تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انټرنیټ د دعوت بهترینه وسیله!
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0
 
رالېږونکې خورکۍ: ح. نوري
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په اوسني وخت کي د دعوت لویه او اسانه وسیله انترنت
 
لکه څنګه چي دعوت مختلیف مجالات او ډګرونه لري، همدا شان الله جل جلاله انسان ته مختلف وسائل په لاس ورکړي ترڅو د هغو په واسطه د الله دین ته خلک را وبلي او خپله خبره نوروته ورسوي او دا وسائل په هره زمانه کي مخ پر وړاندې ځي او له پخوانیو وسیلو سره په خوا کې د دعوت لمنه نوره هم پراخه وي، د دعوت له وسائلو څخه یو هم په نني عصر کې د انټرنیټ نړیواله شبکه ده، او په دعوت کوونکي لازمه ده چي له انټرنیټ سره ځان بلد کړي ترڅو په دې وسیله خپل دعوت نوروته ورسوي ، یوه اصولي قاعده ده چې : (ما لم يتمَّ الواجبُ إلاَّ به فهو واجبٌ ) ، له کوم شي نه پرته چي واجب یا فرض نشي ترسره کیدلای هغه پخپله هم واجب ده.
 
په همدې اساس ویلای سو چي د دعوت له پاره وسائل ضروري دي او پرته له وسائلو دعوت نه سي کیدلای او نن سبا انټرنيټ تر ټولو کم مصرفه او آسانه وسیله ده، نو پر دعوت کونکي لازمه ده چې له دې وسیلې نه هر اړخیزه ګټه واخلي ، ځکه چي دعوت واجب دی نو د وسیلې زده کړه هم ضروري ده.
 
دعوت او د انټرنیټ اهمیت :
هره دعوتي او اعلامي وسیله خپلي ځانګړتیاوي لري چي پر خپل ځای د اهمیت وړ دي ، لکه د نورو دعوتي وسائلو په څیر انټرنیټ هم خپلي ځانګړتیاوي لري چي له ډیرو عصري وسائلو لکه راډیو ، چاپي نشرات او نورو څخه په دعوتي کار کې خپل اهمیت زیاتوي، چي ځني ځانګړتیاوي يې په لاندې ډول دي :
 
• د دعوت نړیوال کول: د انټرنیټ په وسیله نن ورځ د نړۍ هر ګوټ ته خپله خبره رسول آسان کار سوی او انسان کولای سي چي د نړۍ ختیځ او لویدیځ سره اړیکه ټینګه کړي.
 
• لږ مصرف او ډیر کار: د نورو دعوتي عصري وسائلو جوړول او ترلاسه کول او له هغې لاري دعوتي کار کول ډیرو مصارفو ته اړتیا لري ، ولي انټرنیټ د یو کمپیوټر او د انټرنیټ د لیکي له مصارفو بل کوم اضافي مصرف نه لري او یو عادي دعوتګر یې هم له بار څخه وتلی سي .
 
• د بیان آزادي: د انټرنيټ په واسطه انسان کولی سي خپله هره خبره په پوره ډاډ او آزادۍ سره بې له دې چي د چا د سانسور او نیوکې لاندې وي نورو ته ورسوي، چي دا کار په نورو دعوتي وسائلو کې تر ډېره حده ګران او حتی ناشونی کار دی.
 
• څو اړخیزه اړیکه: اکثره دعوتي وسائل یو اړخیزه وي، په دې معنا چي له یوې خوا خبره او پیغام استول کیږي او له بل لوري کوم عکس العمل نه سي تر سره کیدلای، لکه په راډیو ، مجله او اخبار کې یوازي د همدې وسیلو د چلوونکو خبره او نظریات منعکس کیږي او دا مجال ډیر کم او محدود دی چي اوریدونکي  او لوستونکي خپله خبره په همغه پیمانه چي زړه یې غواړي نوروته واوروي، ولې په انټرنیټ کې دا کار د دعوتګر او مقابل لوري ترمینځ مساویانه وي او هر څوک کولای سي چي خپل نظریات په همغه اندازه نوروته ورسوي چې څومره دی خپله توان لري.
 
 
• د معلوماتو ذخیره او حفظ : د کمپیوټر او انټرنیټ په واسطه انسان کولای سي په لږ مصرف او لږ وخت کی او په ډېره ساده توګه بې شمېره معلومات حفظ او ذخیره کړي او په ډیره آسانۍ سره کله چې وغواړي هغه معلومات بیرته تر لاسه کړي، که هغه لیکلي مواد وي، که آواز وي او که د غیر حیه اجسامو تصویر (عکس) وي.
 
• وړوکې وسیله او غټ کتابتون: د کتاب او نورو موادو راټولول او ذخیره کول یو ګران کار دی، له یوې خوا ډیرو مصارفو ته اړتیا لري او له بل لوري لوی ځای ته، تر څو دا مواد په هغه کې ځاي پر ځای سي او بل دا چې ددې موادو ځای پر ځای کول په اوسني عصر کې ځانګړي علمي او عملي اصول غواړي، ترڅو هغه په ترتیب سره ځای پر ځای سي، چي د لټون پر وخت په آسانه بیرته ترلاسه سي، او نن سبا ددې کار لپاره ډېر مصارف کیږي، ولي انټرنیټ پخپله په زرګونو کتابتونونه پر خپلو لیکو کي را نغښتي، چي د هغو کتابتونونو جوړول د اکثره هیوادونو د حکومتونو له توان څخه هم وتلي وي، ولي انټرنیټ د یو کمیپوټر او یوې لیکي په واسطه دا ټول کتابتونونه د انسان په خپله خونه او دفتر کې هغه ته بې له کوم اضافي مصرف او تکلیف څخه وړاندي کوي.
 
• د دلائلو د لټون آسانتیا او ډېر والۍ: کله چي داعي خپل دعوت نورو ته وړاندي کوي، نو دې ته اړتیا لري چي د مناقشې پر مهال علمي دلائل وړاندې کړي، چي په نورو وسائلو کي د هغو لټون ورځو او میاشتو ته اړتیا لري، ولې دانټرنیټ په یو لټون (سرچ) کولای سۍ بې شمیره دلائل تر لاسه کړي.
 
• پراخه وخت: په نورو دعوتي وسائلو کې له ځانګړي وخت نه پرته خپله خبره او دعوت نوروته نه رسول
 کیږي، د مثال په ډول اخبار سهار وختي بازار ته را وځي نو بیا د لیکوال له اختیار نه بهر وي، همدا راز راډیو خپل ځانګړي وختونه لري او باید په پوره آماده ګي او دقت سره پر خپل وخت پروګرام وړاندي سي، ولي په انټرنیټ کې هر ګړۍ چي وغواړې نو خپله خبره نشرولای سي که هغه د خوب په خونه کي وي، که د فتر وي او که د خوړلو په خونه او یا بل ځای کي.
 
• د غلطۍ اصلاح: په نورو وسائلو کي چي یوځل یو څه نشر سول، که په هغو موادو کي له انسان څخه کومه خطا او غلطي سوې وي، نو بیا هغه د هغه له لاسه ووځي، ولي په انټرنیټ کي په ځانکړې توګه په ویب پاڼو کي په ډېره آسانۍ سره خپله غلطي او ښویدنه اصلاح کېدلای سي، پرته له دې چي کوم مصرف ته اړتیا ولري.
 
• دپیژندګلوۍ آسانه لاره او وسیله : د انټرنیټ له لاري په آسانه سره انسان کولای سي چي له ډیرو خلکو سره چي په لري ځایونو کې وي پېژندګلوي حاصله کړي، او بیا په دعوتي میدان کي له دې پیژند ګلوۍ  څخه ګټه پورته کړي.
 
• وړه وسیله او ډېر استفاده کوونکي: نن سبا له انټرنيټ څخه بې شمیره خلک ګټه پورته کوي، چي په اکثره هیوادونو کي د هغه هیواد ټول خلک انټرنيټ ته لاس رسی لري، په همدې خاطر د دعوت کونکي لپاره ډګر او لوستونکي هم بې شمیره دي، او کولای سي په لږ وخت کې خپل پیغام ډیرو کسانو ته ورسوي.
 
داسې نوروي ډېري ځانګړتیاوي او خوبیاني دي چي یوازي په انټرنیټ کي تر لاسه کیدلای سي، نو دعوتګر ته په کار ده چي له دې وسیلې څخه د الله د دین په دعوت کې په پراخه پیمانه ګټه پورته کړي .
په دعوتي ډګر کي له انټرنیټ نه دښې استفادې لپاره لاندې خبري ډېري ضروري دي :
 
۱ – دعوت کوونکۍ باید د انټرنیټ استعمال ته تشویق سي، ترڅو د هغو کسانو په مقابل کې په پوره قوت سره ودریږي څوک چي د همدې انټرنیټ له لاري زمونږ دین، اخلاق او نورو ځانګړتیاوو ته د زیان رسولو هڅي کوي.
 
۲ – باید د انټرنیټ او کمپیوټر په هر اړخ کي مسلمان دعوت کوونکي تخصص تر لاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کي د نورو له احتیاج نه خلاص وي او په آزاد لاس خپل دعوت نوروته ورسوي.
 
۳ – مالدار او بډایه مسلمانان باید دې ته وهڅول سي ترڅو خپله یوه اندازه سرمایه په دې لاره کې مصرف کړي او د انټرنیټ پر لیکه داسي تخصصي او هر اړخیزه ویب پاڼې جوړې سي چي د لوستونکو هراړخیزه پوښتنو او غوښتنو ته د ځواب ویلو جوګه وي.
 
۴ – دعوتګران او په ځانګړي توګه ځوان دعوت کونکي محصلین باید له انټرنیټ نه په استفادې سره خپل شخصي دعوتي ویب پاڼې او یا اقلاً ویب لاګونه جوړ کړي، ترڅو له دې لاري د اسلام دعوت نوروته ورسوي، خو دا باید په پام کې ولرو چې په شرعي او ديني مسائلو کي له ډير دقت نه کار واخیستل سي او هڅه وسي چي د منل سویو علماؤو له لیکنو استفاده وسي او خپل شخصي نظریات لږ استعمال سي.
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سرته