تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګناه کار څخه نفرت مه کوئ!
 
  December 4, 2015
  0
رالېږونکی: عبدالسلام حنفي
 
د ګناه کار څخه نفرت مه کوئ بلکي د هغه د ګناه څخه نفرت کوئ.

حضرت ابوقلابه رحمة الله علیه فرمایی چي حضرت ابوالدرداء رضي الله عنه له یو سړي سره تیر شو چي د هغه نه څه گناه شوې وه او خلگو هغه سړي ته بد رد ویل. حضرت ابو الدرداء خلگو ته وویل دا راته ووایاست که چیري دا نفر په یو څاه کي غورځیدلی وي او تاسو یې ووینی نو تاسي به دی له څاه څخه راوباسی؟ خلگو وویل ضرور به یې راوباسو. حضرت ابوالدرادء رضي الله عنه وفرمایل:

تاسي ده ته بد رد مه وایاست او د الله جل جلاله شکر ادا کړی چي هغه تاسي د دې گناه نه ساتلي یاست. خلگو وویل: ایا ته له دغه سړي څخه نفرت نه کوې؟ حضرت ابوالدرداء رضي الله عنه وفرمایل:
ماته دده د بد عمل نه نفرت دی کله چي هغه پریږدي نو بیا زما ورور دی. (کنزالعمال :جلد۲ صفحه ۱۷۴)
 
-------------------
زیاتونه: علماء کرام وايي چي ګناه کار مؤمن داسي دی لکه پر سپوږمۍ چي توره وریځ پرته وي، که چیري دا وریځ ایسته سي سپوږمۍ پخپل ذات کي ډېره ښایسته ده. نو ګناه کار چي کله توبه وکړي ګواګي د ذات څخه يې توره وریځ ایسته سوه.

 

سرته