان اولادونه لوڼي يا زامن يې درلودل نو هر بالغ اولاد يې اختيار لري ، په مور او پلار کي چي د هر چا سره اوسيږي د هغه سره اوسېدلاى سي .

که نابالغه اولادونه زامن يا لوڼي يې درلودل نو بيا يې اولادونه اختيار نه لري ، بلکي ټول اولادونه په مور او پلار کي د هغه چا سره اوسېدلاى سي چي هغه يې د حضانت يعني د پالني او تربيې حق لري .


ښځينه پالونکي

د اولاد د حضانت او پالني حق په لومړي قدم کي د مور دى ، خو پدې شرط چي بدکاره نه وي که د ماشوم مور زناکاره ، غله او نوحه کونکې وه نو بيا د اولاد د پالني حق نه لري ځکه اولاد ځني ضايع کيږي .

دغه ډول که ښځه بې باوره وه د اولاد د پالني باور نسواى پر کېدلاى ، د مثال په ډول بې پروا وه ، هر وخت د کور څخه وتله ، اولاد يې شاته پرېښاوه نو دا ډول ښځه هم د خپل اولاد د پالني حق نه لري ، ځکه مور  ته چي تر نورو دمخه د خپل اولاد د حضانت حق ورکول کيږي هغه د اولاد د حفاظت او ساتني په منظور ورکول کيږي ، نو هر هغه څوک چي د فسق او بې باورۍ لکبله اولاد ځني ضايع کيږي د هغه څخه د حضانت حق اخيستل کيږي .

دغه ډول که د کوچني مور د داسي چا سره نکاح وتړي ، چي هغه د دې ماشوم نامَحرَم  وي هلته يې هم د مور څخه د حضانت حق اخيستل کيږي .

که ښځه د حضانت تر حق تېره سي او و نه غواړي چي د خپل ماشوم حضانت او پالنه وکړي نو په زور او جبر ماشوم نه ور د غاړي کيږي ، ليکن که بېله دې څخه يې بل څوک د پالني نه وو د مثال په ډول کوچني د بلي ښځي شيدې نه رودلې نو بيا يې مور دې ته اړ ايستل کيږي چي د خپل اولاد پالنه او حضانت وکړي .

که د مور د حضانت حق ساقط سي ، د مثال په ډول د ماشوم مور د داسي کس سره نکاح او واده وکړي چي هغه د کوچني نامَحرَم وي ، يا خپله تر دا حق تېره سي نو تر مور وروسته يې د حضانت او پالني حق د انا يعني د مور د مور کيږي .

دغه ډول که کوچنى بې موره وو د هغه د حضانت حق هم د مورنۍ انا يعني د مور د مور دى .

که ماشوم مورنۍ انا نه درلودله ، يا هغې خپل حق ساقط کړى بيا يې پلرنۍ انا د حضانت حق لري .

د اناګانو وروسته سکنۍ خور د حضانت حق لري ، د سکنۍ خور وروسته بيا ناسکه مورنۍ خور د حضانت حق لري او تر هغې وروسته بيا ناسکه پلرنۍ خور د حضانت حق لري .
تر خوېندو وروسته بيا خاله ګاني د حضانت حق لري او تر خاله ګانو وروسته عمه ګاني د حضانت حق لري .

حَاضِنَه يعني د ماشوم پالونکې ښځه د ماشوم پر حضانت او پالني د اجورې اخيستلو حق نه لري .

د اکا لور ، د عمه لور ، د ماما لور او د خاله لور د حضانت حق نه لري .

د عمه ګانو وروسته بيا عصبه يعني د پلار لخوا نَسَبِي نارينه خپلوان د ميراث پر ترتيب يو په بل پسې د حضانت حق لري .
 
ورپسې لیکنه: نارینه پالونکي


ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته