څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: December 5, 2015
       
متلونه د کاڼو کرښي

 لیکنه: استاذ اختر محمد جهید

ټول ولسونه د خپل کلتور او ټولنيزو ارزښتونو په پام کي ساتلو سره متلونه لري، چي په پښتوکي هم ډېر زيات متلونه سته . 

د پښتو د ولسي ادبياتو يوه ډېره شتمنه برخه همدغه متلونه دي . 


متلونه هغه لنډي ، د مطلبه ډکي جملې دي ، چي ويونکى يې د خپلي وينا او ادعا د پخلي ، کوټلتيا او مقابل لوري ته د قناعت د ورکولو لپاره وايې. د متل په کلموکي يو ډول لطافت او خوږ والى پروت دئ . 

کيداى سي متل منظوم وي يا منثور ، خو خپل ځانګړئ وزن او رواني به هرو مرو لري . همدا رنګه د متل موضوع ښايې رښتينى او يا افسانه وي ، خو په ولس کي يې داسي شهرت پيدا کړی وي ، چي د رښتينتوب تر کچي رسېدلي وي . 
 
متل يوه لنډه جمله ده ، چي په استعاره يې ډول يو مهم مفهوم پکښي نغښتی وي، او د متل په ويل کيدو سره مهمه مفکوره او مفهوم د اورېدونکو ذهن ته لېږدول کيږي . 

متل په جرګو او مرکو کي هم د بحث او خبرو په جريان کي د پرېکړي او پايلي لپاره کار ول کيږي . 
 کوم کسان چي په خپلوخبرو کي پر ځاى او ډېر متلونه کاروي هغه د ولس مجرب او هوښيار کسان بلل کيږي . 
 
هر متل ځان ته د استعمال ځاى لري، که يو متل د موضوع مطابق او  پرځاى و کار ول سي نو پر اورېدونکو به يې اغېزه ډېره وي . 
 
اوس به يو څو متلونه او د هغو د استعمال ځايونه در وپېژنو : 

١_ ادم خان دي په خيال ګوروان درغلی دئ  :کله چي يوکس بل څوک د هغه د مقام، حيثيت او لياقت په نسبت ډېر کم او کښته معرفي کړي، يا د واقعيت خلاف په سپکه سترګه ورته وګوري، نو دې کس ته ويل کيږي: (( ادم خان دي په خيال ګوروان درغلی دئ )) . 

٢_ ازمويلئ څوک نه ازمويې : دا متل د هغو خلکو  په اړه ويل کيږي ، چي په خپله وينا او کړنه کي يې ټولني يا خپلو ملګرو ته امتحان ورکړی وي او د دې امتحان څخه يې برياليتوب راوتلی وي، يعني دا ډول امتحان کړل سوي کسان نه ښايې چي بيا و ازمويل سي . 
 
 
٣_ اسان يې نالول چونګښو هم پښې پورته کړې: دا متل د هغه غير مستحقو خلکو  په باره کي ويل کيږي
 ، چي  بېله استحقاقه د مستحقو خلکو  سره ځان برابر وي. 

 
 
٤_الا بلا  به څه کړې لور او زوی به په ماړه کړې ، د مولا جواب به څه کړې : په دې متل کي و هغو کسانو ته اختيار دئ ، چي دغلا ، ظلم کولو ، رشوت اخيستلو يا نورو حرامو کارونو په ذريعه د خپلو اولادونو د ښه ژوند جوړولو لپاره کوښښ کوي، نو د همدې متل په ويلو سره نوموړی شخص الله جل جلاله  ته د جواب ورکولو څخه بېروي او د داسي ناوړو او ناروا کارونو څخه د اجتناب او ګوښه کيدو توصيه  ورته کوي . 

٥_ انا مړه سوه تبه يې وشکېده : دا متل هغه وخت استعمالېږي کله چي يوه قضيه په کلي ډول حل او فصل سي يعني قضيه په بشپړ  ډول حل سوې ده  نور بايد د هغې پر جزئياتو را ونه ګر ځو .

٦_ انسان تر کاڼي کلک  تر ګل نازک دئ : په دې متل کي د انسان فطري استعداد ته اشاره سوې ده ، يعني که انسان د خپل عزم او ارادې څخه کار واخلي ، هغه کارونه چي تر ډبري سخت دي سرته رسولاى سي حتــْی ډبره لا هم ماتولاى سي، مګر که چيري دغه انسان د عياشۍ ، استراحت او ټنبلۍ سره عادت ونيسي تر ګل ډېر نازک دئ، د ځيني خلکو  په اصطلاح که چيري مستې په خوب کي وويني په زکام اخته کيږي . 

٧_ اوبه په ډانګ نه بيليږئ :  دا متل هغه وخت ويل کيږي ، چي يو څوک د حکمت څخه پرته د خپل کار د پر مختګ لپاره د زور څخه کار اخلي. 

٨_ اوبه چي تر سر تېري سي څه يوه نېزه څه دوې نېزې : دا متل هغه وخت ويل کيږي ، چي د يو مشکل چاره او د يوه درد علاج له لاسه وتلی وي ، نو د هغه مشکل د کميت په مورد يا د هغه د درد د اندازې په هکله دا متل کارول کيږي، يعني په کوم صورت کي د مشکل چاره او د درد علاج د لاس او اختيار څخه وتلی وي ، نو د هغه د کميت او اندازې لپاره سنجش اهميت نلري . 

٩_ اوبه له پورته خوا خړېږي : کله چي د کارونو اداره او تنظيم که په کورنۍ او قبيلوي ساحه کي وي او يا په رسمي ساحه کي وي د خنډونو او فسادونو سره مخامخ سي ، نو خلک يې مسئوليت د کورنۍ ، قبيلې او  رسمي ادارو پر مشرانو  او رئيسانو  ور  اړوي او وايې ، چي او به د سر له خوا څخه خړېږي ( کار له لوړي خوا خراب دئ ) .

١٠_ اوبه پر کمزوري ورخ ماتېږي : په دې متل کي د ټولني د کمزوري او ناتواني طبقې وضعيت تمثيل سوی دئ او دا څرګنده وي ، چي کمزوري او نا تواني طبقې په غير عادلانه اوضاع کي همېشه د ملامتيا مورد ګرځي .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
------------------------------------------------------
نوري لیکني: