څانګه: سیاسي لیکني نيټه: October 30, 2015
       
اسلام او لیبرالیزم

 لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله

د غربـيانو او د هغوی د همفکرو لخوا د لیبرالیزم په نامه د حریت او آزادۍ شعارونه او تبلیغات خلکو ته دا څرګندوي، چي د همدې نظام په حاکمیت به د هغوی د غاړو څخه د غلامۍ طوقونه خلاص سي؛ هر فرد به د خپل ځان او مال څښتن وګرځي او په مطلق ډول به د یو آزاد او حر انسان په صفت د خپلي ارادې او خوښۍ سره سم هر څه ویلای او هر څه کولای سي.


خو حقیقت دا ډول نه دی؛ ځکه لکه څه ډول چي په اسلام کي هیڅ انسان ته مطلقه آزادي نه ورکول کېږي، بلکي د هر انسان حریت او آزادي د اسلامي قانون په دایره کي محدوده ده، دغه ډول د کفري نړۍ په ټولو شرقي او غربي هیوادونو کي د هر کس حریت او آزدي د ملک د وضع سوو اصولو او قوانینو په دایره کي محدوده ده.

 په کفري نړۍ کي هیڅوک هم داسي یو ملک نسي ښوولای چي هلته دي خلک په مطلق ډول آزاد وي. په دې ډول چي څه یې زړه وغواړي، هغه وویلای سي او هر څه چي یې زړه وغواړي، هغه وکولای سي؛ بلکي د ملک هر کس که په هر مورد کي د قانون یعني د آزادۍ لپاره د ټاکل سوي حد څخه وځي، هغه مجرم او په سزا محکومیږي.

دا چي د کفري هیوادونو په هیڅ یوه سیاسي نظام کي لا هم مطلقه آزادي وجود نلري او نه خپلو اولسونو ته په مطلقه آزادي قایل دي، نو بیا په اسلامي ملکونو کي د غربي طاغوتي قوتونو او د هغوی د افکارو څخه د متاثرو آزاد پالو لیبرالیانو د لیبرالیزم په نامه د آزادۍ شعارونه څه معنا لري؟ 

د همدې پوښتني صحیح او قناعت ورکوونکی ځواب د لغت په کتابونو یعني ډيکشنريو کي نه موندل کېږي؛ ځکه د لیبرالیزم لغوي معنا او مفهوم د سیاست په ډګر کي مراد نه دی. که څه هم ځیني ساده مسلمانان یې په لغوي مفهوم تیر وځي لیبرالي نظام د ځان او ټولني د حریت او آزادۍ د سعادت ضامن ګڼي، او د غلط فهمۍ له کبله د لیبرالیانو تائید کوي؛ په ډېره ولوله او جوش یې شعارونه زمزمه کوي او په اسلامي ټولنو کي لیبرالي مفکورې ته د ترویج لپاره هلي ځلي کوي.

د پورتنۍ پوښتني صحیح ځواب د لاندي دوو نورو پوښتنو د ځواب په نتیجه کي څرګندېږي:

لومړۍ پوښتنه: د تحلیل او تحریم یعني د یو شي د حلال یا حرام ګرځولو حکم د چا له خوا صادرېږي؟

اسلامي ځواب: د اسلام په سپېڅلي دین کي د پورتنۍ پوښتني ځواب دا دی: د تحلیل او د تحریم حکم یوازي او یوازي الله عزوجل کوي. الله تعالی چي په قرآن کي او د خپل رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ژبه کوم شیان او کارونه حلال او جایز بللي دي، هغه حلال او جایز دي؛ هیڅ څوک یې حرامولای نه سي او کوم شیان او کارونه چي یې حرام او ناجایزه بللي دي، هغه حرام او ناجایزه دي؛ هیڅ څوک یې هم حلال کولای نه سي.

لیبرالي ځواب: د لیبرالي نظام د اصولو له مخي هر هغه کار چي د انسان د فردي ژوند سره تړلی وي، په هغه کي د تحلیل او تحریم مصدر د هر کس خپل نفس دی؛ یعني هر کس په خپل فردي ژوند او شخصي کارونو کي حُر او آزاد دی؛ هر شی او کار چي ځان ته حلال ګڼي، هغه ورته حلال دی؛ بل کس یې پر حرام کولای نه سي او نه یې د هغه څخه د منع کولو حق لري او هر کار چي د ځان د پاره حرام ګڼي، هغه ورته حرام دی، هیڅ څوک هم پر هغه د اعتراض حق نه لري.  

او کوم کارونه چي د مجتمع او ټولني سره تړاو لري، په هغو کارونو کي د تحلیل او تحریم مصدر اولس یا په تشریعي مجالسو کي د هغوی د استازو اغلبه فیصله ده؛ مثلاً: که د پارلمان اکثریت د یو کار د حرمت حکم صادر کړي، د قانوني مراحلو تر طی کولو وروسته هغه کار حرام او ممنوع ګڼل کېږي؛ که څه هم هغه کار په مقدس شریعت کي د مأموراتو څخه وي؛ او که یو کار یې جایز وباله، هغه بیا جایز بلل کېږي؛ که څه هم په مقدس شریعت کي هغه د محرماتو څخه وي.

دوهمه پوښتنه: شراب، زنا، خمار او سود څه حکم لري؟

اسلامي ځواب: زنا، شراب، خمار او سود په قطعي ډول حرام دي. که څوک یې حلال وګڼي کافر کېږي.

لیبرالي ځواب: هر کس حُر او آزاد دی. که یې ځان ته حلال بلل بل کس یې پر حرام کولای نه سي او که څوک په خپله خوښه شراب څښي یا په خپل منځي موافقه زنا، سود او یا د خمار معامله کوي بل څوک یې د منع کولو حق نه لري.
 

د پورتنیو دوو ځوابونو څخه یو خو د اسلام او لیبرالیزم تر منځ د تضاد او ټکر کچه را ته معلومه سوه او بل د لیبرالیزم د آزادۍ د شعارونو معنا او مراد را ته څرګند سو. هغه دا چي د لیبرالي نظام ستر هدف او اساسي موخه دا ده، چي بنده د الله پاک د بندګۍ څخه په مطلق ډول آزاد سي او د نفس د بندګۍ ځنځیر یې غاړي ته ولوېږي. هغه نفس چي هغه په بدو امر کوونکی دی، (إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوء) او د ټولني د نورو کسانو سره په تړلي کارونو کي یې آزادي او حُریت د اولس د اغلبي فیصلې یعني د نورو بندګانو د وضعي قوانینو په دایره کي محدود پاته سي. 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ‍۱۳ ګڼه